تازه خبرونه
ټرمپ له افغانستان څخه د خپلو سرتیرو په ایستلو ټینګار کوي

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ یوځل بیا ټینګار کړی چې له افغانستان څخه به ټول سرتیري وباسي، خو د دقیق وخت په اړه یې څه نه وایي.
له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د ایستلو په اړه د امریکا د ولسمشر د طرحې په اړه د وال ستریټ ژورنال د مقالې تر خپریدو وروسته اوس ټرمپ له افغانستان څخه د خپلو سرتیرو په ایستلو ټینګار کوي که څه هم کره وخت یې نه ښیي.
ډونلډ ټرمپ، د امریکا ولسمشر، ویلي: “نولس کاله هلته و فکر کوم کافي دی، ډېرې مثبتې خبرې مو درلودې، غواړم خپل سرتیري کورته را ولم، که اړتیا شوه موږ بیا هم کولای شو د تل په شان د یوه جنګیالي ښامار په شان هلته لاړو شو.”
د افغانستان د ملي دفاع وزارت په یوازې توګه هم د امنیت د ټینګښت په برخه کې د افغان ځواکونو په وړتیا باور لري.
فواد امان، د ملي دفاع وزارت مرستیال ویاند، وایي چي د امریکایي ځواکونو تروتلو وروسته د امنیت د ټینګښت په برخه کې د افغان ځواکونه وړتیا لري.
ښاغلي ټرمپ وایي په افغانستان کې د دوو ولسمشرانو دعوی حل شوې او امریکا اوس له طالبانو او د افغانستان له ولسمشر سره په تعامل کې ده، خو تر دې وړاندې وال ستریټ ژورنال د امریکایي چارواکو په حواله ویلي وو چې ټرمپ غواړي د ۲۰۱۶ کال ټاکنیزه ژمنه چې د افغانستان د جګړې پای ته رسول او هیواد ته د امریکایی سرتیرو راستنول و عملي کړي.
تر دې دمخه داسې رپوټونه خپاره شوي وو چې ټرمپ د امریکا د دفاع له وزارت غوښتي چې له افغانستانه د ۹۵۰۰ امریکایي سرتیرو د بشپړ ایستلو په اړه طرحه چمتو کړي ترڅو د اکتوبر تر میاشتې پورې د امریکایي سرتیرو ایستل بشپړشي.