تازه خبرونه
ولسمشر غني په ارګ کې له داکتر خلیلزاد ولیدل
ولسمشر اشرف غني نن مازیګر د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي داکتر زلمي خلیلزاد سره په ارګ کې وکتل.
د ولسمشرۍ د څرګندونو له مخې؛ په دې کتنه کې داکتر زلمي خلیلزاد له طالبانو او پاکستانيو چارواکو سره د خپلو وروستیو خبرو اترو په اړه دولتي چارواکو ته معلومات ورکړل.
خلیلزاد په دوحه کې له طالبانو سره د امریکا د وروستیو خبرو جزئیاتو ته په نغوته کې وویل: د عملي میکانیزم پر بنسټ د اوربند او یا د تاوتریخوالي کمولو لپاره د طالبانو روښانه ځواب ته، چې د افغانستان خلکو او د امریکا حکومت ته د منلو وړ وي، په تمه یو.
په حکومت کې سرچینو ویلي، زلمي خلیلزاد له ولسمشر غني سره لیدلي او په دوحه کې یې له طالب استازیو سره د امریکایانو د خبرو اترو په تړاو وروستي معالومات له نوموړي سره شریک کړي دي.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویانده ناجیه انوري ویلي؛ ښاغلي خلیلزاد له ولسمشر غني سره د دوحې خبرو وروستي جزئیات شریک کړي دي.
د پاکستانيو رسنیو د راپورونو له مخې؛ د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي په اسلام آباد کې له زلمي خلیلزاد سره په لیدنه کې ویلي وه، چې د واشنګتن او طالبانو تر منځ د سولې هوکړه به د افغانانو تر منځ خبرو ته هم برابره کړي.
ټاکل شوې زلمی خلیلزاد د ملي وحدت حکومت د مشرانو تر څنګ له ځینو سیاسیونو سره هم خبرې وکړي، ښایي خبرې اترې یې د تاوتریخوالي د کمیدو پر څرنګوالي وي.
د سولې عالي شورا مرستیال دین محمد ویلي؛ تمه ده، چې کابل ته د خلیلزاد په دې سفر کې د تاوتریخوالي د کمیدو طرحه وروستۍ شي.
زلمی خلیلزاد مخکې له دې، چې کابل ته راشي په دوحه کې د اوږدې مودې لپاره د تاوتریخوالي د کمي وړاندیز د طالبانو پر میز کېښود او د ناتو له مشرانو سره پرې وغږیده.
د طالبانو د ډلې پخواني غړي سید اکبر آغا څرګنده کړې، چې طالبانو د تاوتریخوالي د کمي د غزیدو وړاندیز ندی منلی.
د سرچینې د څرګندونو له مخې؛ هغه به له اجرائیه رییس داکتر عبدالله او افغان سیاستوالو سره هم لیدنې کتنې وکړي.
خلیلزاد پاکستان ته له سفر مخکې له قطر څخه بروکسل ته تللی و او هلته یې له امریکايي او د ناتو له چارواکو سره د سولې په اړه خبرې کړې دي.
د شنونونکیو د خبرو له مخې؛ خلیلزاد په داسې حال کې کابل ته سفر کړی، چې د ارګ او سپیدار تر منځ د سولې په اړه دوه رسمي اندونه رامنځته شوي؛ ارګ پر اوربند او سپیدار د تاوتریخوالي پر کمښت ټینګار کوي او هیله من دي، چې ممکن خپله طرحه په کابل کې له زلمي خلیلزاد سره شریکه کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو یو شمېر رسنیو ته په ډاګه کړې، چې امریکایي لوری پرته له کوم دلیله د سولې هوکړه له طالبانو سره ځنډوي.
تازه خبرونه
افغانستان او چین په سیمه کې پوره همغږۍ او همکاریو ته اړتیا لري – امیر خان متقي
د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي ویلي، چې په سیمه کې وروستۍ پېښې او پرمختګونه ښیي، چې افغانستان او چین د ګډو ګټو د ساتلو لپاره پوره همغږۍ او همکارۍ ته اړتیا لري.
امیر خان متقي دغه څرګندونې په کابل کې د چین له سفیر ژاوشینګ سره په کتنه کې کړې دي.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت نن (سې شنبه د غویی څلورمه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دواړو لوریو په سیمه کې د افغانستان او چین ترمنځ پر دوه اړخیزو سیاسي، اقتصادي او فرهنګي همکاریو او وروستیو پرمختګونو خبرې کړې دي.
د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او فرهنګي اړیکو له پراختیا څخه خوښي څرګنده کړه او وایي، چې اسلامي امارت د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې ښه فرصتونه رامنځته کړي دي.
امیرخان متقي وایي: چین ته د انارو او جلغوزیو د صادراتو زیاتوالی او د مس عینک او واخان دهلیز په پروژو کې پرمختګونه د اسلامي امارت د متوازن اقتصادي سیاست ښکاره بېلګې دي.
د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ د چین سفیر له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې شوي پرمختګونه مثبت وګڼل او زیاتوي: چینايي سوداګر او پانګوال به وهڅوي، چې له افغانستان سره د اوږدمهاله اقتصادي همکاریو په برخه کې خپل رغنده رول ولوبوي.
هغه دا ډاډ هم ډاډ څرګند کړی، چې هېواد به یې د واخان دهلېز د مسلې په اړه د دوه اړخیزو همکاریو لارې چارې او امکانات وارزوي.
تازه خبرونه
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو
د افغان بیسیم مخابراتي شرکت څرګنده کړې، چې راشد خان د دې شرکت د سوداګریز سفیر په توګه ټاکل شوی دی.
یاد شرکت په فیسبوک پاڼه کې څرګنده کړې؛ راشد خان ځوان، ټولنیز او نومیالی شخصیت دی، چې د هېواد د کرکټ په ډګر کې ښه ځلیدلی دی.
راشد خان هم په فیسبوک پاڼه کې د افغان بیسیم د سوداګریز سفیر په توګه د ټاکل کېدو په اړه خوښي څرګنده کړې ده.
هغه افغان بیسیم د یو غوره شرکت په توګه یاد کړی او څرګندوي، چې افغان بیسیم د مخابراتو په برخه کې یو مخکښ شرکت دی.
تازه خبرونه
د اسلامي همکاریو ټولنې پلاوي د اروپايي ټولنې له استازې سره ولیدل
د اروپايي ټولنې او اسلامي همکاریو ټولنې استازو په افغانستان کې د بشري او تعلیمي وضعیت په اړه خبرې وکړې.
په افغانستان کې د اروپايي ټولنې چارسمبالې رافایلا یودیچه په کابل کې د اسلامي همکاریو ټولنې له ځانګړي استازي طارق علي بخیت او مل پلاوي سره وکتل.
میرمن یودیچه په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې دوی د افغانستان پر بشري، اقتصادي او تعلیمي وضعیت خبرې کړې دي.
هغې زیاته کړې: بنسټیز ملاتړ اوس هم د خلکو لپاره اړین دی. د ښځو غږ باید په افغانستان کې د هر راز خبرو اترو او رغنده تعامل برخه وي.
له دې مخکې د اسلامي همکاریو ټولنې پلاوي د اسلامي امارت له چارواکو سره کتلي دي.
-
نړۍ3 days ago
د جاپان دوه پوځي چورلکې بحر ته وغورځېدې
-
تازه خبرونه17 hours ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
تازه خبرونه3 days ago
د پاکستان سرحدونو وزیر د افغان کډوالو پر باعزته ستنېدا ټینګار وکړ
-
لوبی2 days ago
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
-
سیمه ییز خبرونه1 day ago
د ایران ولسمشر پر درې ورځني سفر پاکستان ته ولاړ
-
تازه خبرونه3 days ago
چینایي سوداګر کابل ته د پنجشېر اوبو لیږدولو په پروژه کې پانګونې ته لیوالتیا لري
-
نړۍ15 hours ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول
-
لوبی16 hours ago
د موج ساحل لوبغاړي د جوانان واحدي لوبډلې پر وړاندې زړهراکښونکی ګول ترسره کړ