تازه خبرونه
ولسمشر غني د پکتیا د ولایتي شورا پر مرستیال د وژونکي برید غندنه وکړه

د ولسمشرۍ ماڼۍ د پکتیا د ولایتي شورا پر مرستیال ایوب غروال هغه وژونکی برید، چې نن سهار د دې ولایت په مرکز ګردېز ښار کې ترسره شوی؛ په کلکه غندلی دی.
د ارګ په اعلامیه کې راغلي: ولسمشر غني یو ځل بیا پر طالبانو د پراخ، بشري او تلپاتې اوربند غږ کړی ، چې نه یوازې د خلکو، بلکې د حکومت او نړیوالې ټولنې غوښتنه هم ده؛ ومني.
هغه دغه راز اړوندو چارواکو ته سپارښتنه کړې، چې د پېښې کلکه څېړنه وکړي؛ عاملین یې وپیژني او سزا ورکړي.
ولسمشر غني په بشپړ ټینګار دا ډاډ هم څرګند کړی، چې د تروریستانو او مجرمینو پر وړاندې به زمونږ د امنیتي او دفاعي ځواکونو مبارزه روانه وي.
د پکتیا ولایت چارواکو ویلي، چې د پکتیا د ولایتي شورا مرستیال ایوب غروال نن سهار شاوخوا ۵:۳۰ ګردېز پوهنتون ته روان و، چې په ښار کې تر برید لاندې راغی.
هغه په پېښه کې سخت ټپي شو او وروسته په روغتون کې ومړ.
ویل کیږي، چې ایوب غروال هم پر سیاسي څېرو او حکومتي چارواکو د هدفي بریدونو د لړ یوه برخه شو.
د روانې میاشتې په پیل کې مدني هڅانده فوزیه کوفي او د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح له ورته بریدونو روغ وتلي دي.