تازه خبرونه
هغه وخت رارسېدلی، چې طالبان د سولې نیت وکړي –اشرف غني

ولسمشر اشرف غني له بې بي سي سره په خبرو کې ویلي، چې په افغانستان کې د امریکایي سرتېرو د وتو په اړه د ناټو دفاع وزیران پرېکړې ته ونه رسېدل او دا د افغانستان ټولو ښکیلو خواوو ته ښه موکه ده، چې د زور لار پریږدي او د خبرو له لارې ستونزه حل کړي.
څلور ورځې مخکې د ناټو دفاع وزیران له افغانستان څخه د پوځیانو د ستنولو پر پرېکړه سلا نه شول او وتل او نه وتل یې له حالاتو سره ونښلول.
اشرف غني د ناټو د دغه دریځ په اړه څرګنده کړې؛ اوس هغه وخت رارسېدلی، چې طالبان د سولې لپاره نیت وکړي. لکه د جګړې لپاره یې، چې لري.
اشرف غني د دې پوښتنې په ځواب کې، چې آیا طالبان به د جګړې له لارې واک ته ورسیږي؟ ویلي، چې طالبانو دا هڅه کړې؛ خو بریالي شوي ندي. که څه هم خبریالې له حکومته د بهرنیو ځواکونو ملاتړ د طالبانو د شاتګ دلیل بولي؛ خو ولسمشر یې د حکومت له ارادې سره نښلوي او وایي، چې افغانستان ویټنام ندی، چې د بهرنیو پوځیانو له وتلو سره یې نظام ړنګ شي.
اشرف غني له بي بي سي سره په مرکه کې ویلي، چې یوازې د ټاکنو له لارې به واک پریږدي.
هغه څرګنده کړې؛ د افغانستان د راتلونکي دولت د مشروعیت سرچینه باید روښانه وي. زه یو معیار پېژنم، چې هغه د ولسمشرۍ ټاکنې دي. جمهوریت داسې نظام دی، چې یوازې د ټاکنو له لارې واک پریښودل کیږي.
له اشرف غني پوښتل شوي، چې په افغانستان کې د څه مودې لپاره څومره نړیوالو سرتېرو ته د پاتې کیدو اړتیا ده؟ ده په ځواب کې ویلي، چې دا موضوع په افغانستان کې د جګړې له شدت سره تړلې ده.
د امریکا د کانکرس غړیو هم ویلي، چې په افغانستان کې د نړیوالو سرتېرو حضور د جګړې او سولې یوه اړتیاده.
د امریکا په کانګرس کې د تګراس استازي مک کاول ویلي: ما له بایډن او د امریکا د ملي امنیت له سلاکاره په افغانستان کې د یو شمېر پوځيانو د پاتې کېدو غوښتنه کړې، چې طالبان د افغانستان نیولو ته پرینږدي. دا نه یوازې د افغانانو په ګته ده، بلکې د امریکا په ګټه هم ده.
دا په داسې حال کې ده، چې په دوحه کې د افغانانو خپلمنځي خبرې له پیلیدو وروسته پر ټپه ولاړې دي او جګړه ډېره شوې؛ خو ولسمشر اشرف غني روان حالت په واک کې پر پاتې کېدو راڅرخوي او نن یې د ملګرو ملتونو سازمان د بشري حقونو شورا شپږ څلوېښتمې عادي غونډې ته په انلاین وینا کې ویلي، چې موخه ییزې وژنې د تېرو ۲۰ کلونو راپدیخوا د افغان ټولنې د ژور بدلون د استازیو نرینه او ښځینه وو پر وړاندې له ګام پورته کولو بل څه ندي.