ساینس او ټیکنالوژي
هندوستان ځمکه لیدونکې برازیلي سپوږمکۍ فضا ته واستوله

(Last Updated On: )
هندوستان نن سهار له سیمه ییز وخت سره سم ۴:۳۰ د یو هندي توغندي پر مټ د برازیل یوه ځمکه لیدونکې سپوږمکۍ له ۱۸ نورو امریکایي او هندي سپوږمکیو سره فضا ته وتوغول شوه.
د هند د فضا څېړنې ټولنې (اسرو) دا سپوږمکۍ د ساتیش دهاوان له فضايي مرکزه توغول شوې ده.
دې توغندي د امازونیا -۱ سپوږمکۍ او ۱۸ نورې کوچنۍ سپوږمکۍ فضا ته استولي دي.
د (اسرو) مشر کیوان سیوان ویلي؛ د سپوږمکۍ حالت د ډاډ وړ دی. سولري پاڼې پرې لږدلي او ډېر ښه کار کوي.
د برازیل سپوږمکۍ آمازونیاـ ۱ د امازون د ځنګل پرسر په خپل قطبي مدار کې راغلې. برازیل په پام کې لري، چې په سیمه کې د ځنګلونو د وهلو مخنیوي ته دا سپوږمکۍ وکاروي.
دا په برازیل کې لومړۍ جوړه شوې سپوږمکۍ ده.