Connect with us

تازه خبرونه

ولسمشر غني د ۱۷۵ طالب زندانیانو د خوشې کولو سپارښتنه وکړه

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

ولسمشر غني د سولې مشورتي لویې جرګې د پای په مراسمو کې د سولې لپاره د ښه نیت په هیله د ۱۷۵ طالب زندانیانو د خوشې کولو سپارښتنه وکړه.

ولسمشر غني د جمعې پر ورځ (د غویی ۱۳) د مشورتي لویې جرګې په پای کې د یو سل و پېنځه اویا طالب بندیانو د خلاصون امر وکړ او له طالبانو یې وغوښتل، چې د بندیانو کمیسیون غړي دې کابل ته راولیږي، چې په ځانګړیو مراسمو کې د ډالۍ په توګه وروسپارل شي.

نوموړي له یو اړخیز اوربند سره هم خپل مخالفت څرګند کړ او زیاتوي، چې که طالبان اوربند ته حاضر شي، د افغانستان حکومت چمتو دی، چې اوربند اعلام کړي.

ولسمشر غني د سولې مشورتي جرګې ۲۳ ماده ییز پرېکړه لیک له طالبانو سره د سولې د خبرو لپاره لارښود اعلام کړ، چې د سولې لپاره به د افغان دولت د عمل پروګرام وي او پرېکړې به یې عملي وي.

ښاغلي غني څرګنده کړې: د سولې مشورتي جرګې له پرېکړه لیک څخه په الهام له طالبانو غواړم، چې په افغانستان کې دننه مذاکراتو ته چمتو شي. مونږ حاضر یو په هېواد کې دننه مذاکراتو ته زمینه مساعده کړو. مونږ غواړو افغانستان د خپلې سولې کوربه اوسي.

نوموړي دا ټینګار هم وړاندې کړ: ما د سولې سپین چک وړاندې کړ؛ مولوی صاحب چمتو یاست، چې سپین چک راکړئ!

ولسمشر له طالبانو سره د مرکچي پلاوي په ترکیب کې د بدلون په اړه وایي، چې د سولې مشورتي جرګې مشوره او واک راکړی، چې د خبرو ډله وټاکم؛ زه د خبرو ډله ټاکم نه د خبرو لښکر!

ولسمشر غني وایي؛ د سولې پروګرام د شاتګ او پاشلو په معنا ندی او نه به په افغانستان کې د نړۍ د حضور د پای په معنا وي، بلکې د سولې طرحه له پوځي حضور څخه پراختیایي او انکشافي برخې ته تېرېدل دي او هیڅ هېواد باید اندېښنه ونلري.

طالبانو څرګنده کړې، چې د سولې مشورتي لویه جرګه د ولس استازیتوب نکوي او ان د حکومت نیمه برخه یې ګډونواله  نه وه.

د طالبانو د څرګندونو له مخې؛ د امریکایانو په شتون کې له حکومت سره خبرې پیلول بې ګټې او د جهاد ارمانونه له خطر سره مخ کوي.

دمګړۍ طالبان له امریکایانو سره په قطر کې د روانو ستونزو په اړه خبرې کوي، چې د خبرو له رغنده پایلې وروسته به له داخلي اړخ سره د کورنیو ستونزو په اړه خبرې او تفاهم وشي.  

د سولې مشورتي جرګې بشپړ پرېکړه لیک

تازه خبرونه

د داعش خراسانی مشر د پاکستان په بلوچستان کې دی – رویټرز

Published

on

(Last Updated On: وری ۹, ۱۴۰۳)

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې د داعش د خراسان څانګې مشر د پاکستان په بلوچستان ایالت کې ژوند کوي.

د دغه خبري آژانس د راپور له مخې: ۲۹ کلن ثناالله غفاري، چې شهاب المهاجر هم یاد شوی؛ دا ډله یې د داعش پر تر ټولو وېرونکې څانګې بدله کړې ده.

رویټرز دا هم څرګنده کړې، چې ثناالله غفاري په ۲۰۲۰ ز. کال کې د داعش خراسان څانګې مشري پر غاړه واخیسته او د ده د مشرۍ پر مهال دغې ډلې سخت بریدونه وکړل او یو شمېر کسان یې ځان ته جلب هم کړل.

رویټرز زیاته کړې، چې د غفاري په اړه د ۲۰۲۱ کال د کابل پر هوايي ډګر د داعش له وژونکي برید مخکې، چې ۱۷۰ افغان ملکي وګړي او ۱۳ امریکايي پوځیان ووژل شول؛ ډېر لږ معلومات خپاره شوي وه.

د داعش د خراسان څانګې بحث وروسته له هغې ګرم شو، چې د تېرې جمعې ورځ مسکو ته نږدې د کنسرت په یوه تالار کې خونړۍ ډزې وشوې او لږ تر لږه ۱۳۹ کسان په کې ووژل شول.

له دې مخکې پاکستانيو چارواکو اعلان کړی و، چې غفاري د تېر کال په جون میاشت کې د افغانستان په کونړ ولایت کې وژل شوی؛ خو اوس رویټرز خبر ورکوي، چې نوموړی پاکستان ته تښتېدلی او د بلوچستان په ایالت کې اوسېږي.

د افغانستان کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع وايي، داعش له څه باندې دوه کلونو راپدیخوا په افغانستان کې ځپل شوی او خپلې عملیاتي وړتیاوې یې له لاسه ورکړي او ګواښ پېښولی نشي.

ویل کیږي، چې داعش په افغانستان کې وروستی برید د کندهار ولایت د کابل بانک پر دفتر وکړ، چې ۳ کسان یې ووژل او ۱۲ نور ټپیان دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د رښتر پر کچه ۵ اعشاریه ۲ درجې زلزلې افغانستان ولړزاوه

Published

on

(Last Updated On: وری ۹, ۱۴۰۳)

د هند د زلزلې ملي مرکز څرګنده کړې، چې نن (پنجشنبه د وري نهمه) له غرمې وروسته د رښتر پر کچه ۵.۲ درجې زلزلې افغانستان ولړزاوه.

دا زلزله د ځمکې په ۷۰ کیلومټره ژوروالي کې رامنځته شوې او مرکز یې د بدخشان ولایت د اشکاشم ولسوالۍ شمال ختیځه غرنۍ سیمه ده.

دغه زلزله پر افغانستان سربېره په تاجکستان، ازبکستان او قرغزستان کې هم احساس شوې ده.

تر اوسه د دې پېښې د ځاني او مالي زیان په اړه څه ندي ویل شوي.

تېر اکټوبر په هرات ولايت کې د رښتر پر کچه شپږ اعشاريه څلور درجې زلزلې له دوه زره زيات کسان مړه او ډېر کلي ویجاړ کړل.

Continue Reading

تازه خبرونه

د بیات بنیاد د روژې مرسته د بلخ ولایت اړمنو ته ورسېده

Published

on

(Last Updated On: وری ۹, ۱۴۰۳)

بیات بنیاد د روژې د مرستو په لړ کې د بلخ ولایت لسګونه اړمنو کورنیو ته خوراکي توکي ووېشل.

د بیات بنیاد د روژې د مرستو په لړ کې دا ځل د بلخ ولایت لسګونه اړمنې کورنۍ تر پوښښ لاندې راغلې. په بلخ ولایت کې د بیات بنیاد استازی یافث ثاقب وایي؛ په دې مرسته کې اوړه، غوړي او وريجې شته، چې پر اړمنو کسانو وېشل شوې دي.

نوموړي زیاته کړې؛ د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د بیات بنیاد د روژې د مرستو لړۍ روانه ده.

هغو کورنیو، چې دغه مرستې ترلاسه کړې د دې بنسټ له مرستو خوښ دي او له نورو مرستندویه بنسټونو هم غواړي، چې له اړو کسانو سره مرستې وکړي.

بیات بنیاد یو له هغو خیریه بنسټونو څخه دی، چې په تېرو ۲۰ کلونو کې یې پر اړمنو کورنیو د مرستو د وېش ترڅنګ یې د هېواد په بېلابېلو برخو کې رغنیزې پروژې هم پلې کړې دي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!