کوید۱۹
هندوستان په تېرو ۲۴ ګړیو کې د کرونا ویروس له ۲۰۰ زره ډېرې مثبتې پېښې ثبت کړي

(Last Updated On: )
رویټرز د هند روغتیايي چارواکو د څرګندونو له مخې په ډاګه کړې؛ هندوستان په تېرو څلیریشت ګړیو کې د کرونا ویروس ۲۳۴۴۶۹۲ مثبتې پېښې ثبت کړې دي.
ویل کیږي، چې له تېرو ۸ ورځو راپدیخوا په هند کې د کرونا ویروس ډېرې پېښې ثبت شوې دي.
د هند د عامې روغتیا وزارت د څرګندونو له مخې، له دغو پېښو سره په هند کې د کرونا ویروس ټولې پېښې ۱۴ اعشاریه ۵ میلیون مثبتو پېښو ته رسېدلی دی.
دې وزارت زیاته کړې، چې په همدومره وخت کې پر کرونا ویروس اخته ۱۳۴۱ ناروغانو خپل خوږ ژوند له لاسه ورکړی، چې له دې سره د ټولو مړه شویو کسانو شمېر ۱۷۵۶۴۹ ته رسېدلی دی.
د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ هند له امریکا وروسته دوه یم هېواد دی، چې د کرونا ویروس ترټولو ډېرې پېښې ثبت کړې دي.
رویټرز په ډاګه کړې، چې امریکا تر دې دمه د کرونا ویروس ۳۲ میلیون مثبتې پېښې ثبت کړې دي.