Connect with us

تازه خبرونه

ولسي جرګې له کرونا سره د مبارزې لپاره د بودجې سند تصویب کړ

خپور شوی

د

(Last Updated On: چنګاښ ۱۱, ۱۳۹۹)

ولسي جرګې له کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره د بودجې رد شوی سند له تازه تعدیلاتو وروسه د رایو په اکثریت تصویب کړ.

د ولسي جرګې د مالي چارو او بودجې کمیسیون غړی عبدالرووف انعامي وایي، چې ملي بودجه څلور سوه اته ویشت میلیارد و درې سوه اتیا میلیون افغانۍ وه؛ خو حکومت یو ویشت میلیارد افغانۍ پرې له کرونا سره د مبارزې لپاره ورزیاتې کړې دي.

د ولسي جرګې ګډو کمیسیونونو د اوپراتیفي پیسو د زیاتولو او له نورو پراختیایي پروژو څخه د پیسو د لیږد طرحه رد کړه.

د مالي چارو او بودجې کمیسیون مشر میرافغان ساپي ویلي؛ په هغو برخو کې، چې اضافي پیسې وړاندیز شوې وې مونږ هغه رد کړې. د بېلګې په توګه یو اعشاریه اووه میلیارد افغانۍ د عملیاتي واحدونو لپاره، ولایتونو ته د درې سوه پنځوس میلیون افغانانیو لیږد، څارنه هم ترې ستونزمنه وه او ټولو کمیسیونونو د جرګې تعدیل منلی او هوکړه پرې شوې ده.

په پای کې ولسي جرګې له کرونا سره د مبارزې د بودجې سند له یو لړ تعدیلاتو وروسته رایو ته وړاندې کړ.

د ولسي جرګې مشر میررحمان رحماني وایي، چې له کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره د حکومت د تعدیلاتو دوه یمه مسوده او د کمیسیون اتفاقي تعدیلات رای اچونې ته وړاندې کیږي؛ موافق به شنه او مخالف به سره کارتونه پورته کوي. په دې توګه د ۵ مخالفو رایو په لرلو د حکومت دوه یمه مسوده د رایو په اکثریت تصویب شوه.                     

په همدې حال کې د ولسي جرګې غړي ټینګار کوي، چې د جرګې غړي له کرونا سره د مبارزې لپاره د بودجې د لګولو پر څرنګوالي باید جدي څارنه وکړي.

تازه خبرونه

ایران او پاکستان د افغانستان په اړه ګډه اعلامیه خپره کړه

Published

on

(Last Updated On: غویی ۵, ۱۴۰۳)

ایران او پاکستان په یوه ګډه اعلامیه کې د یو سوله‌ییز، متحد، خپلواک او له ترهګرۍ او نشه‌یي توکو قاچاق څخه د پاک افغانستان په اړه پخپلو ژمنو ټینګار څرګند کړی دی.

دواړو لوریو د ترهګریزو ډلو شتوالي ته په افغانستان کې نغوته کړې، چې سیمې او نړۍ ته امنیتي ګواښ دی؛ نو پر وړاندې یې پر مبارزه، همکارۍ او متحدې جبهې جوړولو ټینګار کړی دی.

دوی دغه راز د سیمې د امنیت او ثبات د ډاډمنولو لپاره د سیمه‌ییزې او نړیوالې همغږۍ د اړتیاوو پر اهمیت خبرې کړې دي.

دواړه لوري د افغانستان حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته د احترام کولو تر څنګ څرګندوي؛ د دې هېواد ټولې خواوې باید په بنسټیزو پرېکړو کې ونډه ولري، چې په هېواد کې د سولې او ثبات لامل شي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له ۱۰۰۰ ډېر افغان مهاجرین له پاکستان څخه جبري وایستل شول

Published

on

(Last Updated On: غویی ۵, ۱۴۰۳)

د مهاجرینو چارو وزارت ویلي، چې د غویي پر څلورمه د سپین بولدک له فرضي کرښې څخه ۱۰۰۱ افغان مهاجرین پر جبري بڼه خپل هېواد ته راستانه شول.

د کندهار سپین بولدک سرحدي آمریت د راپور له مخې؛ ۱۹۱ کورنۍ، چې ۹۹۸ کسان دي او درې کسان نور، چې له بنده ازاد شوي؛ په جبري توګه له پاکستان څخه هېواد ته راستانه شول.

د مهاجرینو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ د مهاجرینو چارو له ریاست سره له نوم لیکنې وروسته د نورو مرستو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ، د مهاجرت او د خوړو نړیوالې ټولنې دفترونو ته ور وپېژندل شول.

دغه راز له ۱۸ کلونو کم عمره دوه کسان، چې بندیان ول د مرستې لپاره OMPO موسسې ته ور پېژندل شوي.

ویل کیږي، چې له هرې کورنۍ سره د حکومت له لوري لس – لس زره افغانۍ نغدي مرسته هم شوې ده.

Continue Reading

تازه خبرونه

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت چارسمبالي د ازبکستان په شپږ اړخیزه غونډه کې ګډون وکړ

Published

on

(Last Updated On: غویی ۵, ۱۴۰۳)

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت چارسمبالي حميدالله اخوندزاده پرون (سې شنبه د غویی څلورمه) د يوه پلاوي پر مشرۍ ازبکستان ته سفر کړی او د دې هېواد پر کوبتوب یې د افغانستان، روسيې، بېلاروس، پاکستان، قزاقستان او ازبکستان هېوادونو ترمنځ په شپږ اړخيزه غونډه کې ګډون وکړ.

د افغانستان پلاوي په دې کتنه کې د نورو هېوادونو له استازیو سره د افغانستان، روسيې، بېلاروس، پاکستان، قزاقستان او ازبکستان هېوادونو ترمنځ د شپږ اړخيز دهليز له لارې د راکړې ورکړې د پراختيا په اړه خبرې وکړې.

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت ويلي، چې د دې غونډې په څنډه کې د دغه وزارت چارسمبالي د روسیې او بلاروس د ټرانسپورټ له مرستیالانو سره هم وکتل.

دغه راز د ټرانسپورت او هوايي چلند وزارت چارسمبالي د روسيې او بېلاروس د ټرانسپورټ وزارتونو له مرستيالانو سره د افغانستان او روسيې، افغانستان او بېلاروس ترمنځ د ټرانزيټي لارو د پراختيا او د ټرانسپورټي اسانتياوو د برابرولو په اړه خبرې وکړې.

ویل کیږي، چې د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت چارسمبالي د افغانستان په چارو کې د ازبکستان د ولسمشر ځانګړي استازي او د ټرانسپورټ له وزیر سره دوه اړخیزې ناستې کړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د ټرانزیټ پر پراختیا بحث او خبرې کړې دي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!