تازه خبرونه
هند په یوه ورځ کې د کرونا ویروس۹۰۶۳۲ پېښې ثبت کړي

(Last Updated On: )
هندوستان له تېرو څلیریشت ګړیو راپدیخوا د کورونا ویروس ۹۰۶۳۲ نوې مثبتې پېښې ثبت کړې دي.
د غه هېواد د روغتیا وزارت په ډاګه کړې، چې په تېرو ۲۴ ګړیو کې پر کرونا ویروس اخته ۱۰۶۵ ناروغانو خپل خوږ ژوند له لاسه ورکړی دی.
د دغو څرګندونو له مخې؛ په ټول هند کې پر کرونا ویروس ۱.۴ میلیون کسان اخته شوي او ۷۰۶۲۶ ترې مړه شوي دي.
د یو شمېر راپورونو له مخې؛ د هند یو شمیر برخې د کورونا دوه یمې څپې لاندې کړي. د کرونا ېیښې له هغې وروسته ډېرې او ویروس پراخه شو، چې دې هیواد د پر تګ راتګ او سفر محدودیتونه لرې کړل.
په دیلي کې د آل اندیا د طبي علومو انستیتیوت مشر رندیپ ګلیرا ویلي، په هند کې به د کورونا ناروغي سږکال ورکه نشي؛ ځکه، چې ویروس له ښارونو څخه د هېواد نورو لرې پرتو برخو ته خپور شوی دی.