تازه خبرونه
ولسمشر به د پارلماني ټاکنو په تړاو خپله پریکړه اعلام کړي
ولسمشرۍ ماڼۍ وایی د ولسي جرګې د کاري دورې له پای ته رسېدو مخکې به ولسمشر د پارلماني ټاکنو په تړاو خپله پریکړه اعلام کړي.
د ولسمشر د ویاند مرستالسید ظفر هاشمي وایي، ولسمشر به راتلونکې اوونۍ له بیلابېلو ډلو سره خبرې پیل او د اساسي قانون په بنسټ دا ستونزه حل کړي.
په همدې حال کې د ولسمشر د ویاند مرستیال وایی، افغانستان پاکستان ته خپل دریځ روښانه کړی او خپلې غوښتنې یې ور سره شریکې کړي دي.
د چنګاښ میاشتې له لومړۍ نیټې وروسته د ولسي جرګې کاري موده پای ته رسیږي او د اساسي قانون پر بنسټ پارلماني ټاکنې له دې مودې مخکې په دیرشو تر شپیتو ورځو جریان کې تر سره شوې وای او نوي وکیلان معرفي شوي وای؛ خو ټاکنې ونه شوې او اوس ولسمشر غواړي دې برخه کې پریکړه وکړي.
له میاشتو میاشتو انتظار وروسته اوس داسې ښکاري چې ولسمشر او اجرایی رییس د ټاکنیزو اصلاحاتو د کمیسیون په تړاو وروستۍ هوکړې ته رسیدلي دي.
ولسمشرۍ ماڼۍ وايي ژر به دغه کمیسیون خپل کار پیل کړي او د حکومت د مشرانو تر منځ په دې تړاو هیڅ مخالفت نشته.
” کمیسیون په څو راتلونکو ورځو کې په خپل کار پیل کوي؛ دا هغه موضوع ده چې په اړه یې راپورونه نشر شوي و چې ګواکي په دې اړه اختلافات موجود دي. موږ دا ډول راپورونه په بشپړه توګه ردوو؛ په دې اړه هیڅ د نظر اختلاف نه دی موجود.“
ولسمشرۍ ماڼۍ د افغانستان پاکستان اړیکې پخوانۍ خو کړکیچنې ګڼي، خو ټینګار کوي چې د افغانستان نوي حکومت د پاکستان په وړاندې خپل دریځ روښانه کړی او کومې غوښتنې چې کابل لري، له اسلام آباد سره مطرح شوي دي.
ولسمشر محمد اشرف غني کندهار ته په سفر کې ویلي و چې له شپږدیرشو کلونو را په دیخوا د افغانستان او پاکستان تر منځ نااعلام شوې جګړه روانه ده او په څوارلسو وروسیتو کلونو کې کابل پر پاکستان منلې چې له افغانستان سره یې دغه راز جګړه روانه کړې ده.
تازه خبرونه
افغانستان او چین په سیمه کې پوره همغږۍ او همکاریو ته اړتیا لري – امیر خان متقي
د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي ویلي، چې په سیمه کې وروستۍ پېښې او پرمختګونه ښیي، چې افغانستان او چین د ګډو ګټو د ساتلو لپاره پوره همغږۍ او همکارۍ ته اړتیا لري.
امیر خان متقي دغه څرګندونې په کابل کې د چین له سفیر ژاوشینګ سره په کتنه کې کړې دي.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت نن (سې شنبه د غویی څلورمه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دواړو لوریو په سیمه کې د افغانستان او چین ترمنځ پر دوه اړخیزو سیاسي، اقتصادي او فرهنګي همکاریو او وروستیو پرمختګونو خبرې کړې دي.
د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او فرهنګي اړیکو له پراختیا څخه خوښي څرګنده کړه او وایي، چې اسلامي امارت د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې ښه فرصتونه رامنځته کړي دي.
امیرخان متقي وایي: چین ته د انارو او جلغوزیو د صادراتو زیاتوالی او د مس عینک او واخان دهلیز په پروژو کې پرمختګونه د اسلامي امارت د متوازن اقتصادي سیاست ښکاره بېلګې دي.
د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ د چین سفیر له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې شوي پرمختګونه مثبت وګڼل او زیاتوي: چینايي سوداګر او پانګوال به وهڅوي، چې له افغانستان سره د اوږدمهاله اقتصادي همکاریو په برخه کې خپل رغنده رول ولوبوي.
هغه دا ډاډ هم ډاډ څرګند کړی، چې هېواد به یې د واخان دهلېز د مسلې په اړه د دوه اړخیزو همکاریو لارې چارې او امکانات وارزوي.
تازه خبرونه
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو
د افغان بیسیم مخابراتي شرکت څرګنده کړې، چې راشد خان د دې شرکت د سوداګریز سفیر په توګه ټاکل شوی دی.
یاد شرکت په فیسبوک پاڼه کې څرګنده کړې؛ راشد خان ځوان، ټولنیز او نومیالی شخصیت دی، چې د هېواد د کرکټ په ډګر کې ښه ځلیدلی دی.
راشد خان هم په فیسبوک پاڼه کې د افغان بیسیم د سوداګریز سفیر په توګه د ټاکل کېدو په اړه خوښي څرګنده کړې ده.
هغه افغان بیسیم د یو غوره شرکت په توګه یاد کړی او څرګندوي، چې افغان بیسیم د مخابراتو په برخه کې یو مخکښ شرکت دی.
تازه خبرونه
د اسلامي همکاریو ټولنې پلاوي د اروپايي ټولنې له استازې سره ولیدل
د اروپايي ټولنې او اسلامي همکاریو ټولنې استازو په افغانستان کې د بشري او تعلیمي وضعیت په اړه خبرې وکړې.
په افغانستان کې د اروپايي ټولنې چارسمبالې رافایلا یودیچه په کابل کې د اسلامي همکاریو ټولنې له ځانګړي استازي طارق علي بخیت او مل پلاوي سره وکتل.
میرمن یودیچه په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې دوی د افغانستان پر بشري، اقتصادي او تعلیمي وضعیت خبرې کړې دي.
هغې زیاته کړې: بنسټیز ملاتړ اوس هم د خلکو لپاره اړین دی. د ښځو غږ باید په افغانستان کې د هر راز خبرو اترو او رغنده تعامل برخه وي.
له دې مخکې د اسلامي همکاریو ټولنې پلاوي د اسلامي امارت له چارواکو سره کتلي دي.
-
تازه خبرونه1 day ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
نړۍ3 days ago
د جاپان دوه پوځي چورلکې بحر ته وغورځېدې
-
تازه خبرونه3 days ago
د پاکستان سرحدونو وزیر د افغان کډوالو پر باعزته ستنېدا ټینګار وکړ
-
لوبی2 days ago
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
-
نړۍ1 day ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول
-
سیمه ییز خبرونه2 days ago
د ایران ولسمشر پر درې ورځني سفر پاکستان ته ولاړ
-
لوبی1 day ago
د موج ساحل لوبغاړي د جوانان واحدي لوبډلې پر وړاندې زړهراکښونکی ګول ترسره کړ
-
تازه خبرونه3 days ago
چینایي سوداګر کابل ته د پنجشېر اوبو لیږدولو په پروژه کې پانګونې ته لیوالتیا لري