Connect with us

تازه خبرونه

” په افغانستان کې د سولې راوستلو تړون” دوه پټې ضمیمې لري- مایک پمپیو

خپور شوی

د

د امریکا بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو ویلي، چې له طالبانو سره " په افغانستان کې د سولې راوستلو تړون" دوه پوځي محرم اجرايي اسناد لري، چې د ځواکونو د ژوندي پاتې کیدو لپاره اړین دي.

په قطر کې د طالب او امریکایي استازیو د سولې هوکړې له لاسلیک وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو له سي بي اس تلویزیون سره په یوه مرکه کې ویلي، چې دغه تړون دوې ضمیمې لري، چې د هغه په وینا پټ او محرم ګڼل کیږي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ دا اجرايي نظامي اسناد دي، چې زمونږ د پوځیانو د مصونیت لپاره مهم دي.  

هغه وایي: مونږ دوه اجرائيه عنصرونه لرو، چې دواړه محرم دي او اجرائيه نظامي اسناد دي او زمونږ د پوځیانو د مصونیت لپاره مهم دي. د کانګرس هر غړي ته به دا دوه محرم اسناد وښودل شي.

هغه له ټولو اړخونو غواړي، چې یو سوله ییز، سوکاله او خپلواک افغانستان ته پر رسیدو داوڅرخي.

دغه راز د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف په خپل تویت کې لیکلي، چې امریکا باید پر افغانستان یرغل نه وای کړی؛ خو دا کار یې وکړ او نور اړخونه یې په دې اړه ملامت وبلل، چې اوس یې په ډېر حقارت د خپلې تسلیمۍ سند لاسلیک کړ.

د امریکا  او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه لیک تر لاسلیک وروسته اوس تمرکز پدې دی، چې د دغې هوکړې له عملي کیدو جدي څار وشي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمود قریشي ویلي: باید له دغه بهیره پراخه څارنه وشي او هغه خوا، چې سرغړونه کوي باید افشا شي. ځينې ژمنې له طالبانو سره تړلي دي. وبه کتل شي، چې پلې کوي یې او که پخواني حالت ته ستنیږي.

ښاغلي پمپیو ویلي؛ دا تړون "ژور، پیچلي او ښه سنجول شوي میکانیزمونه" لري، چې په اساس یې امریکا د ښکېلو خواوو څارنه او له هغوی سره حساب او کتاب کولی شي.

ټاکل شوې، چې د مارچ په لسمه د افغانانو خپلمنځي خبرې پیل شي.

د امریکا د کانګرس ريیسه نانسي پلوسي ټينګار کوي، چې په دغو خبرو کې باید د افغان میرمنو ګډون د پام وړ وي.

د هغې د څرګندونو له مخې؛ افغان میرمنې باید د سولې د خبرو په میز کې حضور ولري او باید غږ یې واوریدل شي. په دغو خبرو کې د ښځو ګډون د امنیت، ښه حکومت او اقتصاد لپاره مهم دی.

له هغو پرمختګونو باید سترګې پټې نشي، چې افغان میرمنو او نجونو تر لاسه کړي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د شنبې پر ورځ د کب لسمه / د فبروري ۲۹ " په افغانستان کې د سولې راوستلو تړون" لاسلیک شو، چې له مخې به یې په لومړیو ۱۳۵ ورځو کې د امریکایي ځواکونو شمېر ۸۶۰۰ ته راټیټ شي.

تازه خبرونه

د حکومت او رسنیو ترمنځ باید واټن نه‌وي –  ستانکزی

شېرمحمد عباس ستانکزي په کابل کې د اسلامي نظام په ټینګښت کې د رسنیو رول تر سرلیک لاندې په یوه سیمینار کې زیاته کړې؛ رسنۍ د نړۍ په تبلیغاتي جګړه کې بنسټیز رول لوبوي او پر اسلامي امارت لازمه ده، چې پرې له فشارونو ډډه وکړي او پرېږدي، چې رسنۍ د هېواد په پرمختګ او هوساینه کې خپل رول په آزاده توګه ولوبوي.

Published

on

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي ويلي، له رسنیو باید داسې ملاتړ وشي، چې د حکومت او دوی ترمنځ واټن رامنځته نشي.

شېرمحمد عباس ستانکزي په کابل کې د اسلامي نظام په ټینګښت کې د رسنیو رول تر سرلیک لاندې په یوه سیمینار کې زیاته کړې؛ رسنۍ د نړۍ په تبلیغاتي جګړه کې بنسټیز رول لوبوي او پر اسلامي امارت لازمه ده، چې پرې له فشارونو ډډه وکړي او پرېږدي، چې رسنۍ د هېواد په پرمختګ او هوساینه کې خپل رول په آزاده توګه ولوبوي.

نوموړي په دې اړه ویلي: " د دوی (رسنیو) ستونزې باید واورېدل شي، د دوی غږ باید واورېدل شي، د دوی لپاره باید داسې چاپېریال برابر شي، چې په ازاده توګه خپل کارونه ترسره کړي."

ستانکزي زیاته کړې، د هېواد د رسنیو په اړه باید داسې نظر وي، چې دواړه لوري یو بل ته د اجنبی په سترګه ونه‌ګوري او اسلامي امارت پر رسنیو له فشار راوړلو ډډه وکړي او رسنیو ته اجازه ورکړي، چې په خلاص لاس کار وکړي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مسوولينو هم په دې سيمينار کې ويلي، چې له ازادو رسنيو سره يې د ټکر لار نده غوره کړې او دغه وزارت له دوى سره هر راز همکارۍ ته ژمن دى.

د سیمینار برخه‌والو له رسنیو هم وغوښتل، چې نړۍ ته د افغانستان د مثبت انځور په ځلولو او انعکاس کې له هیڅ راز هڅې ډډه ونکړي.

دا سیمینار په داسې حال کې جوړیږي، چې رسنۍ د ملي ګټو او اسلامي ارزښتونو په چوکاټ کې د بیان ازادۍ او مثبتو فعالیتونو انعکاس ته ژمنې دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له ازبکستان سره د ۲۰۲۵ ز.کال لپاره د برښنا د پېرودلو تړون لاسلیک شو

دغه تړون تاشکند ته د دغه شرکت د عمومی رییس عبدالباری عمر پر مشرۍ د اسلامی امارت د پلاوي له سفر او د دغه هېواد له چارواکو سره له خبرو اترو وروسته لاسلیک شو.

Published

on

د افغانستان برښنا شرکت څرګنده کړې، چې له ازبکستان سره د ۲۰۲۵ ز. کال لپاره د برښنا د پېرودلو تړون لاسلیک شوی دی.

دغه تړون تاشکند ته د دغه شرکت د عمومی رییس عبدالباری عمر پر مشرۍ د اسلامی امارت د پلاوي له سفر او د دغه هېواد له چارواکو سره له خبرو اترو وروسته لاسلیک شو.

د افغانستان برښنا شرکت ویاند حکمت الله میوندي ویلي: " د افغانستان برښنا شرکت عمومي رییس د یوه پلاوي پر مشرۍ ازبکستان ته تللی و او په ازبکستان کې یې د برښنا له مسوولانو سره په کتنه کې د ۲۰۲۵ ز.کال لپاره د برښنا د پېرودلو تړون لاسلیک کړ."

یو شمېر پانګوال له اسلامي امارت څخه غواړي؛ د ۵۰۰ کیلو ولټ برښنا په اړه دې له ازبکستان سره خبرې وکړي او دغه پروژه ژر تر ژره بشپړه کړي، چې په هېواد کې د برښنا د کمښت ستونزې یوه برخه اواره شي.

د افغانستان برښنا شرکت ویلي، چې افغان پلاوي له ازبکستاني چارواکو سره د ۵۰۰ کیلو ولټ برښنا د لېږد پروژې په اړه، چې د سرخان- پلخمري- دشت الوان څخه د کابل تر ارغندي او د ننګرهار شیخ مصري ته، چې د ۸۰۰ څخه تر ۱۰۰۰ میګاواټه برښنا د لېږد ظرفیت لري په اړه هم خبرې کړې دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

څار: د مهاجرو نولواله ورځ

Published

on

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2024 Ariana News. All rights reserved!