تازه خبرونه

ولسمشر غني په یوه نړیواله غونډه کې د ګډون لپاره ازبکستان ته سفر کړي

Published

on

(Last Updated On: )

ولسمشرۍ ماڼۍ څرګنده کړې؛ نن سهار ولسمشر اشرف غني د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ د مرکزي او سویلي اسیا: سیمه ییزې اړیکې، فرصتونه او ننګونې تر نامه لاندې په نړیوال کنفرانس کې د ګډون لپاره ازبکستان هېواد ته روان شوی دی.

ارګ په ډاګه کړې؛ د سویلي او مرکزي آسیا مشران به په دې سرمشریزه کې برخه واخلي، چې موخه یې د سیمې د هېوادونو تر منځ د اړیکو پیاوړتیا ده.

غونډه به د بحث درې اقتصادي، امنیتي او فرهنګي برخې ولري، چې موخه ترې د مرکزي او سویلي آسیا ترمنځ د تاریخي اړیکو تازه کول دي.

د ولسمشر د ویاند مرستیال لطیف محمود ویلي، چې د افغانستان ولسمشر اشرف غني به په دې دوه ورځني سفر کې د ازبکستان له ولسمشر، شوکت میرضیایوف او د ناستې د نورو ګډونوالو هېوادونو له یو شمېر استازیو سره د افغانستان د نوي پیل شوي سیاسي څپرکي پر اقتصادي اړینو همکاریو هم بحث او خبرې وکړي.

ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي، چې د دې ناستې په څنډه کې ولسمشر غني له خپل ازبیک سیال شوکت میر ضیایوف سره کتلي او د افغان سولې په اړه یې د سیمه ییزې هوکړې یا اجماع غوښتنه کړې. دواړو لوریو په اقتصادي اړیکو، د ګډې پولې پر امنیت او سترو اقتصادي پروژو هم خبرې کړي.

د مرکزي آسیا د ۴ هېوادونو مشران، د هند او پاکستان له لومړيو وزیرانو سره دې غونډې ته رابلل شوي دي.

Trending

Exit mobile version