نړۍ
پاكستان له حقاني شبكې سره اړيكې لري- كمرون مونټر
نړۍ
اسرائیلو په تهران کې د اسماعیل هنیه د وژنې پړه ومنله
اسماعیل هنیه د حماس پیاوړی مشر ۵ میاشتې مخکې د ایران په پلازمېنه تهران کې ترور شوی و.
د اسرائیلو دفاع وزیر یسرائیل کاتز د دوشنبې پر ورځ ( د مرغومي درېیمه) په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې د حماس اسلامي غورځنګ مشر اسماعیل هنیه دوی د ایران په پلازمېنه تهران کې ترور کړی دی.
اسماعیل هنیه د حماس پیاوړی مشر ۵ میاشتې مخکې د ایران په پلازمېنه تهران کې ترور شوی و.
رویټرز راپور ورکړی، چې دې اعتراف په سیمه کې د تهران او د هغه "سرسخت دښمن" اسرائیل ترمنځ د کړکیچ خطر زیات کړی دی.
د اسرائیلو دفاع وزیر پخپل هېواد د یمن د حوثيانو د وروستیو توغندیزو بریدونو په اړه ویلي: « په دې ورځو کې، چې حوثي ترهګرې ډلې د اسرائیلو پر لور توغندیز بریدونه کوي؛ غواړم په پیل کې هغوي ته یو واضح پیغام ورکړم. مونږ حماس ته ماتې ورکړه. مونږ حزب الله ته ماتې ورکړه. مونږ د ایران دفاعي او تولیدي جوړښتونه ړانده او زیانمن کړي دي. مونږ په سوریه کې د اسد رژیم نسکور کړ. مونږ د شر محور ته سخت ګوزار ورکړ. په یمن کې حوثي ترهګرې ډلې وروستۍ ډله ده، چې مقاومت کوي.
د اسرائيلو د دفاع وزارت د منسوبانو د ياد شپې د مراسمو د نمانځنې پر مهال ويلي، چې اسرائيل به د دغو ډلو ستراتيژيکو بنسټونو ته زيان ورسوي او د هغو مشران به ووژني. " لکه څنګه، چې مونږ په تهران، غزه او لبنان کې د هنیه، سنوار او نصرالله سره وکړل؛ موږ به په حدیده او صنعا کې هم همداسې وکړو."
د یمن حوثيان، چې د ایران له ملاتړه برخمنه ډله یادیږي، له څه باندې یوه کال راپدېخوا په سره بخیره کې پر سوداګریزو کښتیو بریدونه کوي او غواړي، چې په سره بحیره کې اسرائیل محاصره کړي.
حوثیانو له دې مخکې ویلي وه، چې دوی په غزه کې له فلسطینیانو سره د پیوستون لپاره کار کوي.
نړۍ
په برازیل کې د یوې ترافیکي پېښې له کبله ۳۰ کسان مړه شول
د رویټرز خبري سرچینې د راپور له مخې؛ د باهیا ایالت د اور وژنې ادارې ویلي: پر بس له لارۍ سره له ټکر وروسته اور ولګېد او د نورو سپرو کسانو حالت هم، چې ځايي روغتون ته وړل شوي د اندېښنې وړ ښودل شوی دی.
د باهیا ایالت د اور وژنې ادارې څرګنده کړې، چې له لارۍ سره په ټکر کې ۳۸ کسان هغه مهال مړه شول، چې له ساو پاولو ایالت څخه دې ایالت ته روان و.
د رویټرز خبري سرچینې د راپور له مخې؛ د باهیا ایالت د اور وژنې ادارې ویلي: پر بس له لارۍ سره له ټکر وروسته اور ولګېد او د نورو سپرو کسانو حالت هم، چې ځايي روغتون ته وړل شوي د اندېښنې وړ ښودل شوی دی.
د باهیا ایالت د اور وژنې ریاست زیاته کړې: په دې پېښه کې د یوه چټک موټر درې کسه سپرلۍ، چې له یوې لارۍ سره د خپل موټر د ټکر له کبله لاندې شوی؛ په معجزانه ډول ژوندي پاتې شوي او د لارۍ چلوونکی هم په تېښته بریالی شوی دی.
د بهیا ایالت د اور وژنې ریاست زیاته کړې: د عیني شاهدانو له څرګندونو څخه د راټولو شویو بېلابېلو راپورونو له مخې، عدلي څېړنه به د پېښې اصلي لامل معلوم کړي.
د دې پېښې په غبرګون کې د برازیل ولسمشر لوییز اناسیو لولا داسلوا په ایکس پاڼه کې لیکلي: «زه سخت خواشینی یم او د دغې پېښې له ۳۰ څخه د زیاتو قربانیانو کورنیو ته د تسلیت مراتب وړاندې کوم او د دغې غمجنې پېښې د ژغورل شویو کسانو لپاره دعا کوم."
د برازيل ولسمشر هم د دغه هېواد حکومت له ټپيانو سره د هر ډول اړينو مرستو د چمتووالي اعلان وکړ.
نړۍ
ناټو ته د اوکراین د پوځي مرستو د همغږۍ دنده وروسپال شوه
رویټرز د سې شنبې پر ورځ ( د لیندۍ اووهویشتمه / د ډسمبر اووهلسمه ) راپور ورکړ، چې دا اقدام ناټو ته د اوکراین په جګړه کې مستقیم واک ورکوي.
د شمالي اتلانتیک تړون(ناټو) اوکراین ته د پوځي مرستو د همغږي کولو مسوویت پر غاړه اخیستی، چې مخکې د واشنګټن پر غاړه و.
رویټرز د سې شنبې پر ورځ ( د لیندۍ اووهویشتمه / د ډسمبر اووهلسمه ) راپور ورکړ، چې دا اقدام ناټو ته د اوکراین په جګړه کې مستقیم واک ورکوي.
د راپور له مخې؛ دا اقدام د اوکراین لپاره د پوځي ملاتړ د دوام لپاره شوی، چې د دوږنالډ ټرمپ د ولسمشرۍ د دوهیمې دورې له پیل وروسته د راتلونکي کال په جنورۍ کې نوموړي ته زیان ونه رسیږي.
د جرمني په ویسباډن کې د امریکا اډه د ناټو د پوځي مرستو د همغږۍ د مرکزي دفتر په توګه غوره شوې ده.
له دې مخکې د «راماشټاین» ډلې، چې د امریکا پر مشرۍ د ۵۰ هېوادونو له ائتلاف څخه جوړه وه، اوکراین ته د پوځي مرستو د همغږي کولو دنده په غاړه درلوده.
د راپور له مخې؛ سپینه ماڼۍ هڅه کوي، چې د ټرمپ د ولسمشرۍ د دوهیمپېر له رسمي پیل مخکې کیف ته نورې پوځي مرستې ولېږدوي.
په راپور کې راغلي، چې ښايي دغه اقدام د اوکراین په جګړه کې ډېر اغېز ونکړي.
دونالډ ټرمپ د ولسمرۍ په لومړي پېر کې ژمنه کړې وه، چې له ناټوتړون څخه به ووخي.
د امریکا منتخب ولسمشر ډونلډ ټرمپ د خپل ټاکنیز کمپاین پر مهال له کیف سره د واشنګټن پر پوځي مرستو نیوکه کړې وه او دا ژمنه یې کړې وه، چې له بریا وروسته به په اوکراین کې جګړه پای ته رسوي.
د ناټو پوځي تړون ۳۱ غړي لري، چې امریکا، بریټانیا، آلمان، ترکیه او ایټالیا یې مهم غړی دي.
ټرمپ د ناټو له غړو وغوښتل، چې د خپلو ناخالصو کورنیو تولیداتو درې سلنه دې تړون ته ځانګړې کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې روسيې له اوکراين سره د لويديځ د پوځي مرستو زياتوالى غندلى او دا يې د يوې پراخې جګړې له خطر سره مخ کېدل یاد کړي وه.
-
لوبی5 days ago
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د زیمبابوې پر وړاندې ستره بریا خپله کړه
-
نړۍ2 days ago
په برازیل کې د یوې ترافیکي پېښې له کبله ۳۰ کسان مړه شول
-
روغتيا5 days ago
د هرات حوزوي روغتون د اسانتیاوو د نشتوالي ستونزه لري
-
تازه خبرونه2 days ago
په پروان ولایت کې ۵ زره جریبه ځمکه دولتي تثبیت شوه
-
ساینس او ټیکنالوژي1 day ago
ټیکټاک د یو څه وخت لپاره په امریکا کې د پاتې کېدو ارزښت لري – ډونالډ ټرمپ
-
تازه خبرونه1 day ago
کمزوری ایران ښایي د اټومي وسلو پر پراختیا راوڅرخیږي – سپینه ماڼۍ
-
تازه خبرونه2 days ago
ټاکل شوې په افغانستان کې د ګوزڼ واکسین نوی کمپاین پیل شي
-
تازه خبرونه1 day ago
د مهاجرت نړیواله ټولنه له افغانانو سره د مرستو لپاره ۵۰۰ میلیون ډالرو ته اړتیا لري