تازه خبرونه
وسلوالو طالبانو په تخار کې ۱۳ پاڅونوال او یو سرتېری وژلي

د تخار ولایت امنیتي چارواکو ویلي، چې وسلوالو طالبانو له سیمه ییزو پاڅونوالو سره په نښته له دغو ځواکونو څخه ۱۳ کسان او د ملي اردو یو سرتېری وژلي دي.
د تخار پولیسو ویاند خلیل اسیر ویلي؛ دغه برید تېره شپه دوه بجې د دغه ولایت د خواجه بهاوالدین ولسوالۍ د لاله ګذر په کلي کې پر ۴ پوستو تر سره شوی، چې دوه ګړۍ روان و.
اسیر زیاته کړې؛ د ملي اردو يو شمېر ځواکونه، چې د پاڅونونو ملاتړ ته پر لاره ول هم د وسلوالو طالبانو له کمین سره مخ شوي دي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې، په دې نښتو کې د ملي اردو دوه سرتېري او د پاڅونکوونکیو څلور کسان هم ټپیان شوي دي.
د تخار د پولیسو ویاند زیاته کړې، چې په دې جګړه کې طالبانو ته هم ځاني زیانونه اوښتي؛ خو پوره شمېر یې ناڅرګند دی.
وسلوالو طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه ندي ویلي.
سیمه ییز پاڅونکوونکي د سیمې هغه خلک دی، چې د افغان ځواکونو تر څنګ د طالبانو او نورو ډلو په وړاندې جنګیږي.
تخار د هېواد په شمال ختیځ کې یو له ناامنو ولایتونو څخه دی، چې طالب جنګیالي یې په یو شمېر ولسوالیو کې پراخې هڅې تر سره کوي.