نړۍ

ټرمپ او زیلینسکي د همکارۍ هوکړه وکړه

په دې ټیلیفوني اړیکه کې، چې د چارشنبې پر ورځ( د کب نهه‌ویشتمه) تر سره شوې؛ زیلینسکي د اوکراین د جګړې پرمهال د کیف لپاره د واشنګټن له ملاتړه ستاینه وکړه.

Published

on

(Last Updated On: )

د امریکا او اوکراین ولسمشرانو ډونالډ ټرمپ او ولادمیر زیلینسکي په یو ساعته ټیلیفوني اړیکه کې د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو لپاره د همکارۍ هوکړه وکړه، چې سپینې ماڼۍ ځانګړې او ټرمپ ډېرې ښې وارزولې.

په دې ټیلیفوني اړیکه کې، چې د چارشنبې پر ورځ( د کب نهه‌ویشتمه) تر سره شوې؛ زیلینسکي د اوکراین د جګړې پرمهال د کیف لپاره د واشنګټن له ملاتړه ستاینه وکړه.

ټرمپ او زیلینسکي دا هوکړه هم وکړه، چې د دواړو هېوادونو پلاوي به په راتلونکو ورځو کې د سعودي عربستان پر کوربتوب یوه ناسته ترسره کړي، چې د سولې لارې چارې ولټول شي.

د سپینې ماڼۍ د څرګندونو له مخې؛ دواړو خواوو د انرژۍ په سکټور کې پر محدود اوربند رامنځته کولو هوکړه وکړه.

ټرمپ له خبرو اترو وروسته پر خپلې ټولنیزې پاڼې ټروټ ولیکل؛ “مونږ په بشپړ ډول په سمه لار روان یوو.”

ولادمیر زیلینسکي هم ویلي، چې له ډونالډ ټرمپ سره یې ټیلیفوني خبرې “مثبتې او بشپړې” وې.

دا د دواړو هېوادونو د مشرانو ترمنځ په سپینه ماڼۍ کې د له جنجالي لیدنې او لفظي شخړې وروسته لومړۍ ټیلیفوني اړیکه ده.

له دې لفظي شخړې وروسته واشنګټن کیف ته ټولې پوځي مرستې وځنډولې او اعلان یې وکړ، چې دا مرستې به تر هغه وخته پورې بیا پیل نشي، چې د اوکراین مشران سولې ته “رښتینې” ژمنتیا ونه‌ښيي.

روسیې په ۱۴۰۰ لمریز لېږدیز کال کې د اوکراین پر وړاندې خپل پوځي کمپاین پیل کړ او له هغه وخت راپدېخوا د دواړو هېوادونو ترمنځ مرګونې نښتې روانې دي. د اوسنۍ جګړې له پیل راپدېخوا روسیې د اوکراین شاوخوا یو پر پېنځمه برخه خاوره نیولې ده.

دغه راز زیلینسکي په اوکراین کې د پاټریوټ سیسټم د ځای پرځای کولو غوښتنه کړې ده.

سپینې ماڼۍ د جب پر لومړۍ / د فبروري پر نولسمه اعلان وکړ، چې زیلینسکي له ټرمپ سره په ټیلیفوني خبرو کې د روسیې د بریدونو د مخنیوي لپاره د اوکراین د دفاعي هوایي سیسټمونو د پیاوړتیا غوښتنه وکړه او د امریکا ولسمشر هم ژمنه وکړه، چې په اروپا کې د اړتیا وړ پوځي تجهیزاتو په برابرولو کې به همکاري وکړي.

سپینې ماڼۍ زیاته کړې، چې د دواړو هېوادونو مشرانو هوکړه وکړه، چې د جګړې د رښتینې پای ته رسولو لپاره به کار وکړي او زیلینسکي یو ځل بیا د بشپړ اوربند لپاره خپل چمتووالی څرګند کړ.

دغه راز ټرمپ زیلینسکي ته له ولادمیر پوتین سره د تېرې ورځې د خبرو اترو په اړه هم معلومات ورکړل.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو او د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار مایک والټز تائید کړې، چې زیلینسکي په اوکراین کې د پاټریوټ دفاعي هوايي سیسټم د ځای پرځای کولو غوښتنه وکړه او ټرمپ په دې برخه کې د همکارۍ ژمنه کړې ده.

د روسیې د کورڅک سیمې وروستي بدلونه د امریکا او اوکراین د ولسمشرانو ترمنځ د ټیلیفوني خبرو اړتیا رامنځته کړه. ټرمپ او زیلینسکي په دې ټیلیفوني اړیکه کې هوکړه وکړه، چې د جګړې پای ته رسولو لپاره همکاري کوي.

Trending

Exit mobile version