تازه خبرونه
ولسمشر غني د یو لوړپوړي پلاوي په مشرۍ کویت ته سفر کړی

د افغانستان ولسمشر اشرف غني نن سهار د لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د کویت د پخواني امیر شیخ صباح الاحمد الجابر الصباح اروا ته د دعا او د هغه هېواد له حکومت او خلکو سره د غمشریکۍ لپاره یاد هېواد ته سفر کړی دی.
ولسمشرۍ په ډاګه کړې، چې ولسمشر غني او ورسره پلاوی به یژ د کویت د امیر روح ته له دعا وروسته د قطر پلازمېنې دوحې ته په دوه ورځني رسمي سفر ولاړ شي.
ټاکل شوې، چې: اشرف غني به د قطر د امیرشیخ تمیم حمد بن ال ثاني، لومړي وزیر شیخ خالد بن خلیفه بن عبدالعزیز ال ثاني او نورو مقاماتو سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو او په بېلابېلو برخو کې د همکاریو پر پراختیا بحث او خبرې وکړي.
د ارګ د ځرګندونو له مخې؛ ولسمشر غني به قطر ته د سفر پر مهال په دوحه انستیتیوت کې ديپلوماتانو، استادانو، پوهانو او زدکړیالانو ته هم وینا وکړي.
له ولسمشر سره په دی سفر کې د ولسمشرلومړی مرستیال امرالله صالح، د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالی حنیف اتمر، د ملي امنیت سلاکار داکتر حمدالله محب، د ولسمشرۍ د دفتر عمومي مشر محمدشاکر کارګر، د ولسمشرۍ د چارو ادارې لوی مشر داکتر فضل محمود فضلي، د لوړو زدکړو وزارت چارسمبالی عباس بصیر، د پوهنې وزارت چارسمبالې رنګینه حمیدي، د اقتصاد وزارت چارسمبالې کریمه حامد فاریابي، د ولسي جرګې غړی حاجي اجمل رحماني، د مشرانو جرګې استازی عبداللطیف نهضتیار او په کویت او قطر کې د افغانستان سفیران هم ملتیا کوي.