لوبی
هند له امریکا لوبه وګټله او د ۲۰ اوریز نړیوال جام دوهیم پړاو ته یې ګام پورته کړ
هند د لوبې په پیل کې خپل درې تکړه لوبغاړي ویرات کوهلي، سوراب نیټراولکر او لوبډلمشر روهیت شرما له لاسه ورکړل.

د چارشنبې پر ورځ د غبرګولي درویشتمه په ۲۰ اوریز کرکټ نړیوال جام کې هند له امریکا څخه د اووه ویکټو پر توپیر لوبه وګټله او له شپږو نمرو سره د نړیوال جام د اته غوره لوبډلو پړاو ته ورسېد.
امریکا په الف ګروپ کې دوهیم ځای لري او په درې لوبو کې یې خپله لومړۍ لوبه له لاسه ورکړي؛ خو څلور نمرې لري. که د جمعې پر ورځ ایرلینډ ته ماتې ورکړي؛ نو راتلونکي پړاو ته تګ به یې ډاډمن شي.
په نیویارک ښار کې له هند سره په نننۍ لوبه کې امریکا لومړۍ توپوهنه وکړه او سیالې لوبډلې ته یې په ټاکل شویو ۲۰ اورونو کې د اته لوبغاړو پر سوځېدو د ۱۱۱ منډو هدف جوړ کړ.
هند وکولای شول، چې په نولسم اور کې د درې لوبغاړو پر سوځېدو ټاکل شوی پوره او لوبه وګټي.
د امریکا توپ وهونکی نيیش کومار ۲۷ منډې او سټیون ټایلر ۲۴ منډې چوړې کړې. د امریکا په توپاچوونکیو کې ساوراب نټراوالکر د هند دوه لوبغاړي وسوځول.
د هند لپاره سوریاکومار یادف پنځوسیزه ووهله، شیوام ډوبي ۳۱ او ریشاب پنټ ۱۸ منډې جوړې کړې.
د هند توپوهونکي ارشډیپ سینګهـ په څلور اورونو کې یوازې ۹ منډې ورکړې؛ څلور لوبغاړي یې وسوځول او د دې لوبې ترټولو غوره لوبغاړی ونومول شو. دغه راز هارډیک پانډیا دوه او اکسر پټېل یوه ویکټه واخیستله.
امریکا د جمعې پر ورځ له ایرلینډ سره لوبیږي او هند د شنبې پر ورځ له کاناډا سره لوبه کوي.
امریکا او هند دواړو خپلې لومړنۍ دوه لوبې ګټلې دي.
هند د لوبې په پیل کې خپل درې تکړه لوبغاړي ویرات کوهلي، سوراب نیټراولکر او لوبډلمشر روهیت شرما له لاسه ورکړل.
آریانا تلویزیون د شل اوریز نړیوال جام سیالۍ پر ژوندۍ بڼه خپروي.
د دې سیالیو په اړه خبرونه او تازه معلومات په آریانانیوز او ټولنیزو شبکو کې خپریږي؛ نو له مونږ سره پاتې شئ.
Related stories:
هند په ۲۰ اوریز نړیوال جام کې پاکستان ته د لږ نمرو پر توپیر ماتې ورکړه