Connect with us

تازه خبرونه

ولسمشر بریتانیا ته سفر کوي

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

vlcsnap-2016-05-09-18h53m33s41

په پام کي ده چې ولسمشر محمد اشرف غني له اداري فساد سره د مبارزې په کنفرانس کې د ګډون له پاره بریتانیا ته سفر وکړي.

 د بریتانیا لومړی وزیر ډوید کامرون ویلي چې فساد د نړي په کچه ډېرې ستونزې را منځته کړي دي او د پرمختګ مخه یې نیولې ده. د هغه په وینا اداري فساد خلک اړ کړي چې په ځينو مواردو کې له ترهګرو ډلو سره یو ځای شي. د افغانستان د شفافیت د څار بنسټ په لندن کې جوړېدونکی کنفرانس د افغانستان له پاره مهم ګڼي.

ټاکل شوې ولسمشر محمد اشرف غني به په نږدېورځو کې د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې په کنفرانس کې چې په لندن کې جوړېږي، سفر وکړي.

د بریتانیا لومړي وزیر ډیوید کامرون ویلي چې په کنفرانس کې به د فساد د لاملونو او له مجازات څخه د معافیت په ستونزو خبرې وشي.

 د بریتانیا لومړي وزیر دیوید کامرون وايي: “فساد د نړۍ د ډېرو ستونزو زېږنده دی، د اقصاديودې مخه نیسي او خلک د ترهګرۍ خواته را کاږی.”

د افغانستان د رونټیا یا شفافیت څار بنسټ،دغه کنفرانس د افغانستان له پاره ډېر مهم بولي او د نړیوالي ټولنې د ملاتړ غوښتنه کوي.

د افغانستان د روڼتیا د څار بنسټ رییس سید اکرام افضلی وايي: “دا کنفرانس د اهمیت وړ دي او تېرې ژمنې عملي اقداماتوته اړتیا لري. د دغو ژمنو د عملی کېدو له پاره د نړیوالو ملاتړ اړین دی. موږ د لندن له کنفرانس تمه لرو چې زموږ ملاتړ وکړي او افغان حکومت هم د معافیت له فرهنګ څخه ډډه وکړي.”

د اداری فساد پر وړاندې د مبارزې عالي شورا وايي چې حکومت خپلې هڅې کوي او په دې برخه کې د نړیوالو ملاتړ ته جدي اړتیا ده.

له اداری فساد سره د مبارزې د عالي شورا د اطلاعاتو او عامه اړیکو رییس عبدالقهار فرخ سیر وايي: “دفساد موجودیت تر امنیتی ګواښونو هم خطرناک دی نړیواله ټولنه باید چې د افغانستان له پروګرامونو څخه ملاتړ وکړي او له عدلی قضايی او کشفي ادارو سره خپلې تخنیکي او مالي مشورې شریکې کړي.”

خو د روڼتیا د څار بنسټ وايي چې افغان حکومت تر اوسه لهاداري فساد سره د مبارزې په برخه کې د نړیوالې ټولنې او مدني ټولنې قناعت نه دی تر لاسه کړی.

د رونټیا د څار د بنسټ رییس سید اکرام افضلی وايي: “تر هغه چې سیاسي مداخلې موجودې وي موږ نشو کولای چې لاسته راوړنه ولرو او تر هغې چې زورواکو ته جزا ورنه کړل شي نو فساد به هم په خپل ځای پاتې شي.”

دا په داسي حال کې ده چې تر اوسه د اداري فساد په اړه پنځه زره قضيې څېړل شوې دي او ۶زره شکایتونه درج شوي دي. د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې عالي شورا وايي چې له دې ډلې څخه ۴۵۰دوسيې د څېړنې له پاره لويې څارنوالۍ ته لېږلشوېدي.

خبریال: عبدالعزیز کریمي

Advertisement

تازه خبرونه

افغانستان او چین په سیمه کې پوره همغږۍ او همکاریو ته اړتیا لري – امیر خان متقي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۴, ۱۴۰۳)

د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي ویلي، چې په سیمه کې وروستۍ پېښې او پرمختګونه ښیي، چې افغانستان او چین د ګډو ګټو د ساتلو لپاره پوره همغږۍ او همکارۍ ته اړتیا لري.

امیر خان متقي دغه څرګندونې په کابل کې د چین له سفیر ژاو‌شینګ سره په کتنه کې کړې دي.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت نن (سې شنبه د غویی څلورمه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دواړو لوریو په سیمه کې د افغانستان او چین ترمنځ پر دوه اړخیزو سیاسي، اقتصادي او فرهنګي همکاریو او وروستیو پرمختګونو خبرې کړې دي.

د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او فرهنګي اړیکو له پراختیا څخه خوښي څرګنده کړه او وایي، چې اسلامي امارت د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې ښه فرصتونه رامنځته کړي دي.

امیرخان متقي وایي: چین ته د انارو او جلغوزیو د صادراتو زیاتوالی او د مس عینک او واخان دهلیز په پروژو کې پرمختګونه د اسلامي امارت د متوازن اقتصادي سیاست ښکاره بېلګې دي.

د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ د چین سفیر له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې شوي پرمختګونه مثبت وګڼل او زیاتوي: چینايي سوداګر او پانګوال به وهڅوي، چې له افغانستان سره د اوږدمهاله اقتصادي همکاریو په برخه کې خپل رغنده رول ولوبوي.

هغه دا ډاډ هم ډاډ څرګند کړی، چې هېواد به یې د واخان دهلېز د مسلې په اړه د دوه اړخیزو همکاریو لارې چارې او امکانات وارزوي.

Continue Reading

تازه خبرونه

راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو

Published

on

(Last Updated On: غویی ۴, ۱۴۰۳)

د افغان بیسیم مخابراتي شرکت څرګنده کړې، چې راشد خان د دې شرکت د سوداګریز سفیر په توګه ټاکل شوی دی.

یاد شرکت په فیسبوک پاڼه کې څرګنده کړې؛ راشد خان ځوان، ټولنیز او نومیالی شخصیت دی، چې د هېواد د کرکټ په ډګر کې ښه ځلیدلی دی.

راشد خان هم په فیسبوک پاڼه کې د افغان بیسیم د سوداګریز سفیر په توګه د ټاکل کېدو په اړه خوښي څرګنده کړې ده.

هغه افغان بیسیم د یو غوره شرکت په توګه یاد کړی او څرګندوي، چې افغان بیسیم د مخابراتو په برخه کې یو مخکښ شرکت دی.

Continue Reading

تازه خبرونه

د اسلامي همکاریو ټولنې پلاوي د اروپايي ټولنې له استازې سره ولیدل

Published

on

(Last Updated On: غویی ۴, ۱۴۰۳)

د اروپايي ټولنې او اسلامي همکاریو ټولنې استازو په افغانستان کې د بشري او تعلیمي وضعیت په اړه خبرې وکړې.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې چارسمبالې رافایلا یودیچه په کابل کې د اسلامي همکاریو ټولنې له ځانګړي استازي طارق علي بخیت او مل پلاوي سره وکتل.

میرمن یودیچه په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې دوی د افغانستان پر بشري، اقتصادي او تعلیمي وضعیت خبرې کړې دي.

هغې زیاته کړې: بنسټیز ملاتړ اوس هم د خلکو لپاره اړین دی. د ښځو غږ باید په افغانستان کې د هر راز خبرو اترو او رغنده تعامل برخه وي.

له دې مخکې د اسلامي همکاریو ټولنې پلاوي د اسلامي امارت له چارواکو سره کتلي دي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!