نړۍ
پاكستان له حقاني شبكې سره اړيكې لري- كمرون مونټر
په اسلام اباد كې د امريكا متحدو ايالتونو سفير كمرون مونټر وايي، چې:
د پاكستان له دولت څخه غواړي، چې لدې شبكې سره خپلې اړيكې وشلوي.
مونټرپه داسې حال كې پاكستان له حقاني شبكې سره په اړيكو درلودلو تورنوي، چې دا شبكه د كابل د عبدالحق په څلورلاري كې د وروستي ترهگريز بريد طرحه كوونكې هم پېژندل شوې او د رپوټونو له مخې، د همدې بريد له لامله د سعودي عربستان ډيپلوماټان په كابل كې د خپل سفارت د ټولو مداركو او اسنادو په سوزولو له دې ښار څخه ووتل، خو د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت اوس هم د كابل او رياض ترمنځ پرډيپلوماټيكو اړيكو ټينگاركوي.
لدې مخكې ناټو او امريكايي چارواكو څو څو ځله له پاكستان څخه غوښتي، چې د حقاني شبكې پر وړندې خپلو عملياتو ته چټكتيا وركړي، خو په كابل كې د امريكا پر سفارت او د آيساف او ناټو پرمركزونو بريدونو، چې دغه ډله يې مسووله وبلل شوه، د پاكستان پر وړاندې د امريكايي چارواكو بدگمانۍ نورې هم پراخې كړې، تر دې بريده، چې په اسلام آباد كې د امريكا سفير په روښانه ډول له يوې پاكستانۍ راډيو سره په مركه كې وويل، چې:
پاكستان له حقاني ډلې سره مستقيمې اړيكې لري او لدې ډلې سره يې د پاكستان د اړيكو د پريكولو غوښتنه هم كړې ده.
په اسلام آباد كې د امريكا سفيركمرون مونټر ويلي:
په هغه بريد كې، چې څو ورځې مخكې په كابل كې ترسره شو، د حقاني شبكې كار و. حقيقت دا دى، چې مونږ په تېر مهال كې هم ويلي وه، چې ستونزه شته دى او داسې شواهد په لاس كې لرو، چې د حقاني شبكې اړيكې د پاكستان له حكومت سره ښيي او دا هغه څه دي، چې بايد ودرول شي.
د حقاني شبكې مشر سراج الدين حقاني له يوې بهرنۍ رسنۍ سره په مركه كې ويلي، چې افغانستان د دې ډلې لپاره د امن ځاى دى.
نوموړي ويلي كه:
طالبان له امريكا سره مذاكره وكړي، نوموړى به هم پدې خبرو كې برخه واخلي.
عبدالحمید مبارز د سولې عالي شورا غړى دا څرگندونې د پاكستان د تېرايستونكي سياست يوه برخه بولي او وايي، چې:
افغان دولت به له هغو كسانو سره، چې لاسونه يې د خلكو په وينو سره وي، هيڅكله سوله ونكړي.
جانان موسی زی د بهرنيو چارو وزارت وياند ويلي، چې :
له دې سره هممهاله دا سې رپوټونه هم خپاره شوي، چې د كابل په عبدالحق څلور لاري كې د وروستي بريد پړه پرحقاني ډلې اچول شوې او له لامله يې د سعودي عربستان ډيپلوماټانو د خپل سفارت مداركو ته اوراچولى او له كابل څخه وتلي دي.
د حقاني ډله په افغانستان د كابل پر وروستي ترهگريز بريد سربېره په يو زيات شمېربريدونو كې ښكېله بلل شوې ده
نړۍ
رهبران اتحادیه اروپا از تحریمهای جدید ایران پس از حمله به اسرائیل حمایت کردند
رهبران اتحادیه اروپا در پایان نشست خود که برای بررسی نحوه پاسخگویی به حمله بیسابقه ایران به اسرائیل و گسترش تحریمها علیه تهران برگزار شد، از اعمال تحریمهای بیشتر بر حکومت ایران حمایت کردند.
رهبران ۲۷ کشور عضو این اتحادیه روز چهارشنبه (۲۹حمل) در بروکسل با صدور بیاینهای اعلام کردند، «اتحادیه اروپا تدابیر محدودکننده بیشتری علیه ایران اتخاذ خواهد کرد، بهخصوص در ارتباط با طیارههای بدون سرنشین و راکتها.»
امانوئل ماکرون رئیس جمهور فرانسه پیش از برگزاری نشست با حمایت از گسترش تحریمها گفته بود، «ما طرفدار تحریمهایی هستیم که تمام کسانی را که در ساخت طیارههای بدون سرنشین و راکتهای که در حملات هفته گذشته استفاده شدهاند، هدف قرار دهد.»
آنتونیو تاجانی، وزیر امور خارجه ایتالیا نیز پیش از مذاکرات اخیر گروه هفت گفته بود «تحریمها باید علیه همه نهادهایی که با طیاره بدون سرنشین و راکت به اسرائیل و همچنین کشتیهای دریای سرخ حمله میکنند، اعمال شود.»
در شرایطی که مقامهای اسرائیل بارها گفتهاند این حمله مستقیم ایران تلافی خواهد شد، اتحادیه اروپا ضمن ابراز آمادگی برای افزایش تحریمهای تهران، از اسرائیل خواسته است خویشتنداری به خرج دهد.
اورسولا فون در لایِن، رئیس کمیسیون عالی اتحادیه اروپا، پیشتر در روز چهارشنبه، با اشاره به سیاستهای تهران، مسکو و پیونگ یانگ گفت که حمله ایران به اسرائیل آخرین نشانه از تلاش «اتحاد جدید اقتدارگرایان» است.
به گزارش خبرگزاری رویترز، او که در کنفرانس دفاعی و امنیتی در بروکسل سخن میگفت، تصریح کرد این اتحاد درصدد آن است که نظم مبتنی بر قوانین بینالمللی را از میان بردارد و دموکراسیها را به نقطه شکست برساند.
مسئول سیاست خارجی اتحادیه اروپا روز سهشنبه پس از کنفرانس ویدئویی عاجل وزیران امور خارجه اتحادیه اروپا گفت این اتحادیه گسترش تحریمهای ایران را در پاسخ به حمله تهران به اسرائیل، در دستور کار دارد.
اسرائیل کاتز، وزیر امور خارجه اسرائیل، با استقبال از رویکرد حامیان غربی اسرائیل در برابر حکومت ایران گفت، «روند مثبتی» به سمت تصویب تحریمهای تازه علیه برنامه راکتی ایران و نیروهای نیابتی آن در خاورمیانه دیده میشود.
کاخ سفید پیشتر اعلام کرد با گروه هفت و سایر متحدان، برای طراحی پاسخی جامع به ایران همکاری میکند و از تحریمهای جدید علیه برنامههای راکتی و طیارههای بدون سرنشین تهران، همراه با تحریمهای اضافی علیه نهادهای حامی سپاه پاسداران و وزارت دفاع خبر داد.
نړۍ
امريکا او متحدین یې پر ايران د نورو بنديزونو لګولو هڅې کوي
امریکا او متحدینو یې پر اسرائیلو د بېساري برید له کبله پر ایران د نويو بندیزونو لګولو هڅې پیل کړي، چې پرې د اسرائیلو لخوا د کړکېچ زیاتولو مخه ونیسي.
د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ امریکا او اروپا پر ایران د اقتصادي او سیاسي بندیزونو د سختولو اعلان کړی او تمه ده، چې اسرائیل له پراخو غچ اخیستونکیو کړنو لرې وساتي.
د اسراییلو د پوځ ستر درستیز هرزي هالوی ویلي وه، چې پر اسرائیلو د ایران له ۳۰۰ ډېر توغندي او چاودېدونکې بې پلوټه الوتکې وتوغول شوې، چې بې ځوابه به پاتې نشي؛ خو په دې اړه یې له جزئیاتو وړاندې کولو ډډه وکړه.
د اسرائیلو یوې حکومتي سرچینې ویلي، چې د سې شنبې پر ورځ د جګړې کابینې غونډه وکړه؛ خو له توضیحاتو پرته چارشنبې ته وځنډول شوه.
د امریکا د ملي امنیت سلاکار جیک سلیوان د سې شنبې پر ورځ څرګنده کړې: امریکا په راتلونکیو ورځو کې د ایران د لرې ویشتونکیو توغندیو او بېپیلوټه الوتکو پر پروګرام د نويو بندیزونو د لګولو پلان لري او تمه ده، چې متحدین یې هم ومني.
له دې مخکې هم د امریکا خزانې وزیرې جانټ یلن ویلي، چې امریکا به بندیزونه ولګوي او له خپلو متحدینو سره به د ایران د “ناوړه او بېثباته کوونکیو فعالیتونو د مخنیوي لپاره کار وکړي.
هغې د واشنګټن په خبري کنفرانس کې زیاته کړې، چې د ایران د “ترهګرۍ د تمویل” د مخنیوي لپاره ټول غوراوي پر میز پراته دي، چې د ایران پرضد نور بندیزونه ژر اعلان شي.
د اروپايي ټولنې بهرنۍ تګلارې مشر جوزپ بورل په بروکسل کې د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو له بېړني ویډیويي کنفرانس وروسته څرګنده کړې؛ ځینو غړیو هېوادونو غوښتنه کړې، چې پر ایران دې بندیزونه وغځول شي او د اروپايي ټولنې ډیپلوماټیکه څانګه دې پدې وړاندیز کار پیل کړي.
د اسرائیلو بهرنیو چارو وزیر اسرائیل کاټز ویلي، چې د یوه ډیپلوماټیک برید مشري کوي؛ له ۳۲ هېوادونو څخه ته یې لیکلې غوښتنه کړې، چې د ایران د توغندیو پروګرام تحریم کړي.
نړۍ
امریکا به پر ایران د اسرائیلو په ځوابي برید کې برخه وانخلي
امریکا د یکشنبې پر ورځ ویلي؛ دوی به پر ایران د اسرائیلو په ځوابي برید کې برخه وانخلي او ولسمشر جوبایډن د اسرائیلو صدراعظم بنیامین نتانیاهو ته څرګنده کړې، چې د تاوتریخوالي د زیاتېدو په اړه دې له غور او فکر څخه کار واخلي.
سپینې ماڼۍ ویلی، چې بایډن نه غواړي پراخه جګړه وکړي.
د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي انبيسي خبري سرچینې ته ویلي؛ مونږ له ایران سره د پراخې جګړې په لټه کې نهیوو.
هغه زیاته کړې؛ امریکا نه غواړي، چې له ایران سره دا جګړه پراخه شي.
کربي وایي: نتانیاهو د شنبې پر ورځ له بایډن سره په ټیلیفوني خبرو کې د هغه له احساساتو “ښه خبر” شو.
د اسرائیلو پوځ ویلي، ایران د شنبې پر ورځ ناوخته پر اسرائیلو له ۳۰۰ ډېرې بې پیلوټه الوتکې او توغندي وتوغول، چې ۱۲ کسان یې ټپیان کړل.
امریکايي چارواکو ویلي، چې امریکايي جنګي الوتکو شاوخوا ۷۰ بې پیلوټه الوتکې رانسکورې کړې او امریکايي کښتیو یې د څلورو او شپږو تر منځ بالستیک توغندي وویشتل.
د بایډن ادارې یوه جګپوړي چارواکي تائید کړې، چې بایډن نتانیاهو ته ویلي؛ واشنګټن به پر ایران د غچ اخیستنې لپاره پوځي ملاتړ ونکړي.
دغه چارواکي د نوم نهښودلو پر شرط خبریالانو ته په ټیلیفوني اړیکه کې ویلي: مونږ به د هر هغه ځواب برخه نشو، چې هغوی ( اسرائیل ) یې ترسره کوي. مونږ به په دې ډول عمل کې د ګډون تصور هم ونکړو.
د امریکا ولسمشر تېره شپه لومړي وزیر( نتانیاهو ) ته څرګنده کړې، چې مونږ باید د تاوتریخوالي د خطرونو په اړه د پام وړ غوراوی ولرو.
د شنبې پر ورځ ناوخته ایران د سوریې پر سفارت د اسرائیلو د برید په غچ کې پر اسرائیلي خاوره سلګونه چاودېدونکي ډرون او توغندي وتوغول.
ویل کیږي، چې اسرائیلو د یکشنبې پر ورځ د ایران له بې ساري برید وروسته د یوې پراخې جګړې وېره رامنځته کړې ده.
-
لوبی3 days ago
د افغانستان اتلانو ليګ د درېيم پړاو سیالیو پچهاچونه پای ته ورسېده
-
ساینس او ټیکنالوژي2 days ago
اپل شرکت د نړۍ د تر ټولو د لوی ګرځند پلورونکي دریځ له لاسه ورکړ
-
سیمه ییز خبرونه4 days ago
پر ایران به د اسرائیلو برید له سخت ځواب سره مخ شي
-
سیمه ییز خبرونه4 days ago
ایران پر اسرائیلو د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو غچ اخیستونکی برید ترسره کړ
-
تازه خبرونه3 days ago
د کابل په هوايي ډګر کې د ۲۰۲۱ ز. کال ځانمرګی بریدګر عبدالرحمن لوګری و- امریکا
-
نړۍ3 days ago
امریکا به پر ایران د اسرائیلو په ځوابي برید کې برخه وانخلي
-
تازه خبرونه2 days ago
ازبکستان، سعودي عربستان او قطر پر افغانستان او افغان – ټرانس پټلۍ خبرې وکړې
-
نړۍ1 day ago
امريکا او متحدین یې پر ايران د نورو بنديزونو لګولو هڅې کوي