تازه خبرونه
ولس دې د اسلامي نظام د شرعي احکامو د پلي کولو لپاره همکاري وکړي – محمد خالد حنفي

د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت چارسمبالي نن چارشنبه په کابل کې د اسلامي نظام د ټینګښت لپاره د ملت د یووالي تر سرلیک لاندې غونډې ته په وینا کې ویلي: اوس د دې وخت رارسېدلی، چې د خلکو د ستونزو د حل او د اسلامي نظام د شرعي احکامو د پلي کولو لپاره خدمت او همکاري وکړو.
د یاد وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي؛ دغه غونډه د اسلامي امارت د یو شمېر مسوولینو په حضور کې ترسره شوې ده.
محمد خالد حنفي په دې ناسته کې زیاته کړې: د جهاد موخه د اشغال خاتمه، خپلواکي ترلاسه کول او په هېواد کې د اسلامي نظام ټینګول ول.
نوموړی وایي: دا د ډېرې خوښۍ ځای دی، چې مونږ افغان ولس د پخوا په څېر خپلمنځي اختلافات نلرو، د یو رهبر تر امر او د اسلامي نظام د بیرغ ترسیوري لاندې ژوند کوو.
هغه ویلي: دا اسلامي نظام د خلکو نظام دی. خلک له دې نظام څخه جلا نه ګڼل کیږي او د نظام او خلکو ترمنځ هیڅ واټن نشته؛ نو له اسلامي نظام سره همکاري د ټولو خلکو شرعي دنده ده.
ویل کیږي، چې د ښځو د شرعي حقونو د خوندیتوب او ساتنې تر څنګ زرګونه شکایتونه دې وزارت حل کړي دي.