لوبی

ویسټ انډیز افغانستان ته ماتې ورکړه

له دې مخکې د هېواد کرکټ ملي لوبډلې په پرله‌پسې درې سیالیو کې یوګانډا، نیوزیلنډ او پاپوا نیوګیني لوبډلو ته ماتې ورکړې دي.

Published

on

د هېواد کرکټ ملي لوبډلې د ۲۰ اوریزه نړیوال جام په څلورمه لوبه کې له ویسټ انډیز لوبډلې څخه د ۱۰۴ منډو پر توپیر ماتې وخوړله.

په دې لوبه کې، چې نن سهار (د غبرګولي پر نهه‌ویشتمه) ترسره شوه د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل او د ویسټ انډیز لوبډلې ته یې د بریا مبارکي ورکړه.

په دې لوبه کې ویسټ انډیز د هېواد کرکټ ملي لوبډلې ته د ۲۱۹ منډو هدف وټاکه.

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې وکولی شولو چې له ورکړ شوی هدف څخه یوازې ۱۱۴ منډې پوره کړي.

افغانستان په ۱۶.۲ اور کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل.

له دې مخکې د هېواد کرکټ ملي لوبډلې په پرله‌پسې درې سیالیو کې یوګانډا، نیوزیلنډ او پاپوا نیوګیني لوبډلو ته ماتې ورکړې دي.

افغانستان به د پنجشنبې پر ورځ (جون ۲۰) د اته غوره پړاو په لومړۍ لوبه کې له هند سره مخ شي.

ورته نور خبرونه :

سکاتلند په ۲۰ اوریز نړلوال جام کې له استرالیا ماتې وخوړله

هند په ۲۰ اوریز نړیوال جام کې پاکستان ته د لږ نمرو پر توپیر ماتې ورکړه

Trending

Exit mobile version