Connect with us

تازه خبرونه

هند د افغانستان خلکو ته د لس زره ټنه غنمو هوکړه لیک لاسلیک کړ

خپور شوی

د

هند د افغانستان خلکو لپاره د ملګرو ملتونو له خواړو نړیوال پروګرام سره د لس زره ټنه غنمو د بشري مرستو په برخه کې یو هوکړه لیک لاسلیک کړ.

دا بشري مرسته د هند د بشري مرستو پېنځمه برخه ده، چې د چابهار بندر له لارې رالېږل کیږي. تېر کال د خواړو نړیوال پروګرام د هند ۴۰ زره ټنه غنم د افغانستان ۲۳ میلیون خلکو ته ورکړل.

دغه نوی هوکړه لیک د پنجشنبې پر ورځ په ممبي کې د هند د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان، افغانستان او ایران د څانګې د ګډ سکرتر جې پي سنګهـ او د هند د خواړو د نړیوال پروګرام د استازې الیزابت فاور ترمنځ لاسلیک شو.

الیزابت فاور وایي: د افغانستان له خلکو سره د خوراکي توکو د مرستو له کبله د هند له حکومت څخه د زړه له کومې مننه کوم. د هند مرسته د اړمنو کورنیو لپاره د ژوند ژغورنې لار او په ټول افغانستان کې د میلیونونو خلکو سره د WFP د مرستې یوه مهمه برخه ده.

جې پي سنګهـ ویلي؛ دا په افغانستان کې د WFP لپاره د هغو مرستو پېنځمه برخه ده، چې تر ټولو اړو کسانو ته ورکړ شوي دي. هند خپله ژمنه پوره او پلې کړه.

 

تازه خبرونه

په پاریس نندارتون کې د افغان زعفرانو کلنی تړون لاسلیک شو

د امریکا نړیوالې پراختیايي ادارې (USAID) څرګنده کړې، چې د ۲۰۲۴ پاریس  په نندارتون کې د یو میلیون او ۷۰ زره ډالرو پر ارزښت د ۶۰۰ کیلوګرامه افغان زعفرانو د کلني پېر تړون لاسلیک شو.

Published

on

د پاریس په نندارتون کې د څه باندې یو میلیون ډالرو پر ارزښت د ۶۰۰ کیلوګرامه افغان زعفرانو د کلني پېر تړون لاسلیک شو

د امریکا نړیوالې پراختیايي ادارې (USAID) څرګنده کړې، چې د ۲۰۲۴ پاریس  په نندارتون کې د یو میلیون او ۷۰ زره ډالرو پر ارزښت د ۶۰۰ کیلوګرامه افغان زعفرانو د کلني پېر تړون لاسلیک شو.

د دې ادارې د څرګندونو له مخې؛ دا تړون به په نړیوال ډګر کې د افغانستان د زعفرانو اعتبار نور هم پیاوړی کړي او د افغانانو د اقتصادي وضعیت له ښه کېدو سره مرسته وکړي.

د افغانستان زعفران یو له هغو محصول څخه دی، چې په وروستیو کلونو کې یې د کیفیت له پلوه په نړیوالو بازارونو کې ځانګړی ځای خپل کړی.

Continue Reading

تازه خبرونه

په پنجشېر کې د داوطلبۍ له لارې ۵ زره ۱۴ قیراطه زمرد وپلورل شول

د پنجشېر ولایت د مقام ویاند سیف الدین لټون زیاته کړې؛ نن د پنجشېر ولايت په مقام کې د څه نا څه ۱۵۰ سوداګرو په ګډون داوطلبۍ وشوه او ياد شمېر استخراج شوي زمرد پر کورنيو سوداګرو وپلورل شول.

Published

on

په پنجشېر کې نن سې شنبه ( د لړم پېنځلسمه ) د داوطلبۍ له لارې (۵۰۱۴) قیراطه زمرد پر ۲۴۵ زره ۵۰ امريکایی ډالرو وپلورل شول.

د پنجشېر ولایت د مقام ویاند سیف الدین لټون زیاته کړې؛ نن د پنجشېر ولايت په مقام کې د څه نا څه ۱۵۰ سوداګرو په ګډون داوطلبۍ وشوه او ياد شمېر استخراج شوي زمرد پر کورنيو سوداګرو وپلورل شول.

سوداګرو ويلې: په پنجشېر ولایت کې زمردو ته د بازار موندنې وروستيو هڅو د دې زمینه برابره کړې، چې د دې ولایت زمرد په نړيوالو بازارونو ېښه وځلیږي.

ویل کیږي، چې په پنجشېر ولایت کې د استخراج او داوطلبۍ بهیر نه یوازې بریالی روان دی، بلکې د پانګونې تر څنګ یې ځوانانو ته هم کاري زمینه برابره کړې ده.

Continue Reading

تازه خبرونه

د افغانستان روغتیايي سیسټم د اندېښنې وړ دی – اوچا

اوچا، چې د ۲۰۲۱ کال له اګست څخه تر ۲۰۲۴ کال پورې بشري وضعیت او اقتصادي بحران څېړلی څرګندوي: سره له دې، چې افغانستان د اسلامي امارت د واکمنۍ په درې کلونو کې شاوخوا ۶ اعشاریه ۷ میلیارډ ډالر مالي مرسته ترلاسه کړې؛ خو په دغه هېواد کې بشري او اقتصادي بحران اوس هم پخپل حال پاتې دی.

Published

on

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ دفتر (OCHA) وايي، د هېواد روغتیايي سیسټم د سقوط په حال کې دی او په دې اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.

اوچا، چې د ۲۰۲۱ کال له اګست څخه تر ۲۰۲۴ کال پورې بشري وضعیت او اقتصادي بحران څېړلی څرګندوي: سره له دې، چې افغانستان د اسلامي امارت د واکمنۍ په درې کلونو کې شاوخوا ۶ اعشاریه ۷ میلیارډ ډالر مالي مرسته ترلاسه کړې؛ خو په دغه هېواد کې بشري او اقتصادي بحران اوس هم پخپل حال پاتې دی.

دغه بنسټ د ښځو او نجونو پر بنسټیزو حقونو د بندیزونو او خنډونو زیاتوالی یو له هغو عواملو ګڼي، چې په تېرو درېو کلونو کې یې دغه کړکېچ نور هم پیاوړی کړی دی.

د دې ټولنې د معلوماتو له مخې، افغانستان یوازې په ۲۰۲۲ ز. کال کې شاوخوا ۳ اعشاریه ۳ میلیارډ ډالر مالي مرسته ترلاسه کړې ده.

اوچا د بانکدارۍ په سکټور کې د ګډوډۍ او د دوه اړخیزو پراختیایي همکاریو د ناڅاپه ځنډ له کبله رامنځته شوی سخت اقتصادي زوال، د خوراکي توکو د نه خوندیتوب د کچې لوړوالی، بېېوزلي او وچکالي په هېواد کې د اوسني بحران د نورو عواملو په توګه یاد کړل.

په دې شننه کې راغلي، چې له ۲۰۲۱ کال څخه تر اوسه پورې اسلامي امارت له ۳۹۲ اوامرو څخه ۷۱ یې په بشردوستانه چارو کې د افغان ښځو ګډون په مستقیمه توګه پر نښه کړی دی.

اوچا وايي، چې د اسلامي امارت دغو لارښوونو په افغانستان کې د بشري فعالیتونو پر وړاندې د پام وړ ننګونې رامنځته کړې دي.

په دې شننه کې راغلي، چې د مرسته کوونکیو هېوادونو لخوا د بودجې کمېدا به په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ټولنې د اوسنيو بشري فعاليتونو ساتل ناشوني کړي.

دا په تاسې حال کې ده، چې د اسلامي امارت عامې روغتیا وزارت چارسمبالي د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق له حوزوي مشر سره په لیدنه کې د افغانستان د روغتايي سیسټم د پیاوړتیا لپاره د نړیوالو روغتیايي ادارو مرسته اړینه یاده کړې ده.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2024 Ariana News. All rights reserved!