Connect with us

سوداگري

هندي سوداګرو د پاکستان او افغانستان له لارې ازبکستان ته خپل سوداګریز توکي ولېږدول

خپور شوی

د

(Last Updated On: )

یوه هندي سوداګر روانه اوونۍ د پاکستان او افغانستان له لارې ازبکستان ته خپل سوداګریز توکي صادر کړل.

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند مولانا زهیر امریکا غږ ته ویلي، چې د چارشنبه پر ورځ د کب ۲۵ د هندي سوداګرو ۱۴۰ ټنه  سوداګریزه توکي د افغانستان له لارې د ازبکستان پلازمېنې تاشکند ته ولېږدول شول.

د افغانستان اسلامي امارت ویاند مولانا ظهیر امریکا غږ اشنا ته ویلي، چې دغه سوداګریزه ټولګه تېره ورځ له پاکستان څخه د تورخم له لارې د افغانستان پلازمېنې ته رارسېدلې ده.

د افغانستان د سوداګرۍ وزارت د هند د سوداګریزو توکو د آسانتیاوو لپاره ځانګړي مراسم جوړ شوي وه او دا یې د افغانستان له لارې د منځنۍ او جنوبي آسیا ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پر لوري یو ستر ګام وباله.

یوه پاکستاني چارواکي یادې سرچینې ته ویلي؛ دغه سوداګریز توکي د هند له ممبۍ څخه بار او د پاکستان د کراچۍ بندر له لارې یې د کابل پر لوري سفر پیل کړ.

د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف دا تړون د مارچ په لومړیو کې د پاکستان پلازمېنې اسلام آباد ته د خپل دوه ورځني رسمي سفر پر مهال له یو شمېر نورو سندونو سره یوځای لاسلیک کړ.

پاکستاني چارواکي ټینګار کړی، چې ازبکستان ته د هند سوداګریز توکي د شخصي تړون له مخې  تنظیم شوې هڅه ده او له څلور واړو هېوادونو څخه هیڅ یوه دولتي چارواکي په کې ګډون نه درلود.

دغه چارواکي، چې د نوم له ښودلو ډډه کړې څرګندوي: دا به اوس یو منظم فعالیت شي او ازبکستان به وکولی شي، چې له هر ځای څخه د پاکستان د بندرونو له لارې توکي وارد کړي.

سرچینې زیاته کړې؛ د افغانستان اسلامي امارت چارواکي سوداګریز فعالیت آسانه کولو ته اړ دي؛ ځکه، چې ازبکستان لکه په وچه کې پروت افغانستان هم د نړیوالې سوداګرۍ لپاره د پاکستان بندرونو ته د لاسرسي حق لري.

اسلام آباد افغانستان ته اجازه ورکوي، چې له خپلو بندرونو، ځمکنیو او هوايي لارو څخه له نورو هېوادونو سره د سوداګرۍ د ترسره کولو لپاره د یوه اوږد مهاله دوه اړخیز تړون له مخې، چې د افغانستان- پاکستان ترانزیتي سوداګریز تړون (APTTA) په نامه یادېږي، کار واخلي.

دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان افغان لاریو ته د هندي غنمو د لېږدولو اجازه هم ورکړې ده.  

سوداگري

پاکستان په افغانستان کې د سرحدي کړکېچ د خبرو اترو لپاره د جرګې ۲۶ نوي غړي وټاکل

د تورخم لار ۲۵ ورځې مخکې هغه وخت وتړل شوه، چې د پاکستان سرحدي چارواکو د افغانستان په لوري کې د امنیتي پوستې د بیارغونې مخالفت وکړ.

Published

on

Trucks at Torkham
(Last Updated On: )

د پاکستان چارواکو د تورخم دروازې د بیا پرانیستلو په اړه له هغې وروسته، چې تېره اونۍ د خبرو اترو لومړی پړاو بې پایلې پای ته ورسېد؛ له افغانستان سره د نورو خبرو اترو لپاره یوه نوې ۲۶ کسیزه جرګه ټاکلې ده.

د تورخم لار ۲۵ ورځې مخکې هغه وخت وتړل شوه، چې د پاکستان سرحدي چارواکو د افغانستان په لوري کې د امنیتي پوستې د بیارغونې مخالفت وکړ.

سرچینو د پاکستان ډان ورځپاڼې ته ویلي؛ نوې جرګه به له ۲۶ غړو څخه جوړه وي، چې په کې تجربه لرونکي او با نفوذه قومي مشران او سیمه‌ییز سوداګر برخه ولري، چې ډېری یې د خیبر سوداګرۍ او صنایعو خونې غړي دي.

سرچینې د ډان ورځپاڼې ته دا هم ویلي، چې خبرې اترې نن دوشنبه د کب اووه‌لسمه بیا پیل کیږي.

تورخم، چې د خیبر پښتونخوا په خیبر ولسوالۍ کې د پاکستان او افغانستان ترمنځ یوه مهمه سرحدي لار ده؛ د دوشنبې پر ورځ د څلیریشتمې ورځې لپاره د دواړو هېوادونو د سوداګرو او خلکو پر مخ تړلې ده، چې د تړل کیدو له کبله یې ستر زیانونه اوښتي دي.

دا لار د فبروري پر یوویشتمه د دواړو خواوو د سرحدي ځواکونو ترمنځ د تاوتریخوالي له زیاتېدو وروسته پاکستان وتړله. د ډزو په وروستیو تبادلو کې؛ درې افغان سرتېري ووژل شول او اته پاکستاني نیمه پوځي سرتېري هم ټپیان شول.

د ګمرک سرچینو ویلي، چې د سوداګرۍ ځنډول په دوه اړخیزه سوداګرۍ کې د اټکل له مخې هره ورځ د ۳ میلیون ډالرو زیان اړولی او په لومړیو ۲۰ ورځو کې نږدې ۶۰ میلیون ډالر سوداګري له لاسه تلې ده.

د تورخم دروازه افغانستان ته د شاوخوا ۱۰ زره خلکو ورځني تګ راتګ اسانه کوي او د دواړو هېوادونو ترمنځ یوه مهمه سوداګریزه لار هم ده. له ۵ زره څخه ډېرې لارۍ، چې خرابېدونکي توکي لېږدوي؛ اوس مهال ولاړې دي او سوداګرو ته یې درانده مالي زیانونه اړولي دي.

Continue Reading

سوداگري

ازبک پانګوال په افغانستان کې پانګونې ته لېواله دي

د دې ناستې په بهیر کې ازبک پانګوالو د افغانستان د کانونو او ساختماني سکټورونو د پراختیا لپاره پانګونې ته خپله لېوالتیا څرګنده کړه.

Published

on

(Last Updated On: )

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ويلي، چې د دې وزارت مرستیال له ازبک پانګوالو سره لیدلي دي.

د دې ناستې په بهیر کې ازبک پانګوالو د افغانستان د کانونو او ساختماني سکټورونو د پراختیا لپاره پانګونې ته خپله لېوالتیا څرګنده کړه.

یو شمېر ازبک پانګوال کابل ته راغلي او د صنعت او سوداګرۍ وزارت له چارواکو سره یې په افغانستان کې د پانګونې په اړه خبرې اترې کړې دي.

دغه پلاوي د صنعت او سوداګرۍ وزارت له مرستیال سره د افغانستان په کانونو او ساختماني سکټورونو کې پانګونې ته خپله لېوالتیا څرګنده کړه.

احمدالله زاهد د پانګوالو لپاره په هر اړخیز ملاتړ او امنیت هم ټینګار کړی دی.

یو شمېر پانګوال هم وايي، چې بهرنۍ پانګونه د هېواد په اقتصادي وده کې مهم رول لوبولی شي او اسلامي امارت باید د پانګونې د جلبولو لپاره ډېرې نورې هڅې هم وکړې.

د اقتصادي چارو کارپوهان هم په دې باور دي، چې څومره پانګونه ډېریږي هومره به د هېواد ملي اقتصاد پیاوړی وي؛ پدې شرط، چې اړوند ادارې وکولی شي د ډېرو پانګوالو پام په افغانستان کې پانګونې ته راواړوي.

ویل کیږي، چې د کانونو او پټرولیم وزارت چارسمبالی(سرپرست) د روسیې او ایران د ګرین ټري شرکت له شریکانو سره ولیدل. دغو پانګوالو د غور ولایت د سرب کان کې پانګونې ته هم لیوالتیا ښودلې او نوموړي هم ورسره د اړینې همکارۍ ژمنه کړې ده.

Continue Reading

سوداگري

په ۱۴۰۳ کال کې د ۲۹۲ میلیون ډالرو پر ارزښت د هوايي دهلیزونو له لارې سوداګري شوې

د دې وزارت ویاند عبدالسلام جواد اخوندزاده وايي، چې سږ کال به د صادراتو ارزښت ۱۲۵ میلیون ډالرو ته ورسیږي او د وارداتو ارزښت به ۱۶۷ میلیون ډالر شي.

Published

on

(Last Updated On: )

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ويلي، چې په ۱۴۰۳ لمریز لېږدیز کال کې د هېواد د هوايي دهلیزونو له لارې د ۲۹۲ میلیون امریکایي ډالرو پر ارزښت صادرات او واردات ترسره شوي دي.

د دې وزارت ویاند عبدالسلام جواد اخوندزاده وايي، چې سږ کال به د صادراتو ارزښت ۱۲۵ میلیون ډالرو ته ورسیږي او د وارداتو ارزښت به ۱۶۷ میلیون ډالر شي.

هغه زیاته کړې، چې د هېواد مهم صادراتي توکي؛ وچې میوې، زعفران، وچ او تازه انځر، عناب، تور جلغوزي او لاسي صنایع دي؛ خو عمده وارد شوي توکي بېلابېل درمل او برښنایي وسایل دي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند ټینګار کوي، چې دا صادرات د کابل، کندهار او بلخ هوايي ډګرونو له لارې امریکا، جرمني، چین، هند، بریټانیا، سویلي افریقا، اتریش، متحده عربي اماراتو او ځینو نورو هېوادونو ته شوي دي.

هوايي دهلیزونه د افغانستان د صادراتو لپاره یو له خورا باوري لارو څخه ګڼل کیږي او کارپوهان پدې باور دي، چې له رامنځته کېدو سره یې د هېواد اقتصاد او سوداګري د ځینو ګاونډ هېوادونو په ځانګړي توګه د پاکستان لخوا له یرغمل کېدو څخه ژغورل شوې ده.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2024 Ariana News. All rights reserved!