تازه خبرونه
هند د افغانستان دفاع وزارت ته دوه جنګي(می-۳۵» چورلکې وسپارلې

د افغانستان دفاع وزارت ویلي، چې د بېلاروس پر تخنیکې مرسته هند د هېواد هوایي ځواک ته دوه جنګي(می-۳۵» چورلکې سپارلې دي.
دغه جنګي چورلکې نن سې شنبه( د تلې ۲۳) د کابل په پوځي هوایي ډګر کې د هند د سفیر ویني کمار لخوا د افغانستان د ملي دفاع وزارت چارسمبالي ته وسپارل شوې.
هند دغه چورلکې د بېلاروس له هېواده پلورلي، چې سفیر یې هم په دې مراسمو کې ګډون کړی و. د افغانستان د دفاع وزارت ویاند فواد امان په خپل یوه تویت کې په ډاګه کړې، چې هند دوه جنګي می ـ ۳۵ چورلکې ډالۍ کړې دي.
هند د افغانستان له حکومت سره د سولې او پرمختګ په ډګر کې یو ستر مرستندوی هېواد پاتې شوی او میلیونونه دالر یې سربېره پر پوهنیزو او بېخبنایي پروژو د کرنې په سکتور کې هم لګولې دي. له دې مخکې په ۲۰۱۵ کال کې هند څلور می ـ ۲۴ او د روان میلادي کال د می په میاشت کې دوه می – ۳۵ چورلکې هم له افغانستان سره مرسته کړې ده.
د یادونې ده، چې دا چورلکې د توپ، ماشین دار او نورو جنګي وسایلو د لېږد ځواک لري او د جګړې په ډګر کې هم چټکې دی.

تازه خبرونه
په روسیه کې د افغانستان محصولات نندارې ته وړاندې کېږي
د روسیې د اقتصادي پراختیا وزارت مشر پاول کالمیچوک د دوشنبې پر ورځ( د غویی لومړۍ) په یوه رسنیز کنفرانس کې ویلي، چې د افغانستان محصولات به د روسیې- د کازان اسلامي نړۍ په شپاړلسم اقتصادي فورم کې نندارې ته وړاندې شي، چې په راروانه می میاشت کې ترسره کیږي.

د روسیې د اقتصادي پراختیا وزارت چارواکو ویلي، چې افغان محصولات به د روسیې- د کازان اسلامي نړۍ په شپاړلسم نړیوال اقتصادي فورم کې نندارې ته وړاندې شي.
د روسیې د اقتصادي پراختیا وزارت مشر پاول کالمیچوک د دوشنبې پر ورځ( د غویی لومړۍ) په یوه رسنیز کنفرانس کې ویلي، چې د افغانستان محصولات به د روسیې- د کازان اسلامي نړۍ په شپاړلسم اقتصادي فورم کې نندارې ته وړاندې شي، چې په راروانه می میاشت کې ترسره کیږي.
هغه زیاته کړې؛ د تاتارستان حکومت منلې، چې د افغان توکو او تولیداتو د نندارتون جوړولو لپاره به اړینې آسانتیاوې برابرې کړي.
د روسي دې چارواکي ویلي، چې دا نندارتون به د افغانستان د اقتصادي وړتیاوو د پېزندلو لپاره یو ځانګړی فرصت وي.
پاول کلمیچوک وایي: “دا نندارتون به خامخا ډېر پام ځانته راواړوي؛ ځکه، چې په روسیه کې پر طالبانو (اسلامي امارت) د بندیزونو د لرې کولو پرېکړه شوې ده.”
مخکې له دې د روسیې سترې محکمې د هېواد د لوی څارنوال غوښتنه منلې وه، چې د اسلامي امارت د فعالیتونو بندیز وځنډوي.
د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف هم اعلان کړی و، چې د روسیې او افغانستان ترمنځ به د دې فورم په څنډه کې یوه لویه سوداګریزه غونډه هم ترسره شي.
د کازان شپاړسم نړیوال اقتصادي فورم ‘روسیه – اسلامي نړۍ: کازان فورم’ به د می له ۱۳ څخه تر ۱۸ پورې په کازان کې ترسره شي.
تازه خبرونه
د افغانستان لپاره د امریکا نوې استازې یوه افغانيالاصله میرمن غوره شوه
آغلې بیشوپینګ له دې مخکې د امریکا د ولسي جرګې د بهرنیو چارو په کمیټه کې حقوقي سلاکاره او د فرعي کمیټې د کارکوونکو د مشرې په توګه دنده ترسره کوله، چې د جنوبي او مرکزي آسیا په اړه یې د فرعي کمیټې مشري هم کړې ده.

د افغانستان له شاهي کورنۍ څخه ۳۳ کلنه ماري کبیر سراج بیشوپینګ د امریکا په بهرینو چارو وزارت کې د افغانستان د چارو مشره وټاکل شوه.
آغلې بیشوپینګ له دې مخکې د امریکا د ولسي جرګې د بهرنیو چارو په کمیټه کې حقوقي سلاکاره او د فرعي کمیټې د کارکوونکو د مشرې په توګه دنده ترسره کوله، چې د جنوبي او مرکزي آسیا په اړه یې د فرعي کمیټې مشري هم کړې ده.
ماري بیشوپینګ افغان نژاده، په امریکا کې زېږیدلې او د یوې وکیلې او ډیپلوماټې په توګه یې کار کړی دی.
نوموړې په داسې حال کې ټاکل کېږي، چې د امریکا بهرنیو چارو وزارت اوس د افغانستان موضوع د مرکزي او جنوبي آسیا څانګې ته سپارلې ده.
یو شمېر کارپوهانو ويلي، چې افغانستان د امریکا په بهرنۍ پالیسۍ کې مهم پاتې شوی او ښايي د کابل او واشنګټن ترمنځ په اړیکو کې ښهوالی راشي.
دغه رار نیویارک ټایمز راپور ورکړی، چې د ډونالډ ټرمپ د نوي اجرائیوي فرمان له مخې؛ په افغانستان کې د بشري حقونو او ښځو لپاره د امریکا د ځانګړي استازي او یو شمېر نورو بنسټونو موقف له منځه یوړل شي.
دا بدلونونه او ګمارنې په داسې حال کې کېږي، چې د افغانستان په اړه د امریکا بهرنۍ تګلاره د بیا کتنې او ارزونې په نوې دوره کې ده.
ویل شوي، چې دا بدلونونه د بهرنیو چارو وزارت د بیارغونې لپاره د هراړخیز پلان برخه ده، چې موخه یې د “فساد او لګښتونو کمول” او “د ولسمشر له لید سره بهرنۍ پالیسۍ تنظیمول دي.”
د افغانستان اسلامي امارت له امریکا سره د خبرو او ډیپلوماتیکو اړیکو لار پرانیستې او د مثبتو اړیکو او همکارۍ غوښتنه یې کړې ده.
دا به معلومه شي، چې د امریکا نوې اداره به له افغانستان سره څه وکړي.؟!
تازه خبرونه
د دښمن د ګډوډۍ او په نظام کې د مشکلاتو رامنځته کولو مخه د ایمان پر زور ونیسئ – شیخ هبةالله
د یاد کنفرانس په پرانیسته کې د اسلامي امارت رهبر شیخ هبةالله اخوندزاده زیاته کړې؛ په دې ډول مجالسو او کنفرانسونو سره ایمان قوت مومي. داسې مجلسونه پدې موخه جوړیږي، چې دین ته مو ګټه ورسېږي.

د اسلامي امارت رهبر شیخ هبةالله آخوندزاده پرون د ۲ زره ۶۰۰ کډونوالو د اسلامي ثقافت په ملي څلور ورخني کنفرانس کې د وینا پر مهال ویلي؛ کفارو د افغانستان په نظامي جګړه کې ماتې خوړلې او اوس یې تبلیعاتي جګړه پیل کړې، چې ټول یې باید په ګډه پر وړاندې سخته مبارزه وکړو.
د یاد کنفرانس په پرانیسته کې د اسلامي امارت رهبر شیخ هبةالله اخوندزاده زیاته کړې؛ په دې ډول مجالسو او کنفرانسونو سره ایمان قوت مومي. داسې مجلسونه پدې موخه جوړیږي، چې دین ته مو ګټه ورسېږي.
د ننګرهار پوهنتون له لوري په کندهار پوهنتون کې د اسلامي ثقافت د تدریس، ارزښت او اغېزې په دې ملي کنفرانس کې د اسلامي امارت رهبر د کنفرانس ګډونوالو ته په خطاب کې وویل؛ زه تاسې ته هغه څه خوښوم، چې د ځان لپاره یې خوښوم. که تاسې هم هغه څه زما لپاره وغواړئ، چې د ځان لپاره یې خوښوئ؛ نو په دې صورت کې به هېڅ دوښمن ته موقع پیدا نشي، چې ترمنځ مو ګډوډي راپیداکړي او نه به هم نظام له مشکلاتو سره مخ شي.
دغه راز نوموړي د علم پر ارزښت د خبرو پرمهال ویلي: «علم او عالم د لمر مثال لري او عالم ته پکار ده، چې د علم په رسولو کې لکه د لمر په شان ټولو ته رڼا ورسوي.»
د اسلامي امارت رهبر ویلي؛ په پوهنتونونو کې داسې خدمت وکړئ، چې د پوهنتون محصلین د خلکو لپاره مادي او معنوي قوت جوړ شي.
دغه راز عالماو او پوهانو ته سپارښتنه شوې، چې په چارو کې د الله تعالی پر رضایت ټینګار وکړی؛ ځکه، چې په نارضایتۍ کې یې د خلکو خیر نشته.
شیخ هبةالله آخوندراده د اسلامي امارت چارواکو ته دا هم ویلي: «د الله تعالی د رضا او شرعي نظام لپاره افغانانو شل کاله جهاد وکړ؛ اوس د همدې شرعي نظام عملي کولو لپاره باید پر سل کاله قربانیو هم ستړي نشو.»
دا څلور ورځني کنفرانس د لوړو زدکړو وزارت د چارسمبالي نداء محمد ندیم، د سرې میاشتې عمومي ریاست چارسمبالي، د مرکزي دارالافتاء رییس، د کندهار ولایت امنیه قومندان، د هلمند ولایت د عالمانو شورا رییس، د لوړو زدکړو وزارت مرکزي ادارو، پوهنتونونو او دیني جامعاتو رییس صاحبانو، د علمي څېړنو او مجلې معاونینو، د شرعیاتو پوهنځیو او د اسلامي ثقافت پوهنځيو رییسانو او استادانو، د دعوت او ارشاد امامانو او مبلغینو پر ګډون پیل شو، چې په کې د اسلامي امارت له رهبر سره ۲۶۰۰ کسانو يو ځل خپل بیعت تازه کړ.
د یادونې ده، چې د دغه کنفرانس په څلور ورځو کې به د شرعیاتو او اسلامي ثقافت اړوند ۱۰۴ بېلا بېلې علمي ـ څېړنیزې مقالې هم وړاندې شي.
-
سیمه ییز خبرونه2 days ago
د ایران او امریکا له خبرو اترو وروسته د عمان سلطان مسکو ته سفر کوي
-
تازه خبرونه1 day ago
آریانا هوايي شرکت چین ته د اوونیزو الوتنو له زیاتېدا خبر ورکړ
-
تازه خبرونه2 days ago
پاکستان له ۲۰۲۳ کال راپدېخوا نږدې یومیلیون افغان کډوال جبري ایستلي
-
نړۍ2 days ago
په ټوله امریکا کې زرګونو لاریون کوونکو د ټرمپ پر ضد لاریون وکړ
-
مرکه4 days ago
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړې استازې له مرستیال انډریکا راټواټ سره ځانګړې مرکه
-
لوبی3 days ago
افغانستان د ۲۰۲۶ کال له ۱۹ کلنو ټیټ عمره کرکټ نړیوال جام ته لاره پیدا کړه
-
تازه خبرونه3 days ago
لویدیځ هېوادونه د اسلامي امارت له مخالفانو څخه د ملاتړ هڅه کوي – روسیه
-
څار5 days ago
څار: د امریکا او ایران دوهیم پړاو خبرې