تازه خبرونه
ټاکل شوې، چې امریکا د سپټمبر پر ۱۱ له افغانستان څخه خپل سرتېري وباسي

د امریکا ولسمشر جو بایډن پرېکړه کړې، چې د روان کال د سپټمبر پر ۱۱ نېټه له افغانستان څخه خپل ټول سرتېري وباسي.
واشنګټن پوسټ څرګنده کړې، چې ټاکل شوې جو بایډن د چارشنبې پر ورځ له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو ایستل یا ځنډل رسمي اعلام کړي.
واشنګټن پوسټ په ډاګه کړې جو بایډن به د سپټمبر د یوولسمې د شلمې کلیزې له نمانځنې سره همهاله په افغانستان کې د خپې لومړۍ اوږدې جګړې پای اعلان کړي.
تمه وه، چې د امریکا زرګونه سرتېري به د می د لومړۍ نېټې له تړون سره سم، چې له طالبانو سره لاسليک شوی ووځي؛ خو د امریکا نوې اداره د دغه بهیر د څو نورو میاشتو لپاره د غزولو نیت لري.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن او دفاع وزیر آسټین تمه لري، چې دا پرېکړه د چارشنبې پر ورځ په بروکسل کې د ناټو متحدینو ته اعلان کړي.
په افغانستان کې د سولې لپاره د استانبول ناسته، چې ټاکل شوې وه د اپریل پر ۱۶ به په ترکیه کې جوړه ؛ له هغې وروسته وځنډول شوه، چې طالبانو پر ټاکل شوې نېټه په دې ناسته کې ګډون نه چمتووالي په ډاګه کړ.
ترکیه، قطر او ملګري ملتونه په ګډه اعلامیه کې وايي، چې په استانبول کې به د افغانستان د اسلامي جمهوریت د پلاوي او طالبانو ترمنځ لس ورځنۍ ناسته د روان زېږدیز کال د اپریل پر ۲۴ د می تر څلورمې نېټې جوړه او تر سره شي.
په یاده اعلامیه کې ټینګار شوي؛ د غونډې تنظیم کوونکي ژمن دي، چې د یوه خپلواک، آزاد او متحد افغانستان ملاتړ وکړي.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت څرګنده کړې، چې د استانبول د غونډې بنسټیزه موخه په افغانستان کې د تلپاتې او درنې سولې لپاره د افغانانو ترمنځ د خبرو روان بهیر ګړندۍ کول دي.
دغه راز په ډاګه شوې؛ دغه ناسته د خبرو اترو له لوریو سره مرسته کوي، چې په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره سیاسي هوکړه وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې کېدی شي د چارشنبې پر ورځ د امریکا ولسمشر جو بایډن د روان کال د سپټمبر پر ۱۱ نېټه له افغانستان څخه د ټولو امریکایي سرتېرو د ایستلو یا ځنډ ډاډ ولسمشر غني ته څرګند کړي.