لوبی

هندوکش د زرغون افغانستان د یو ورځني جام اتلولي وګټله

Published

on

(Last Updated On: )

د جمعې پر ورځ د خوست په کرکټ لوبغالي کې هندوکش له پامیر لوبډلې څخه د زرغون افغاستان د یو ورځنیو سیالیو اتلولي وګټله.

د لوبې د پچې له ګټلو وروسته پامیر لوبډلې په ۳۹ آورونو کې د ۴ لوبغاړیو پر سوځېدو ۱۷۲ منډې جوړې کړې.

د هندوکش ته ابراهیم ځدراڼ ۶۰ او بهیر شاه ۵۵ منډې جوړې کړې.

د پامیرته سمیع الله شینواري ۵۵ ناسوځېدلې منډې وکړې، ورپسې ګلبدین نایب ۴۴ منډې جوړې کړې، نایب هم درې لوبغاړي وسوځول، چې په دغه لوبه کې تر ټولو زیاتې منډې جوړونکي لوبغاړي دي.

د زرغون افغانستان د سیالیو په پایلوبه کې په زرګونه د کرکټ مینه والو ګډون کړی و.

د لومړي وزیر مرستیال عبدالسلام حنفي په شمول د افغانستان اسلامي امارت لوړپوړیو چارواکو هم ګډون درلود.

مولوي عبدالسلام حنیفي ویلي، چې اسلامي امارت په هېواد کې د ټولو ورزشکارانو لپاره په هره برخه کې لازمې آسانتیاوې برابرې کړي او د دوی د هڅونې او روزنې په برخه کې به لا ډېره پاملرنه وشي.

د زرغون افغانستان يو ورځنۍ سيالۍ د غويی پر اتمه پيل شوي، چې د ميوند په ګډون درې لوبډلو په کې برخه لرله.

ټولټال اووه لوبې په ۱۲ ورځو کې ترسره شوې دي.

دغو لوبډلو د ملي کچې ټول موجود لوبغاړي په ګوته کړل؛ ځکه، چې دوی راتلونکیو نړیوالو لوبو ته چمتو کوي

Trending

Exit mobile version