تازه خبرونه
وسلوالو طالبانو په تخار کې ۱۰ سرتېرو ته مرګ و ژوبله اړولې
یوې امنیتي سرچینې په ډاګه کړې، چې تېره شپه وسلوالو طالبانو د تخار ولایت په درقد ولسوالۍ کې د ملي اردو پر پوسته برید کړی، څلور سرتېري یې وژلي او شپږ ټپیان دي.
یوې امنیتي سرچینې آریانا نیوز ته د برید پخلی کړی او وايي، چې طالبانو د شپې پر دولس بجو برید پیل کړ او درې ساعته روان و.
طالبانو ته هم د تلفاتو د اوښتو خبره کیږي؛ خو کره شمېر یې ندی ښودل شوې.
طالبانو ادعا کړې، چې په پېښه کې د اردو د قومندان سلطان محمد په ګډون پېنځه سرتېري وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي.
دفاع وزارت تر دې دمه په دې اړه څه ندي ویلي.