سیمه ییز خبرونه
وسله وال مخالفين غواړي د هېواد امنيتي سيمې هم ناامنې كړي
د افغانستان ملي امنيت وايي، چې:
وسله وال مخالفين هغه ولايتونه د ترهگريزو بريدونو لپاره انتخابوي، چې امنيتي مسووليتونه يې افغان ځواكونو ته سپارل شوي دي. وسله وال مخالفين غواړي وښيي، چې افغان ځواكونه د چارو د پرمخ بيولو وړتيا نه لري.
د ملي امنيت وياند وايي :
د وسله والو ډېر دا ډول بريدونه شنډ شوي هم دي.
د ملي امنيت وياند لطف الله مشعل دغه راز وايي، چې:
د افغانستان، پاكستان او امريكا په درې اړخيزه كميسيون كې مو ډېرځله له پاكستاني چارواكو سره په هغه هېواد كې د وسله والو د روزنې او استوگنې د بنديدو په اړه غوښتنه كړې، خو دا هېواد په دې برخه كې جدي اقدام نه كوي .
د افغانستان د ملي امنيت وياند لطف الله مشعل د يكشنبه په ورځ په كابل كې په خبري كنفرانس كې وويل، چې:
پاكستان له افغانستان سره د امنيت په ټينگښت او د مخالفينو په ځپلو كې صادقانه همكاري نه كوي.
لطف الله مشعل وايي، چې:
په درې اړخيزه كميسيون كې له پاكستان څخه جدي غوښتنه كړې، چې د وسله والو مخالفينو د روزنې او استو گنې د ځايونو په له منځه وړلو كې هڅې وكړي، خو وايي:
جدي اقدام نه كوي.
مشعل وايي:
له هغه وروسته، چې د امنيتي مسووليتونو د بهير لومړى پړاو په برياليتوب بشپړشو، خو وسله وال مخالفين په پرلپسې ډول هڅه كوي، چې په هغو سيمو كې وسله وال بريدونه او ورانكاري فعاليتونه وكړي، چې مسووليت يې افغان ځواكونو ته سپارل شوى دى .
ملي امنيت وايي، چې:
له دې ټولو هڅو سره سره د وسله والو ډېرورانكاره فعاليتونه يې شنډ كړي او خپلو موخو ته نه دي رسيدلي.
مشعل وايي:
وسله وال په دې بريدونو كې يوازې ملكي خلكو ته زيان رسوي او په خپلو ورانكارو فعاليتونو كې له ماشومانو كار اخلي .
ملي امنيت وايي، چې د زمري په اته ويشتمه يې په كابل كې يوه څلوركسيزه ترهگره ډله نيولې ، چې غوښتل يي د كابل ښار پر دوه يمه امنيتي حوزه بريد وكړي .
د ملي امنيت وياند زياتوي، چې:
دې ډلې په كابل كې پر ستي سنتر، څلورسوه بستريز روغتون او كابل فروشگاه په بريدونو كې لاس درلود او اكثريت غړي يې په پاكستان كې اوسيدل.
سیمه ییز خبرونه
د ایران ولسمشر پر درې ورځني سفر پاکستان ته ولاړ
د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي نن سهار ( دوشنبه د غویی درېیمه) د یوه لوړ پوړي سیاسي او اقتصادي پلاوي پر مشرۍ د پاکستان پلازمېنې اسلامآباد ته ورسېد.
د ایران اړوند رسنیو خبر ورکړی، چې دغه درې ورځنی سفر به د پاکستان له لوړ پوړو چارواکو سره د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پر پراختیا او پیاوړتیا، د دوه اړخیزو خبرو اترو او سیمهییزو سلامشورو په پام کې نیولو سره ترسره شي.
ټاکل شوې، چې د ایران ولسمشر به په دې سفر کې د دغه هېواد له ولسمشر اصف علي زرداري سره هم وګوري.
دغه راز د ایراني رسنیو د څرګندونو له مخې؛ پاکستان ته د ایران د ولسمشر د سفر پر مهال د دواړو هېوادونو ترمنځ د دواړو هېوادونو د مشرانو په حضور کې د سوداګرۍ، روغتیا، اقتصاد، امنیت او عدالت په برخو کې د اړدوند وزیرانو لهخوا د همکاریو یو شمېر سندونه لاسلیک شي.
دا سفر د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د ایران له برید او د ایران په سیستان او بلوچستان ایالت کې د پاکستان له ځوابي بریدونو یوازې درې میاشتې وروسته رامنځته شوی دی.
سیمه ییز خبرونه
د حماس مشر له اردوغان سره د خبرو لپاره ترکیې ته ځي
رویټرز راپور ورکړی، چې د فلسطین اسلامي ډلې حماس مشر اسماعیل هنیه به د روانې اوونۍ په پای کې ترکیې ته له ولسمشر طیب اردوغان سره د خبرو لپاره سفر کوي. پداسې حال کې، چې د انقرې لوړپوړي ډیپلوماټ د چارشنبې پر ورځ دوحې ته د سفر په بهیر کې د حماس له مشر سره لیدلي دي.
ترکیه، چې د ناټو غړی هېواد دی؛ په غزه کې د اسرائیلو بریدونه غندي او د سمدستي اوربند غوښتنه یې کړې ده. اردوغان حماس د “آزادۍ غورځنګ” بولي او پر لویدیځ یې نیوکه کړې، چې له اسرائیلو ملاتړ کوي. دغه راز انقرې پر اسرائیلو سوداګریز بندیزونه هم لګولي دي.
اردوغان په پارلمان کې خپلو ګوندي وکیلانو ته ویلي، چې زه به د روانې اوونۍ په پای کې د فلسطین د مشر کوربهتوب وکړم. مونږ به پر یو شمېر مسلو هم خبرې وکړو.
د اکټوبر پر اوومه د غزې په تړانګه کې د اسرائیلو د بریدونو له پیل او له ایران سره د اسرائیلو له روان کړکېچ راپدیخوا به دا ترکیې ته د هنیه لومړنی سفر وي.
اردوغان د سې شنبې پر ورځ ویلي، چې د اسرائیلو لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو او نور اسرائیلي مشران یوازې د سیمهییز بحران مسوول دي.
اردوغان دا هم ویلي؛ تر هغې، چې ژوندی وي د فلسطین د مسئلې ملاتړ ته به روان ساتي.
دا په داسې حال کې ده، چې ترکیې ته د حماس د مشر اسماعیل هنیه د سفر د مهالوېش نور جزئیات خپاره شوي ندي.
سیمه ییز خبرونه
سعودي عربستان به په پاکستان کې پر بېلابېلو پروژو پانګونه وکړي
د سعودي عربستان بهرنیو چارو وزیر د سې شنبې پر ورځ ( د وري اتهویشتمه) ویلي، چې هېواد به یې په پاکستان کې پر بېلابېلو پروژو د پام وړ پانګونه وکړي.
د پاکستان بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې سعودي پانګوال پر کرنه، کانونو، معلوماتي ټکنالوژۍ او هوايي چلند په اړوند برخو کې پانګونې ته لیواله دي.
له دې مخکې اسلامآباد اعلان کړی و، چې سعودي عربستان په پاکستان کې د ۵ میلیارډ ډالرو پانګونې ته ژمن دی.
د دوشنبې پر ورځ ( د وري اووهویشتمه) د سعودي هېواد بهرنیو چارو وزیر شهزاده فیصل بن فرحان بن عبدالله له پاکستان سره د اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا لپاه د یوه پلاوي پر مشرۍ اسلامآباد ته رسېدلی دی.
د پاکستان بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار یوې خبري غونډې ته ویلي، پاکستان د سعودي پلاوي ته د پانګونې لپاره د احتمالي پروژو په اړه بشپړ معلومات ورکړل.
د سعودي بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې د پانګونې د احتمالي فرصتونو په اړه د پاکستان حکومت یادونه د ستاینې وړ ده.
هغه وایي: دا مونږ ته اړین باور راکوي، چې پر ارزښتمنو پروژو پانګونه وکړو.
هغه زیاته کړې: زه ډاډه یم، چې مونږ به د پام وړ ګامونه پورته کړو.
د سعودي عربستان لوړ پوړی پلاوی؛ د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف او د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان ترمنځ په مکهمکرمه کې د وروستۍ لیدنې پر مهال د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا پر هوکړه لیکونو، د خبرو لپاره راغلی دی.
شهباز شریف تېره اوونۍ له سعودي ولیعهد سره ملاقات کړی و او د پېنځه اربه ډالرو د پانګونې د ګړندي کولو په اړه یې خبرې اترې کړې وې. پاکستان ته پکار ده، چې د بهرنیو اسعارو د کمېدو زیرمې راکمې کړي او بهرني پورونه ورکړي.
د پاکستان د مالیې وزیر محمد اورنګ زیب د پیسو د نړیوال صندوق او نړیوال بانک په پسرلنیو غونډو کې د ګډون لپاره په واشنګټن کې دی او هلته به د پور د نوي پروګرام لپاره رسمي خبرې پیل کړي.
دا لیدنه په داسې حال کې تر سره کیږي، چې پاکستان د پیسو له نړیوال صندوق څخه د څلیریشتمې مالي مرستې د ترلاسه کولو په لټه کې دی.
-
نړۍ3 days ago
د جاپان دوه پوځي چورلکې بحر ته وغورځېدې
-
تازه خبرونه20 hours ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
تازه خبرونه3 days ago
د پاکستان سرحدونو وزیر د افغان کډوالو پر باعزته ستنېدا ټینګار وکړ
-
لوبی2 days ago
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
-
سیمه ییز خبرونه2 days ago
د ایران ولسمشر پر درې ورځني سفر پاکستان ته ولاړ
-
نړۍ18 hours ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول
-
تازه خبرونه3 days ago
چینایي سوداګر کابل ته د پنجشېر اوبو لیږدولو په پروژه کې پانګونې ته لیوالتیا لري
-
لوبی19 hours ago
د موج ساحل لوبغاړي د جوانان واحدي لوبډلې پر وړاندې زړهراکښونکی ګول ترسره کړ