Connect with us

تازه خبرونه

هندي چارواکو په قطر کې له طالب استازیو سره ولیدل

خپور شوی

د

(Last Updated On: چنګاښ ۱, ۱۴۰۰)

د قطر یوه لوړپوړي چارواکي منلې، چې هندي چارواکو دوحې ته د خپل سفر پرمهال د طالبانو له مشرتابه سره لیدلي دي.

د هندي رسنیو د راپورونو له مخې؛ له تروریزم سره د مبارزې لپاره د قطر ځانګړي استازي مطلق بن مجاهد آل ویلي: هندي چارواکو له طالبانو سره پټه ناسته درلوده؛ خو ولې؟ خو باید فکر ونشي، چې ټاکل شوې طالبان په راتلونکي کې ټول واک خپل کړي، باید باید فکر وشي، چې طالبان به په راتلونکي کې د هېواد په سیاست کې یو له مهم لوبغاړیو وي.

دا لیدنه په داسې حال کې تر سره کیږي، چې د هند د بهرنیو چارو وزیر دوه ځله له قطره لیدنه کړې او له لوړ پوړیو چارواکو سره یې کتلي دي.

قحطاني د هندي چارواکو د سفر او له طالبانو سره یې د لیدنې لامل د افغانستان په راتلونکي کې د طالبانو  د هڅو پر اړتیا ټینګار ښودلی دی.

هغه دا هم وړیلي، چې افغانستان باید د نیابتي جګړې ځای نشي او یو خوندي او باثباته افغانستان به د پاکستان او هند په ګټه وي.

آل قحطاني زیاته کړې: زه د دې خبرو پر لامل پوهیږم؛ مونږ باید په پام کې ولرو، چې په بحراني حالت کې یو او هره ناسته، چې ترسره کیږي ټول اړخونه هڅوي، چې خپلې ستونزې د خبرو اترو له لارې حل کړي.

تر دې دمه هندي چارواکو او طالبانو رسنیو ته پدې اړه څه ندي ویلي.

دا په داسې حال کې ده، چې له دې مخکې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په دوحه کې د هند د بهرنیو چارو له وزیر سره د افغانستان د سولې بهیر په اړه خبرې کړې وې.

تازه خبرونه

د داعش خراسانی مشر د پاکستان په بلوچستان کې دی – رویټرز

Published

on

(Last Updated On: وری ۹, ۱۴۰۳)

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې د داعش د خراسان څانګې مشر د پاکستان په بلوچستان ایالت کې ژوند کوي.

د دغه خبري آژانس د راپور له مخې: ۲۹ کلن ثناالله غفاري، چې شهاب المهاجر هم یاد شوی؛ دا ډله یې د داعش پر تر ټولو وېرونکې څانګې بدله کړې ده.

رویټرز دا هم څرګنده کړې، چې ثناالله غفاري په ۲۰۲۰ ز. کال کې د داعش خراسان څانګې مشري پر غاړه واخیسته او د ده د مشرۍ پر مهال دغې ډلې سخت بریدونه وکړل او یو شمېر کسان یې ځان ته جلب هم کړل.

رویټرز زیاته کړې، چې د غفاري په اړه د ۲۰۲۱ کال د کابل پر هوايي ډګر د داعش له وژونکي برید مخکې، چې ۱۷۰ افغان ملکي وګړي او ۱۳ امریکايي پوځیان ووژل شول؛ ډېر لږ معلومات خپاره شوي وه.

د داعش د خراسان څانګې بحث وروسته له هغې ګرم شو، چې د تېرې جمعې ورځ مسکو ته نږدې د کنسرت په یوه تالار کې خونړۍ ډزې وشوې او لږ تر لږه ۱۳۹ کسان په کې ووژل شول.

له دې مخکې پاکستانيو چارواکو اعلان کړی و، چې غفاري د تېر کال په جون میاشت کې د افغانستان په کونړ ولایت کې وژل شوی؛ خو اوس رویټرز خبر ورکوي، چې نوموړی پاکستان ته تښتېدلی او د بلوچستان په ایالت کې اوسېږي.

د افغانستان کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع وايي، داعش له څه باندې دوه کلونو راپدیخوا په افغانستان کې ځپل شوی او خپلې عملیاتي وړتیاوې یې له لاسه ورکړي او ګواښ پېښولی نشي.

ویل کیږي، چې داعش په افغانستان کې وروستی برید د کندهار ولایت د کابل بانک پر دفتر وکړ، چې ۳ کسان یې ووژل او ۱۲ نور ټپیان دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د رښتر پر کچه ۵ اعشاریه ۲ درجې زلزلې افغانستان ولړزاوه

Published

on

(Last Updated On: وری ۹, ۱۴۰۳)

د هند د زلزلې ملي مرکز څرګنده کړې، چې نن (پنجشنبه د وري نهمه) له غرمې وروسته د رښتر پر کچه ۵.۲ درجې زلزلې افغانستان ولړزاوه.

دا زلزله د ځمکې په ۷۰ کیلومټره ژوروالي کې رامنځته شوې او مرکز یې د بدخشان ولایت د اشکاشم ولسوالۍ شمال ختیځه غرنۍ سیمه ده.

دغه زلزله پر افغانستان سربېره په تاجکستان، ازبکستان او قرغزستان کې هم احساس شوې ده.

تر اوسه د دې پېښې د ځاني او مالي زیان په اړه څه ندي ویل شوي.

تېر اکټوبر په هرات ولايت کې د رښتر پر کچه شپږ اعشاريه څلور درجې زلزلې له دوه زره زيات کسان مړه او ډېر کلي ویجاړ کړل.

Continue Reading

تازه خبرونه

د بیات بنیاد د روژې مرسته د بلخ ولایت اړمنو ته ورسېده

Published

on

(Last Updated On: وری ۹, ۱۴۰۳)

بیات بنیاد د روژې د مرستو په لړ کې د بلخ ولایت لسګونه اړمنو کورنیو ته خوراکي توکي ووېشل.

د بیات بنیاد د روژې د مرستو په لړ کې دا ځل د بلخ ولایت لسګونه اړمنې کورنۍ تر پوښښ لاندې راغلې. په بلخ ولایت کې د بیات بنیاد استازی یافث ثاقب وایي؛ په دې مرسته کې اوړه، غوړي او وريجې شته، چې پر اړمنو کسانو وېشل شوې دي.

نوموړي زیاته کړې؛ د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د بیات بنیاد د روژې د مرستو لړۍ روانه ده.

هغو کورنیو، چې دغه مرستې ترلاسه کړې د دې بنسټ له مرستو خوښ دي او له نورو مرستندویه بنسټونو هم غواړي، چې له اړو کسانو سره مرستې وکړي.

بیات بنیاد یو له هغو خیریه بنسټونو څخه دی، چې په تېرو ۲۰ کلونو کې یې پر اړمنو کورنیو د مرستو د وېش ترڅنګ یې د هېواد په بېلابېلو برخو کې رغنیزې پروژې هم پلې کړې دي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!