ورزش
ورزش، ۸ دلو ، ۱۳۹۸
لوبی
د افغانستان فوتبال لوبډله راتلونکي آسیا جام ته له لار موندنې بې برخې شوه
د افغانستان فوټبال لوبډلې د هند پر وړاندې په مهمه لوبه کې خپله ماته ومنله او د ۲۰۲۳ آسیا ملتونو جام ته له لار موندنې بې برخې پاتې شوه.
افغان فوټبال لوبډلې د آسیا ملتونو جام ته د غوراوي په دې لوبه کې له هنده ۱-۲ ماتې وخوړه.
د هند په کلکته ښار کې لږ تر لږه ۵۰ زره نندارچیانو د دغو درې ګولونو د ترسره کولو بهیر له نږدې ولیده.
د لوبې په ۸۶ دقیقه کې هندي سنیل چیهتري لومړی ګول ترسره کړ؛ خو دوه دقیقې وروسته افغان زبیر امیري د سیالې ډلې سره لوبه مساوي کړه، چې بیا په وروستیو نږدې لس دقیقو کې هندي لوبغاړي ساحل صمد وروستی ګول وواهه او هند د لوبې ګټونکی وپېژندل شو.
د افغانستان فوټبال فدراسیون رسنیو ته ویلي، چې د هند پر وړاندې له دې ماتې وروسته مونږ د آسیا ملتونو جام ته له لار موندنې بې برخې شو.
د یادونې ده، چې افغان لوبډلې د چارشنبې پر ورځ له هانګ کانګ څخه هم په ۲-۰ ماتې منلې وه.
لوبی
د افغانستان المپیک ملي کمېټې له چارسمبالي نظر محمد مطمئین سره ځانګړې مرکه
لوبی
په جې یو؛ سیالیو کې بریالي افغان ټکوانډو لوبډله وستایل شوه
د افغانستان المپيک ملي کمېټې څرګنده کړې؛ افغان ټکوانډو کاران په غازي امان الله خان تالار کې وستایل شول.
د افغانستان تکواندو لوبډله، چې د جي - یو نړیوالو سیالیو لپاره پاکستان ته تللې وه؛ نن پنجشنبه هېواد ته د یو شمېر بریاو سره هېواد ته راستنه شوه.
د تکواندو دغه سیالۍ د ۱۷ هېوادونو ترمنځ، چې ۳۶ لوبډلو او ۴۲۲ لوبغاړیو په کې ګډون درلود ترسره شوې ده او افغانستان ترې ۷ مډالونو هېواد ته راوړل او څلورم مقام یې خپل کړ.
په دې سیاليو کې مرتضی صالح ۴ پاکستانيو، یو مصري او یو البانیايي سیالان مات کړل او د سرو زرو مډال یې وګاټه.
دغه راز محمد اشرف شکران، رامش حسیني او حکمت الله زین د سپينو زرو مډالونه وګټل.
سربېره پر دوی جواد ځاځي، عاطف الله یعقوبي او شهزاد خاکسار د برونزو پر مډالونو ویاړل شوي دي.
د یادونې ده، چې د ا.ا.ا له بیا واکمنېدو وروسته دا لومړني طلايي مډال دی، چې د ورزش په برخه کې ګټل کېږي.
-
تازه خبرونه5 days ago
سر له نوي زېږدیز کال افغانان له اجازې پرته په اسلامآباد کې اوسېدلی نشي – پاکستان
-
تازه خبرونه4 days ago
د کابل ښار په شېرپور کې له ۱۵۵ جریبه زیاته ځمکه دولتي تثبیت شوه
-
تازه خبرونه1 day ago
په افغانستان کې ډېرې کورنۍ د خوړو د ترلاسه کولو لپاره پور اخلي
-
سیمه ییز خبرونه1 day ago
هندي میلیارډر ګوتم اداني د امریکايي چارواکو لخوا د فساد او رشوت ورکولو طرحه رد کړه
-
سوداگري2 days ago
بریکس هېوادونه دې د ډالرو له بې ارزښته کولو ډډه وکړي – ډونالډ ټرمپ
-
سیمه ییز خبرونه19 hours ago
په پاکستان کې د مذهبي شخړو د مړو شمېر له ۱۳۰ پورته شو
-
نړۍ19 hours ago
روسیې او سوریې د تحریر الشام ځواکونو پر مرکزونو هوايي بریدونه وکړل
-
تازه خبرونه5 days ago
له تور نوملړه د اسلامي امارت ویستل به له کابل سره د روسیې اړیکې پراخې کړي – روسیه