نړۍ
ټرمپ له پوتین سره خپلې لومړنۍ ټیلیفوني خبرې ترسره کړې
د راپورونو له مخې؛ واشنګټن د ۲۰۲۲ په فبرورۍ کې اوکراین ته د روسیې د پرمختګ پر وړاندې د لسګوه میلیارډ ډالرو پر ارزښت نظامي او اقتصادي مرستې چمتو کړي؛ ټرمپ او نورو جمهوري غوښتونکیو وکیلانو تل پرې کلکه نیوکه کړې او پروړاندې یې لاریونونه تر سره کړي دي.

د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو ګټونکي ډونلډ ټرمپ د روسیې له ولسمشر ولادمیر پوتین سره په ټیلیفوني خبرو کې ویلي، چې د اوکراین جګړه باید نوره ونه غځیږي.
واشنګټن پوسټ د یکشنبې پر ورځ ( د لړم یوویشتمه) د ناڅرګندو سرچینو پر حواله راپور ورکړ، چې ټرمپ او پوتین دا خبرې د نومبر پر اوومه کړې وې.
ټرمپ د نومبر د پنېځمې په ټاکنو کې له بریا وروسته د اوکراین له ولسمشر ولادمیر زیلینسکي سره هم ټیلیفوني خبرې کړې دي.
د راپور له مخې؛ ټرمپ پوتین ته ویلي، چې غواړي له ده سره د اوکراین د جګړې د ژر پای ته رسولو په اړه نورې خبرې هم وکړي.
د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ ټرمپ د کیف لپاره د امریکا د نظامي او مالي ملاتړ پر کچه نیوکه کړې او غواړي جګړه ژر پای ته ورسوي.
د اوکراین د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د ټرمپ او پوتین تر منځ له ټیلیفوني خبرو مخکې نه و خبر شوی او نه یې تائیدوي او نه پرې اعتراض کولی شي.
هغه وایي: مونږ د ولسمشر ټرمپ او د نړۍ د نورو مشرانو تر منځ پر شخصي ټیلیفونونو تبصره نهکوو.
په واشنګټن کې د روسیې سفارت هم په دې اړه له څه ویلو ډډه کړې ده..
جمهوري غوښتونکی ټرمپ، چې د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د بایډن له مرستیالې کامالا هریس څخه د نومبر د پېنځمې ټاکنې وګټلې؛ د جنورۍ پر شلمه نېټه به واک ته ورسیږي.
د امریکا د ملي امنیت سلاکار جیک سالیوان د یکشنبې پر ورځ ویلي؛ د بایډن لوړ پیغام به د هغه ژمنتیا وي، چې د واک سولهییز لیږد شونی کړي او هغه به له ټرمپ سره د اروپا، آسیا او منځني ختیځ په اړه هم خبرې وکړي.
سالیوان CBS ته ویلي: ولسمشر بایډن به په راتلونکیو ۷۰ ورځو کې فرصت ولري، چې کانګرس او راتلونکي ادارې ته اړوند نړیوال مسایل وړاندې او له اوکراین څخه پر نه وتلو ټینګار وکړي؛ ځکه، چې له اوکراین څخه وتل به په اروپا کې د زیاتې بې ثباتۍ معنی ولري.
د سالیوان دا څرګندونې په داسې حال کې راپورته کیږي، چې اوکراین تېره ورځ پر مسکو د لږ تر لږه ۳۴ بې پیلوټه الوتکو بریدونه وکړل، چې د جګړې له پیل راپدېخوا د روسیې پر پلازمېنې د بې پیلوټه الوتکو تر ټولو لوی برید دی.
د راپورونو له مخې؛ واشنګټن د ۲۰۲۲ په فبرورۍ کې اوکراین ته د روسیې د پرمختګ پر وړاندې د لسګوه میلیارډ ډالرو پر ارزښت نظامي او اقتصادي مرستې چمتو کړي؛ ټرمپ او نورو جمهوري غوښتونکیو وکیلانو تل پرې کلکه نیوکه کړې او پروړاندې یې لاریونونه تر سره کړي دي.
ټرمپ تېر کال ټینګار کړی و، چې پوتین به هېيکله پر اوکراین برید نه وای کړی که هغه مهال په سپینه ماڼۍ کې وای.
هغه رویټرز ته ویلي، چې اوکراین ممکن د سولې هوکړې ته د رسیدو لپاره خاوره پریږدي. که څه هم، چې اوکراینیان یې ردوي او بایډن هم هیڅکله دا وړاندیز ندی کړی.
دا په داسې حال کې ده، چې د اوکراین ولسمشر زیلینسکي د پنجشنبې پر ورځ ویلي وه، چې هغه د اوکراین د جګړې د ژر پای ته رسولو لپاره د ټرمپ د پلان په اړه هیڅ معلومات نلري او هغه باوري دی، چې ګړندۍ پای به د کیف لپاره ستر امتیازات ولري.
د امریکا جمهوري غوښتونکی سناتور بیل هیګرټي، چې د ټرمپ متحد دی او بهرنیو چارو وزارت ته نوماند ګڼل کیږي، له CBS سره په مرکه کې د اوکراین لپاره د امریکا پر تمویل نیوکه کړې ده.
هیګرټي ویلي: د امریکا خلک غواړي، چې دلته په امریکا کې حاکمیت خوندي شي او د بل هېواد د حاکمیت په ساتنه کې خپلې پیسې او سرچینې ونهلګوو.
د مسکو ځواکونو د اوکراین شاوخوا پېنځمه برخه لاندې کړې ده.
روسیه وايي، چې ټولې لاندې شوې ځمکې باید د جګړې د پای ته رسېدو لپاره پر رسمیت وپېژندل شي. کیف د خپلې ټولې خاورې د بېرته ورکولو غوښتنه کوي او لویدیځ متحدین ترې ملاتړ هم کوي.