تازه خبرونه
ولسمشر غني د پېنځلس سوه طالب بندیانو د خلاصون امر کړی
ولسمشر غني د لوړي له پر ځای کولو یوه ورځ وروسته د پېنځلس سوه طالب بندیانو د خلاصون امر کړی، د خلاصون بهیر به یې په څلور ورځو کې پیل شي او هره ورځ به سل بندیان له اداري پړاوونو تېرولو وروسته آزاد یږي.
د طالبانو او امریکا تر منځ د سولې هوکړه لیک اصلي برخه ۵۰۰۰ بندیان دي، چې تېره اوونۍ دواړو خواوو پرې لاسلیک کړی و. په داسې حال کې، چې ښاغلي غني ور سره د مخالفت تر څنګ ویلي، چې هیڅوک نشي کولی افغان دولت دې کار ته اړ کړي او په خبره یې د دومره شمېر بندیانو خلاصول نه یوازې وخت غواړي، بلکې ټول حقوقي پړاوونه باید بشپړ کړي؛ خو اوس یې دا فرمان صادر کړی دی.
د دې فرمان له مخې له خوشې شویو بندیانو ژمنه اخیستل کیږي، چې بیا به جنګي لیکو ته نه ځي. د دې فرمان له مخې، د بندیانو خلاصون به د بایومتریک بهیر تر بشپړیدو وروسته وشي. د طالبانو د بندیانو خلاصون او د سزا معافي د ښه نیت په خاطر کیږي او د دوي خلاصون به د کب له څلیریشتمې نېټې څخه د پروان له توقیف خونې پیل شي. دهغوی خلاصون به د عمر، روغتیایي حالت او د بند پاتې مودې ته په کتو تر سره شي. وروسته د دولت او طالب استازیو د مخامخ خبرو اترو په لړ کې به په هرو دوه اوونیو کې به پېنځه سوه بندیان، چې ټول درې نیم زره کسان کیږي، په دې شرط، چې د تاوتریخوالي کچه به را ټیټیه او خوشې شي.
د ملي امنیت شورا دفتر د دې فرمان د پلي کیددو مسوولیت لري.
ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند صدیق صدیقي ویلي، له دې بندیانو لیکلې ژمنه اخیستل کیږي، چې بیا به د جګړو ډګر ته نه ځي.
په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین ویلي، د بندیانو د خلاصون لپاره نوې پرېکړه له امریکا سره د سولې هوکړه لیک خلاف ده.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د بندیانو خلاصون یې د خبرو د پیل لپاره مخکې شرط دی.
د طالبانو پخوانی غړی سید اکبر آغا ویلي، چې د بندیانو لومړۍ جوپه د را روانې اوونۍ د شنبې پر ورځ پیلیږي او تر هغې، چې ۵۰۰۰ بندیان خلاص شوي نه وي؛ خپلمنځي خبرې نه پیلیږي. طالبان د بندیانو د خلاصون لپاره پلاوی ټاکي او د نوملړ له مخې خپل بندیان تسلیموي.
د افغانستان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي د پېنځه زره طالب بندیانو د خلاصون په برخه کې د ولسمشر فرمان ته په نغوته کې وایي، چې دا بندیان به د هغه نوملړ له مخې، چې طالبانو ورکړی، د راتلوونکې اوونۍ د شنبې له ورځې خوشې شي. طالبانو له وړاندې هوکړه کړې، چې د دولت زر بندیان به خوشې کړي.
تازه خبرونه
په تېر یو کال کې د افغان ښځو حقونو وضعیت نور هم خراب شو- امریکا
د امریکا بهرنیو چارو وزارت د بشري حقونو په اړه په خپل کلني راپور کې څرګنده کړې، چې د افغان ښځو حقونو وضعیت په ۲۰۲۳ ز. کال کې د ښځو پر وړاندې د محدودیتونو د لګولو له کبله ډېر خراب شوی دی.
وژنې، فزیکي ناوړه ګټه اخیستنه، د زندان سخت شرایط، ناحقه توقیف او اختطاف، د بیان او رسنیو ازادي، د انټرنیټ کارولو او سیاسي مشارکت ازادیو بندیزونو لګولو په ګډون اداري فساد او پوځي څانګې ته د ماشومانو استخدام د بشري حقونو هغه موضوعګانې دي، چې په دې راپور کې ورته نغوته شوې ده.
په دې راپور کې راغلي، چې اسلامي امارت په رسمي ډول د جمهوري پېر په قوانینو کې بدلون ندی راوستی؛ خو داسې فرمانونه یې صادر کړي، چې د نړیوالو کنوانسیونونو له قوانینو او مکلفیتونو سره، چې افغانستان یې ژمنه کړي په ټکر کې دي.
د امریکا بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن ویلي، چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو لپاره کاري او تعلیمي فرصتونه محدود دي او د غیر اخلاقي کړنو پر تور د ښځو او نرینهوو په وهلو ټکولو کې زیاتوالی راغلی دی.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد له بشري حقونو څخه د سرغړونې په اړه د امریکا بهرنیو چارو وزارت د راپور په غبرګون کې ويلي، چې د افغانستان خلک ټول مسلمانان دي او حقوق یې د اسلامي شریعت له مخې تعریف شوي او ورکړ شوي دي. په امریکا او نورو لویدیځو هېوادونو کې تعریف شوي بشري حقونه او کلتور له افغانستان سره توپیر لري او لویدیځوال باید خپل کلتور پر نورو هېوادونو ونهتپي.
تازه خبرونه
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
د مرستو رسولو اسلامیک ریلیف ټولنې څرګنده کړې، چې د تېرې اوونۍ بارانونو او سېلابونو په افغانستان کې مالي او ځاني زیانونو اړولي دي.
د دې ټولنې په راپور کې راغلي، چې د وروستیو سېلابونو له کبله شاوخوا ۱۵۰۰ کورنۍ زیانمنې شوي او سلګونه څاروي هم له منځه تللي دي.
اسلامیک ریلیف ټولنې زیاته کړې، چې د وروستیو اورښتونو په پایله کې ۹۰۰ کورونه جزوي او یا بشپړ ویجاړ شوي او ۹۳ زره هکټاره کرنیزه ځمکه زیانمنه شوې ده.
په داسې حال کې، چې په دې وروستیو ورځو کې سختو بارانونو او سیلابونو د افغانستان خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اړولي دي، د نړیوالو مرستندویه موسسو د راپورونو پر بنسټ افغانستان له بېسارې بېوزلۍ او اقتصادي بحران سره مخ دی.
دا په داسې حال کې ده، چې له دې مخکې له پېښو سره د مبارزې وزارت ویلي وه، چې په دغو پېښو کې ۹۹ کسان وژل شوي او ۶۴ نور ټپیان دي.
تازه خبرونه
امریکا به افغانستان ته ورته په اوکراین کې هم له شرمېدلې ماتې سره مخ شي – روسیه
د روسیې بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې امریکا به افغانستان او ویټنام ته ورته په اوکراین کې هم له شرمېدلې ماتې سره مخ شي.
د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ د روسیې بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا د یکشنبې پر ورځ ویلي: د روسیې پر وړاندې په ګډه جګړه کې ورځ تر بلې د واشنګټن ډوبېدا به ویټنام او افغانستان ته ورته د امریکا لپاره پر یوه لویه او شرمېدلې ماتې بدله شي.
هغې زیاته کړې، چې امریکا غواړي اوکرایین تر پایه وجنګېږي.
زاخارووا ویلي، چې روسیه به د اوکراین په جګړه کې د نورې ډېرې لاسوهنې لپاره د امریکا د کړنو پر وړاندې له قید او شرط پرته پرېکنده ځواب ورکړي.
امریکا د ۱۹۷۵ او ۱۹۹۵ کلونو ترمنځ د ویټنام په جګړه کې له ۵۸ زره څخه ډېر نظاميان له لاسه ورکړل، چې د کمونیسټ پلوه شمالي ویټنام پر بریا او په سویل کې د هغې د واکمنۍ له پای ته رسېدو سره پای ته ورسېده. په دې جګړه کې سلګونه زره ملکي وګړي ووژل شول.
په افغانستان کې هم امریکا د ۲۰۰۱ او۲۰۲۱ کلونو تر منځ ۲ زره ۴۵۹ سرتېري له لاسه ورکړل او له ۲۰ زره ډېر نور یې ټپیان شول.
-
لوبی5 days ago
د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې له ایران ماتې وخوړه
-
نړۍ2 days ago
د جاپان دوه پوځي چورلکې بحر ته وغورځېدې
-
تازه خبرونه5 days ago
ملګرو ملتونو تېر کال په افغانستان کې د اوبو ۴۷۰ کیلومټره کانالونه جوړ کړل
-
تازه خبرونه2 days ago
د پاکستان سرحدونو وزیر د افغان کډوالو پر باعزته ستنېدا ټینګار وکړ
-
لوبی1 day ago
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
-
تازه خبرونه5 days ago
تېر ۲۰۲۳ کال د افغانستان د خلکو لپاره د سترو ننګونو کال و -راپور
-
تازه خبرونه2 days ago
چینایي سوداګر کابل ته د پنجشېر اوبو لیږدولو په پروژه کې پانګونې ته لیوالتیا لري
-
سیمه ییز خبرونه22 hours ago
د ایران ولسمشر پر درې ورځني سفر پاکستان ته ولاړ