تازه خبرونه
هند د افغانستان له نوي حکومت سره د ګډ کار ډاډ څرګند کړ

هند په ولسمشریزو ټاکنو کې د ولسمشر اشرف غني د بیا ټاکل کیدو مبارکي ورکړې ده.
د هند د بهرنیو چارو وزارت په ډاګه کړې؛ هند به له نوي افغان حکومت سره د سولې خوندیتوب ته د ګډ کار کولو لپاره ژمن پاتې وي او د ترهګرۍ پر وړاندې به خپلې دوه اړخیزې همکارۍ نورې هم پیاوړې کړي.
د هند د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ دا هېواد د افغانانو له دیمو کراتیکو ارزښتونو او د دوی پر مدیریت د سولې له خبرو ملاتړ کوي او هیله لري، چې نوی حکومت به په افغانستان کې ټول سیاسي مشران او ټولې پرګنې پخپله غېږ کې ونیسي.
یو شمېر هېوادونو د اروپایي ټولنې او کویت په ګډون نوي ولسمشر ته مبارکي ورکړې ده.
د هېواد اجرائیه مشرعبدالله عبدالله د ولسمشر اشرف غني د سیال په توګه په یوه لیک کې د اروپایي ټولنې د بهرني سیاست د مسوول جوزف بورل پر هغه دریځ نیوکه کړې، چې په کې یې ولسمشر اشرف غني ته د ټاکنو د ګټونکي په توګه مبارکي ورکړې او هغه یې د اروپایي ټولنې او د افغانستان د خلکو له دریځ سره په تضاد کې ښودلې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې د چارشنبې پر ورځ د سلواغې ۲۹ د ټاکنو خپلواک کمیسیون له پېنځه میاشتني ځنډ د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو وروستۍ پایلې اعلان او محمد اشرف غني یو ځل بیا ګټونکی شو.