تازه خبرونه

هند د افغانستان دفاع وزارت ته دوه جنګي(می-۳۵» چورلکې وسپارلې

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د افغانستان دفاع وزارت ویلي، چې د بېلاروس پر تخنیکې مرسته هند د هېواد هوایي ځواک ته دوه جنګي(می-۳۵» چورلکې سپارلې دي.

دغه جنګي چورلکې نن سې شنبه( د تلې ۲۳) د کابل په پوځي هوایي ډګر کې د هند د سفیر ویني کمار لخوا د افغانستان د ملي دفاع وزارت چارسمبالي ته وسپارل شوې.

هند دغه چورلکې د بېلاروس له هېواده پلورلي، چې سفیر یې هم په دې مراسمو کې ګډون کړی و.  د افغانستان د دفاع وزارت ویاند فواد امان په خپل یوه تویت کې په ډاګه کړې، چې هند دوه جنګي می ـ ۳۵  چورلکې ډالۍ کړې دي.

هند د افغانستان له حکومت سره د سولې او پرمختګ په ډګر کې یو ستر مرستندوی هېواد پاتې شوی او میلیونونه دالر یې سربېره پر پوهنیزو او بېخبنایي پروژو د کرنې په سکتور کې هم لګولې دي.    له دې مخکې په ۲۰۱۵ کال کې هند څلور می ـ ۲۴ او د روان میلادي کال د می په میاشت کې دوه می – ۳۵ چورلکې هم له افغانستان سره مرسته کړې ده.

د یادونې ده، چې دا چورلکې د توپ، ماشین دار او نورو جنګي وسایلو د لېږد ځواک لري او د جګړې په ډګر کې هم چټکې دی.

Trending

Exit mobile version