تازه خبرونه

ټرمپ د نړیوالې پراختیا ادارې ۱۶۰۰ کارکوونکي له دندو ګوښه کوي

ډونالډ ټرمپ د خپلې دوه‌یمې دورې له پیل څخه لږ وروسته د امریکا د حکومت بهرنۍ مرستې د ۹۰ ورځو لپاره وځنډولې او ایلان ماسک هم ویلي، چې د امریکا نړیوالې پراختیا اداره باید منحل شي.

Published

on

(Last Updated On: )

د ډونالډ ټرمپ حکومت اعلان کړی، چې غواړي په امریکا کې د نړیوالې پراختیا ادارې ۱۶۰۰ پوستونه له منځه یوسي او خپل ټول کارمندان پرته له هغو مدیرانو او کارمندانو، چې اړینې دندې لري؛ په ټوله نړۍ کې به یې له تنخواوو سره اداري رخصت کړي.

ډونالډ ټرمپ د خپلې دوه‌یمې دورې له پیل څخه لږ وروسته د امریکا د حکومت بهرنۍ مرستې د ۹۰ ورځو لپاره وځنډولې او ایلان ماسک هم ویلي، چې د امریکا نړیوالې پراختیا اداره باید منحل شي.

د امریکا د نړیوالې پراختیا ادارې (USAID) په اوبپاڼه کې اعلان وکړ، چې د دې ادارې ټول رسمي کارکوونکي به پرته له اړینو کارکوونکو رخصت شي.

په اعلامیه کې دا هم راغلي؛ دې ادارې د خپل کاري ځواک کمولو بهیر پیل کړې، چې دا به په امریکا کې شاوخوا ۱۶۰۰ کارمندان اغېزمن کړي.

هغه خبرتیا، چې مخکې کارمندانو ته لیږل شوې او رویټرز ارزولې ده؛ ښیي، چې په امریکا کې به شاوخوا ۲۰۰۰ دندې له منځه یوړل شي.

د ټرمپ ادارې د تولیداتو رییس ایلان ماسک د امریکا د نړیوالې پراختیا ادارې د کمزوري کولو لپاره پراخه هڅې پیل کړې دي، چې د امریکا بهرنیو مرستو اصلي چمتو کوونکی او په نړۍ کې د هېواد د “نرم نفوذ” لپاره یوه اړینه وسیله ده.

د جمعې پر ورځ یوه فډرال قاضي د ټرمپ ادارې ته د دې ادارې د زرګونه کارمندانو د رخصتولو لپاره لار اواره کړه. دا هڅه د کارمندانو اتحادیو لپاره یو خنډ دی او د هغه څه پر وړاندې دعوی کوي، چې دوی یې د ادارې د ړنګولو هڅه بولي.

Trending

Exit mobile version