تازه خبرونه

هیڅوک له امریکا څخه د پاتې وسلو او پوځي تجهیزاتو څخه ناوړه ګټه پورته کولی نشي – اسلامي امارت

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال وايي، چې ټولې وسلې او پوځي تجهیزات زیرمه شوي او هیڅوک اجازه نلري، چې له دې وسلو او پوځي تجهیزاتو ناوړه ګټه پورته کړي.

Published

on

(Last Updated On: )

اسلامي امارت د پاکستان هغه ادعاوې رد کړې، چې وايي؛ په افغانستان کې له پاتې امریکايي وسلو ناوړه  ګټه اخیستل کیږي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال وايي، چې ټولې وسلې او پوځي تجهیزات زیرمه شوي او هیڅوک اجازه نلري، چې له دې وسلو او پوځي تجهیزاتو ناوړه ګټه پورته کړي.

له دې مخکې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي وه، چې په افغانستان کې پاتې شوې پرمختللې امریکایي وسلې د پاکستان حکومت او وګړو ته مستقیم ګواښ دی؛ ځکه، چې د تحیک طلبان پاکستان په ګډون سخت دریځې ډلې یې په پاکستان د بریدونو لپاره کاروي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شفقت علي خان ویلي: په افغانستان کې د پرمختللو امریکایي وسلو شتوالی، چې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې یې د خپلو ځواکونو له وتلو وروسته پرېښودې؛ د پاکستان او پاکستانيانو د امنیت او خوندیتوب لپاره د لویې اندېښنې وړ موضوع ده. ( وسلوالې ډلې ) او پاکستاني طالبان دا وسلې په پاکستان کې د بریدونو لپاره کاروي. مونږ په وار وار د کابل د لنډمهاله حکومت له چارواکو د اړینو اقداماتو غوښتنه کړې، چې ډاډ ترلاسه شي او دا وسلې د ناسمو خلکو لاسته نه ورځي.”

د پاکستان دا ادعا د اسلامي امارت لخوا رد شوې ده.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت ویلي؛ د افغانستان وسلې او پوځي تجهیزات په سمه توګه ساتل شوي او هیچا ته اجازه نه‌ورکول کیږي چې  ناوړه ګټه ترې پورته کړي.

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان دایمي استازي د ملګرو ملتونو له عمومي منشي انټونیو ګوټرش او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د لس غیر دایمي غړو له استازو سره د افغانستان په اړه خبرې کړې دي.

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان دایمي استازی منیر اکرم وایي: “دا د ویاړ خبره وه، چې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غیر دایمي غړو یو شمېر استازو کوربتوب مې وکړ. د دې غونډې په جریان کې مونږ د سولې د ساتلو او د افغانستان د وضعیت په ګډون په بېلابېلو مسلو رغنده بحثونه وکړل. “

له دې مخکې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په افغانستان کې د خپل هېواد د پاتې تجهیزاتو پر پاتې کېدو نیوکه کړې وه او له افغانستان سره د امریکا د دوامداره مرستو په بدل کې یې د بېرته ورکولو غوښتنه کړې وه.

Trending

Exit mobile version