سوداگري
هندي سوداګرو د پاکستان او افغانستان له لارې ازبکستان ته خپل سوداګریز توکي ولېږدول

یوه هندي سوداګر روانه اوونۍ د پاکستان او افغانستان له لارې ازبکستان ته خپل سوداګریز توکي صادر کړل.
د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند مولانا زهیر امریکا غږ ته ویلي، چې د چارشنبه پر ورځ د کب ۲۵ د هندي سوداګرو ۱۴۰ ټنه سوداګریزه توکي د افغانستان له لارې د ازبکستان پلازمېنې تاشکند ته ولېږدول شول.
د افغانستان اسلامي امارت ویاند مولانا ظهیر امریکا غږ اشنا ته ویلي، چې دغه سوداګریزه ټولګه تېره ورځ له پاکستان څخه د تورخم له لارې د افغانستان پلازمېنې ته رارسېدلې ده.
د افغانستان د سوداګرۍ وزارت د هند د سوداګریزو توکو د آسانتیاوو لپاره ځانګړي مراسم جوړ شوي وه او دا یې د افغانستان له لارې د منځنۍ او جنوبي آسیا ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پر لوري یو ستر ګام وباله.
یوه پاکستاني چارواکي یادې سرچینې ته ویلي؛ دغه سوداګریز توکي د هند له ممبۍ څخه بار او د پاکستان د کراچۍ بندر له لارې یې د کابل پر لوري سفر پیل کړ.
د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف دا تړون د مارچ په لومړیو کې د پاکستان پلازمېنې اسلام آباد ته د خپل دوه ورځني رسمي سفر پر مهال له یو شمېر نورو سندونو سره یوځای لاسلیک کړ.
پاکستاني چارواکي ټینګار کړی، چې ازبکستان ته د هند سوداګریز توکي د شخصي تړون له مخې تنظیم شوې هڅه ده او له څلور واړو هېوادونو څخه هیڅ یوه دولتي چارواکي په کې ګډون نه درلود.
دغه چارواکي، چې د نوم له ښودلو ډډه کړې څرګندوي: دا به اوس یو منظم فعالیت شي او ازبکستان به وکولی شي، چې له هر ځای څخه د پاکستان د بندرونو له لارې توکي وارد کړي.
سرچینې زیاته کړې؛ د افغانستان اسلامي امارت چارواکي سوداګریز فعالیت آسانه کولو ته اړ دي؛ ځکه، چې ازبکستان لکه په وچه کې پروت افغانستان هم د نړیوالې سوداګرۍ لپاره د پاکستان بندرونو ته د لاسرسي حق لري.
اسلام آباد افغانستان ته اجازه ورکوي، چې له خپلو بندرونو، ځمکنیو او هوايي لارو څخه له نورو هېوادونو سره د سوداګرۍ د ترسره کولو لپاره د یوه اوږد مهاله دوه اړخیز تړون له مخې، چې د افغانستان- پاکستان ترانزیتي سوداګریز تړون (APTTA) په نامه یادېږي، کار واخلي.
دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان افغان لاریو ته د هندي غنمو د لېږدولو اجازه هم ورکړې ده.