کوید۱۹

هند په تېرو څلیریشت ګړیو کې د کرونا ویروس ۴۰۰۰۰۰ مثبتې پېښې ثبت کړي

Published

on

رویټرز په ډاګه کړې، چې په تېرو څلیریشت ګړیو کې هندوستان د کرونا ویروس ۴۰۱۹۹۳ مثبتې پېښې ثبت کړي دي.

دا لومړی ځل دی، چې هندوستان له ۴۰۰۰۰۰ څخه ډېر د کرونا ویروس پېښې ثبت کړي دي.

د راپورونو له مخې، په تېرو لس ورځو کې هند هره ورځ له ۳۰۰۰۰۰ زره څخه ډېرې مثبتې پېښې ثبت کړې دي.

په راپور کې راغلي، چې په دې موده کې ۳۵۲۳ کسان د ویروس له کبله مړه شوي، چې له دې سره د ټولو مړو شویو کسانو شمېر ۲۱۱۸۵۳ ته رسېدلي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې هند د واکسین د بهیر پیلوونکی دی او هره ورځ سلګونه خلک دغه واکسین هم ترلاسه کوي.

د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ یو شمېیر کارپوهانو د مودي پر حکومت نیوکه کړې، چې د کرونا ویروس له خپریدو سره سره یې د لویو غونډې پر ترسره کولو لاس پورې کړی، چې ور سره ویروس خپور شوی دی.

د هند د حکومت د رسمي معلوماتو له مخې، په هند کې د کرونا ویروس مجموعي شمېر ۱۹ میلیون ته رسیدلی دی.

د کرونا ویروس د خپرېدا له کبله د امریکا او آسټرالیا په ګډون نور هېوادونه هم هند ته پر سفر د محدودیتونو لګولو ته څولي دي.

Trending

Exit mobile version