تازه خبرونه

هېوادوال له هدفي وژنو اندېښمن شوي او پوښتي، چې بله موخه به څوګ وي؟

Published

on

(Last Updated On: )

په ټول هېواد په ځانګړي توګه د کابل کې د مدني ټولنې د هڅاندو، خبریالانو او د حکومتي کارمندانو وژنو جدي اندېښنې راپارولي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې نن د فیفا بنسټ اجرائیوي مشر یوسف رشید د کابل ښار د اوومې امنیتي حوزې د ټنیکوټ په اړوند سیمه کې د ناڅرګندو وسلوالو پر ډزو له خپل موټر چلوونکي سره وژل شول، چې له کبله یې ملي او بهرني غبرګونونه راوپارېدل.

دغې وژنې د کابل ښار د امنیت په اړه د ښاري اوسیدونکیو اندیښنې نورې هم دېرې کړې.

دا اندېښنې ان دې پړاو ته رارسېدلي، چې په تولنیزو رسنیو کې کابل ښاریانو پوښتلي، چې: بله موخه به څوک وي؟

په ټولنیزو رسنیو کې د کابل یوه اوسیدونکي څرګنده کړې، چې د یوسف رشید له وژنې وروسته به څوک موخه وي؟ زه یا ته؟!

د ټولنیزو رسنیو  د فیسبوک یو بل هڅاند څرګنده کړې؛ قومندانان چیرته دي؟! مشران چېرته دي؟! مسوولین چېرته دي؟! چې د افغانستان د ژغورلو ټتر یې واهه! نن مو که ورور ترور شو، سبا زما وار دی او بله ورځ ستا ! یوه ورځ د افغانستان پلورنې له پیسو څخه له جوړوشویو ماڼیو را کښته شئ او د ژغورلو لپاره جهاد وکړئ! دا حکومتونه او کاواکه واکمنۍ د تروریزم مخه نشي نیولی.

د کابل یو شمېر نور اوسیدونکي بیا د هدفي وژنو او نښلیدونکیو ماینونو د چاودنې پړه پر طالبانو اچوي او وايي، چې دا ډله چوپه ټولنه غواړي او د رسنیو کارمندان او د مدني ټولنې هڅاند موخه ګرزوي.

د کابل نور اوسيدونکي څرګندوي، چې يوسف رشيد د فساد او ټاکنيزو بې نظميو يو رښتینې نيوکه کوونکی و.

تر دې دمه د یوې پیښې مسوولیت هم هیچا ندی منلی.

دا په داسې حال کې ده، چې کابل ښاریان هره ورځ د عامو او ملکي وګړیو، روغتیایي او پوځي، سیاسي او اقتصادي مخکښانو د وژنو لیدونکي دي.

Trending

Exit mobile version