Connect with us

سوداگري

ولسي جرګې د ۱۴۰۰ مالي کال ملي بودجه تصویب کړه

خپور شوی

د

ولسي جرګې د ۱۴۰۰ مالي کال ملي بودجه د نیمګړتیاوو له کبله دوه وارې رد او پر درېیم ځل یې تصویب کړه.

ولسي جرګې څرګنده کړې؛ حکومت په بودجه کې د دوی شاوخوا نولس سپارښتنې په پام ونیولې، چې یوه یې د ښوونکیو او ټیټ پوړیو مامورینو د معاش ډېرول دي.

د ولسي جرګې غړيو ويلي، چې د ښوونکیو او ټيټ پوړیو دولتي مامورنیو د معاشونو پر ډېروولو سربېره لاندې سپارښتنې هم په پام کې نیول شوي دي:

- د ښوونکیو او ټيټ پوړیو مامورینو په معاشونو کې د ۲ زره افغانیو ډېرول.

- له بودجې څخه د ملي دسترخوان ایستل.

- د بانکونو پېنځه سوه میلیون ډالر پور ایستل.

- پر دولتي ادارو د برښنا شرکت د ۱،۳ میلیارډ افغانیو پور ایستل.

- د ولسمشرۍ د عملیاتي ادارې له تر کار لاندې پرژو پرته د ټولو پروژو ایستل.

- د وزیرانو د دسترخوان د پیسو ایستل.

- له اختیاري ۹۱ او ۹۲ کوډونو څخه د ۶ سوه میلیون افغانیو کمول.

- ولسي جرګې ته د تدارکاتو د ملي ادارې ځواب ویل.

هغه ټکي دي چې ولسي جرګې یې د عملي کیدو غوښتنه کوله او اوس دا تكي په بودجه کې ومنل شول.

- ولسي جرګې هغو ادارو ته،  چې د جرګې لخوا یې د تائید رایه نده اخیستې؛ ځانګړې بودجه تصویب نکړه.

- د مصالحې د عالي شوري مالي مسايل یې د چارو ادارې ته وسپارل.

-  په بودجه کې د ښاروالۍ د عوایدو شاملول.

- د بودجې په سند کې د نویو پروژو نیول.

- ولسي جرګې ته د ملي تدارکاتو ادارې راپور ورکول.

د ولسي جرګې د بودجې او مالي چارو کمیسیون مشر میر افغان ساپي په دې اړه ویلي؛ هغه ادارې، چې د ولسي جرګې تائید نلري؛ قانوني ندي. لکه د نفت و ګاز اداره او د ملي پخلاینې عالی شورا، چې دوی ته بودجه ورکړ شوې نده او د ملي پخلاینې اداره د پخوا په څېر د چارو ادارې تر چتر لاندې ده.

د ولسي جرګې یو شمېر غړي وايي، چې په بودجه کې هیڅ بدلون ندی راغلي. دوی پر بودجې د ولسي جرګې جنجالي دریځ نمایشي وباله.

د ولسي جرګې غړی ګل محمد کمین ویلي: بودجه یې سیاسي کړه او کارونه هم ننداریز ول. هر چا په کې پر خپلو ګټو غور کړی؛ د جرګې مشر خپلې ګټې، د بودجې مالي کمیسیون خپلې او نورو هم خپلې ګټې لیدلي دي.  

د ۱۴۰۰ مالي کال ملي بودجه، چې ولسي جرګې تصویب کړه؛ ۴ سوه دري اویا میلیارډ ۴۱ میلیون افغانۍ ده، چې ۳۱۱ میلیارډ یې عادي او ۱۶۱ میلیارډ یې پرمختیايي ده.

د ولسي جرګې مشر میر رحمان رحماني ویلي: د کارکوونکیو د معاش لوړېدل، د پراختیایي پروژو منل کېدل، په کوډونو کې پولي برابروالی، د نااړینو لګښتونو مخنیوی او د خلکو پر مالونو او ملکیتونو د خېټې اچولو مخه نیول؛ د دغو بریاوو اړین ټکي دي.

د بودجې له تصویب وروسته ولسي جرګې د بودجې او مالي چارو کمیسیون غړیو ته مډالونه ورکړل او ولسمشر محمد اشرف غني هم دا پرمختګ ستایلی دی.

سوداگري

روسیه په بهرنۍ سوداګرۍ کې ډیجیټل اسعار کاروي

دا هڅه د روسیې د سوداګریزو راکړو ورکړو پر وړاندې د لویدیځ له بندیزونو وروسته پیل شوې ده.

Published

on

د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ د روسیې د مالیې وزیر انتون سیلوانوف د چارشنبې پر ورځ ( د مرغومي پېنځمه) ویلي، چې روسي شرکتونو په نړیوالو تادیاتو کې د بټ‌کوین او نورو ډیجیټل اسعارو کارول پیل کړي دي.

دا هڅه د روسیې د سوداګریزو راکړو ورکړو پر وړاندې د لویدیځ له بندیزونو وروسته پیل شوې ده.

دغو بندیزونو د روسیې سوداګري له خپلو اصلي شریکانو لکه چین یا ترکیې سره پېچلې کړې ده؛ ځکه، چې سیمه‌ییز بانکونه د امریکا او د هغې د متحدینو له فشار څخه د مخنیوي لپاره له روسیې سره په معامله کې ډېر محتاط دي.

سلوانوف د روسیې ۲۴ ټلویزیون ته ویلي: " اوس په امتحاني توګه دا ممکنه ده، چې بټ‌کوین وکاروو. مونږ دلته په روسیه کې د بهرنیو سوداګریزو راکړو ورکړو په برخه کې خپله استخراج کړي دي."

هغه ویلي: دا ډول معاملې اوس ترسره کیږي. مونږ باور لرو، چې باید پراخه او پراختیا ومومي. زه ډاډه یم، چې راتلونکی کال به پوره رامنځته شي." له ډیجیټل اسعارو سره نړیوالې معاملې د راتلونکي استازیتوب کوي."

د روسیې حکومت دمخه په بهرنۍ سوداګرۍ کې د ډیجیټل اسعارو کارولو ته اجازه ورکړې او د Bitcoin په ګډون د ډیجیټل اسعارو د استخراج  قانوني کولو لپاره یې ګامونه پورته کړي.

د روانې میاشتې په لومړیو کې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي وه؛ د امریکا اوسني دولت ډالر د سیاسي فشار لپاره کارولي او دې فشارونو د نړۍ ډېر هېوادونه دې ته اړ کړي، چې بدیلو لارو ته مخه کړي.

پوتین د Bitcoin کارول یو له دې میتودونو یاد کړ او دا په ډاګه کوي، چې د هېواد حکومت يې د ډیجیټل اسعارو له پراخه کارونې ملاتړ کوي.

Continue Reading

سوداگري

ترکي عالمان او د خیریه موسسو چارواکي په افغانستان کې د پانګونې امکانات ارزوي

د انرژۍ او اوبو وزارت د څرګندونو له مخې؛ عبداللطیف منصور په افغانستان کې د ادیف خیریه بنسټ له بشردوستانه هڅو ستاینه وکړه او د انرژۍ د تولید لپاره یې د هېواد کافي سرچینې ورپر ګوته کړې.

Published

on

د افغانستان د انرژۍ او اوبو وزارت چارسمبالي عبداللطیف منصور د سې‌شنبې پر ورځ د ترکیې د عالمانو او د ادیف خیریه بنسټ له مسوولینو سره پر بېلابېلو سیاسي، دیني او ټولنیزو مسایلو خبرې وکړې.

د انرژۍ او اوبو وزارت د څرګندونو له مخې؛ عبداللطیف منصور په افغانستان کې د ادیف خیریه بنسټ له بشردوستانه هڅو ستاینه وکړه او د انرژۍ د تولید لپاره یې د هېواد کافي سرچینې ورپر ګوته کړې.

هغه ټینګار وکړ، چې افغانستان اوسمهال په ټولو برخو کې د پانګونې لپاره مناسب چاپېریال برابرکړی دی او ترکيې پلاوي ته یې د پانګونې او د هغوی د شتمنیو د خوندیتوب ډاډ ورکړ.

ویل کیږي، چې د ادیف بنسټ چارواکو د ترکي پانګوالو د هڅولو  ژمنه وکړه او هغوی غواړي، چې په افغانستان کې د پانګونې فرصتونه وارزوي او پانګونه وکړي؛ ځکه، چې اوس د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او پرمختیایي همکاریو د ودې لپاره مناسب چاپېریال برابر شوی دی.

Continue Reading

سوداگري

د پاکستان مرکزي بانک افغانستان ته د صادراتو له زیاتېدو خبر ورکړ

Published

on

د پاکستان مرکزي بانک خبر ورکړی، چې د روان کال د جولای او اکتوبر ترمنځ په څلورو میاشتو کې افغانستان ته د دغه هېواد صادرات ۲۹۱ میلیون ډالرو ته رسېدلي دي.

د دغه بنسټ د څرګندونو له مخې، د تېر کال په همدې موده کې افغانستان ته د پاکستان د صادراتو ارزښت څه باندې ۱۸۲ میلیون ډالره و.

د پاکستان مرکزي بانک وايي، د افغانستان په ګډون د سیمې اووه هېوادونو(چین، بنګله دیش، سریلانکا، هند، نیپال او مالدیپ ) ته د دغه هېواد صادرات څلور سلنه ډېر شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو ګډې خونې په دې وروستیو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ د کچې د ټیټېدو په اړه اندېښنه ښودلې ده.

د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د ګډې خونې مرستیال ضیاءالحق سرحدي ويلي، پخوا د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه ۲ اعشاریه میلیارډ ډالرو ته نږدې وه؛ خو اوس ۷۰۰ ​​میلیون ډالرو ته راټیټه شوې ده.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2024 Ariana News. All rights reserved!