تازه خبرونه
وسلوالو طالبانو په سرپل او پکتیا کې ۵ سرتېري وژلي

امنیتي چارواکو ویلي، چې د سرپل ولایت په مرکز کې وسلوالو طالبانو د امنیتي سرتېرو پر پوستو بریدونه کړي؛ ۴ سرتېري وژل شوي او لږ تر لږه ۲۰ نور ټپیان دي.
امنیتي سرچینو زیاته کړې، چې طالبانو د لویې لارې د پوستو د نیولو پر نیت بریدونه وکړل؛ خو د امنیتي ځواکونو له ټینګار سره مخ او شاتګ ته اړ شول.
د سرچینو د څرګندونو له مخې؛ په دې نښتو کې ۲۰ وسلوالو طالبانو ته مرګ و ژوبله اوښتې، چې ابو هریره نومی طالب قومندان په وژل شویو او صیاد ولسوالۍ ته نومول شوی ولسوال په ټپیانو کې شمېرل شوي دي.
دغه راز تېره شپه وسلوالو طالبانو د ګردیز پر ښار، څمکنۍ ولسوالۍ، ابراهیم خېل او د پکتیا پر زرمت ولسوالۍ بریدونه کړي، چې په کې ۱ سرتېری وژل شوی او ۵ نور ټپیان دي.
د ۲۰۳ تندر قول ارد قومندان ایمل مومند آریانا نیوز ته ویلي، چې له امنیتي ځواکونو سره په نښته کې لږ تر لږه ۹ وسلوال طالبان وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان دي.
طالبانو تر دې دمه د دغو ځاني زیانونو په اړه څه ندی ویلي.