تازه خبرونه
پاناما له امریکا څخه د مهاجرینو یوه ایستل شوې ډله د ډارین ځنګل ته لیږدول
ډارین د پاناما په سویلي برخه کې یوه ځنګلي سیمه ده، چې په وروستیو کلونو کې د مهاجرینو لپاره امریکا ته د ننوتلو لار ګرځېدلې ده.

له امریکا څخه د شړل شویو کډوالو یوه ډله، چې افغانان هم په کې شته؛ د پاناما پلازمېنې له یوه هوټل څخه د ډارین ځنګل یوه مرکز ته ولېږدول شوه.
ډارین د پاناما په سویلي برخه کې یوه ځنګلي سیمه ده، چې په وروستیو کلونو کې د مهاجرینو لپاره امریکا ته د ننوتلو لار ګرځېدلې ده.
په پاناما کې د یوې کډوالې کورنۍ وکیلې سوزانا سابالزا د چارشنبې پر ورځ رویټرز ته ویلي، چې شړل شوي کډوال د ډارین ماتاتي ښار ته لېږدول شوې ده.
یوې سیمهییزې ورځپاڼې د چارشنبې پر ورځ راپور ورکړ، چې د ۲۹۹ کډوالو له ډلې څخه ۱۷۰ یې، چې د پلازمېنې په یوه هوټل کې اوسېدل؛ ډارین ته لیږدول شوي دي.
د پاناما حکومت تر اوسه پورې د دې راپور په اړه څه ویلي ندي.
د پاناما ولسمشر خوزه رائول مولینو مخکې ویلي وه، چې کډوال به په ډارین کې د کډوالو مرکز ته ولېږدول شي.
د ډونالډ ټرمپ د ناقانونه کډوالو د شړلو له امر وروسته؛ تېره اوونۍ ۲۹۹ کډوال په امریکا کې له خپل استوګنځي څخه پاناما ته ولیږدول شول او د پاناما ښار په یوه هوټل کې میشت شول. په دې کډوالو کې د افغانستان، چین، هند، ایران، نیپال، پاکستان، سریلانکا، ترکیې، ازبکستان او ویتنام خلک شته دي.
د ټرمپ د پلان یوه ننګونه دا ده، چې ځینې کډوال یا پناغوښتونکي له هغو هېوادونو څخه راځي، چې د ډیپلوماټیکو اړیکو د خرابوالي یا نورو دلایلو له کبله د دوی د لیږد الوتنې نه مني. پاناما ته د دغو کډوالو لېږدول به امریکا ته اجازه ورکړي، چې له دې ننګونې څخه بریالی ووځي.
د بشري حقونو ډېرو ډلو پدې بهیر نیوکه کړې او اندېښنه یې څرګنده کړې، چې ښایي له دوی سره ناوړه چلند وشي او په نهایت کې که دوی د افغانستان په څېر جنګ ځپلو هېوادونو ته راستانه شي؛ نو د دوی خوندیتوب به له خطر سره مخ شي.
د پاناما د امنیت وزیر د سېشنبې پر ورځ ویلي، چې په وروستیو ورځو کې له امریکا څخه ایستل شوي له نیمایي دېرو کډوالو پخپله خوښه خپلو هېوادونو ته ستنېدل منلي دي.