تازه خبرونه
ولسمشر غني د سیاسي ګوندونو د منحلیدو ګوتڅنډنه کړی- محمد محقق
د اجرائیه ریاست دوه یم مرستیال محمد محقق ادعا کړې، چې: ولسمشر غني سیاسي ګوندونو ته ګوتڅنډنه کړې، چې که پخپلو غوښتونو ټينګار وکړي؛ نو ګوندونه به یې منحل کړي.
پارلماني ټاکنو ته له دوه میاشتو لږ وخت پاتې دی؛ خو حکومتي چارواکي او د سیاسي ګوندونو غړي سر له اوسه د ټاکنو په اړه یوه خوله ندي او د درغلیو د کیدو وېره څرګندوي.
د اجرائيه ریاست دوه یم مرستیال محمد محقق پخپله پر حکومت نیوکه کوي، چې غواړي په ټاکنو کې درغلي وکړي او د ځان په ګټه یې راوڅرخوي.
هغه سیاسي ګوندونوته د ولسمشر هغه ګوتڅنډنه هم وریادوي، چې د ده په وینا د ګوندونو د منحلولو په اړه یې کړې ده.
اجرائيه رییس عبدالله عبدالله د ټاکنو په اړه ځينې سپارښتنې کوي او وایي؛ سمه ده، چې ستونزې لرو، خو ټاکنې هم راروانې دي او هیله من یم، چې د سیاسي ګوندونو غوښتنو ته به په کې پاملرنه وشي.
له دې ټولو اختلافونو او ستونزو سره سره، سیاسي ګوندونه ټينګار کوي، چې د قدرت او واک د لیږد لپاره له ټاکنو پرته بل غوراوی نشته.
د دعوت ګوند رهبرعبدرب رسول سیاف وایي، چې د ټاکنو تر سره کول اړین دي او هیڅ خنډ یې د ترسره کیدو مخه نشي نیولی.
د ولسمشر دوه یم مرستیال سرور دانش هم ټينګار کوي، چې له اوسني حالت څخه د وتو لپاره له ټاکنو پرته بل غوراوی نشته. دا په داسې حال کې ده، چې: د افغانستان لوی ملي ائتلاف څو ورځې مخکې سلګونه زره داسې جعلي تذکرې رسنیو ته وښودې، چې جعلي وېشل شوي او په ټاکنو کې د ګډون ځانګړی نښه یا ستيکر هم پرې لیګدلی دی.
د احمدشاه مسعود د بنیاد رييس احمد ولي مسعود وایي، چې مونږ باید د دیموکراسۍ د بنسټونو د ټینګیدو لپاره رڼې ټاکنې ومنو؛ ځکه پرته لدې به بې ثباتي نوره هم ډېره شي.
د پارلماني ټاکنو په اړه د چارواکو او سیاسي ګوندونو د نظر اختلافونه مخ په زیاتیدو دي او داسې اندېښنې یې هم را پورته کړي، چې ښايي ټاکنې وځنډيږي او روان ترینګلی حالت نور هم ترینګلی شي.
خبریال: باعث حیات
تازه خبرونه
Uzbekistan’s humanitarian aid arrives in Balkh
A shipment of humanitarian aid from Uzbekistan was handed over on Thursday to the local officials of Balkh province in the trade port of Hairatan.
Local authorities said the aid, which includes flour, oil, wheat, sugar and meat, has been handed over by Uzbekistan’s Surkhandarya governor to the governor of Balkh.
The governor of Surkhandarya stated the purpose of sending this aid was to support the people of Afghanistan and stressed the need for the development of good relations between the two countries.
تازه خبرونه
په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي
نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.
نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.
بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.
او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.
ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.
تازه خبرونه
له اسلامي امارت سره نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼشمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.
ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.
د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.
-
تازه خبرونه2 days ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
نړۍ4 days ago
د جاپان دوه پوځي چورلکې بحر ته وغورځېدې
-
تازه خبرونه4 days ago
د پاکستان سرحدونو وزیر د افغان کډوالو پر باعزته ستنېدا ټینګار وکړ
-
نړۍ2 days ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول
-
لوبی3 days ago
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
-
تازه خبرونه2 days ago
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو
-
لوبی2 days ago
د موج ساحل لوبغاړي د جوانان واحدي لوبډلې پر وړاندې زړهراکښونکی ګول ترسره کړ
-
سیمه ییز خبرونه3 days ago
د ایران ولسمشر پر درې ورځني سفر پاکستان ته ولاړ