تازه خبرونه

هڅه کوو، چې د باغدرې برښنا بند ته د پانګونې زمینه برابره شي

Published

on

(Last Updated On: )

د اوبو او انرژي وزارت په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې د چارشنبې پر ورځ ( د لیندۍ ۲۹) د دې وزارت چارسمبالي عبداللطیف منصور د چینایي «یلوریور» شرکت له مسوولینو سره د اوبو او انرژۍ په پروژو کې پر پانګونې بحث او خبرې کړې دي.

د یاد وزارت د څرګندونو له مخې؛ د اوبو او انرژي وزارت چارسمبالي عبداللطیف منصور د چینایي «یلوریور» شرکت له مسوولینو سره په دې لیدنه کې څرګنده کړې؛ مونږ هڅه کوو، چې د باغدرې د برښنا بند په پروژه کې د پانګونې لپاره زمینه چمتو شي.

د یاد شرکت مسوولینو د دغه وزارت د پرژو په ځانګړي توګه د باغدرې د برښنا بند په اړه د خپلو فعالیتونو او تخنیکي مطالعاتو په تړاو معلومات وړاندې کړل او د دغه وزارت د پروژو د پلي کولو په برخه کې یې خپل چمتووالی څرګند کړ.

ویل کیږي، چې دا شرکت به د دې وزارت د انجنیرانو د تخنیکي ښوونې په برخه کې هم همکاري وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې نن د افغانستان د انرژۍ او اوبو وزارت د کابل له دشت الوان څخه تر ارغندي پورې د ۵۰۰ کیلو ولټ مزي د غځولو پروژې له پرانیستې خبر ورکړ.

Trending

Exit mobile version