Connect with us

تازه خبرونه

هغه وخت رارسېدلی، چې طالبان د سولې نیت وکړي –اشرف غني

خپور شوی

د

(Last Updated On: کب ۴, ۱۳۹۹)

ولسمشر اشرف غني له بې بي سي سره په خبرو کې ویلي، چې په افغانستان کې د امریکایي سرتېرو د وتو په اړه د ناټو دفاع وزیران پرېکړې ته ونه رسېدل او دا د افغانستان ټولو ښکیلو خواوو ته ښه موکه ده، چې د زور لار پریږدي او د خبرو له لارې ستونزه حل کړي.

څلور ورځې مخکې د ناټو دفاع وزیران له افغانستان څخه د پوځیانو د ستنولو پر پرېکړه سلا نه شول او وتل او نه وتل یې له حالاتو سره ونښلول.

اشرف غني د ناټو د دغه دریځ په اړه څرګنده کړې؛ اوس هغه وخت رارسېدلی، چې طالبان د سولې لپاره نیت وکړي. لکه د جګړې لپاره یې، چې لري.

اشرف غني د دې پوښتنې په ځواب کې، چې آیا طالبان به د جګړې له لارې واک ته ورسیږي؟ ویلي، چې طالبانو دا هڅه کړې؛ خو بریالي شوي ندي. که څه هم خبریالې له حکومته د بهرنیو ځواکونو ملاتړ د طالبانو د شاتګ دلیل بولي؛ خو ولسمشر یې د حکومت له ارادې سره نښلوي او وایي، چې افغانستان  ویټنام ندی، چې د بهرنیو پوځیانو له وتلو سره یې نظام ړنګ شي.

اشرف غني له بي بي سي سره په مرکه کې ویلي، چې یوازې د ټاکنو له لارې به واک پریږدي.

هغه څرګنده کړې؛ د افغانستان د راتلونکي دولت د مشروعیت سرچینه باید روښانه وي. زه یو معیار پېژنم، چې هغه د ولسمشرۍ ټاکنې دي. جمهوریت داسې نظام دی، چې یوازې د ټاکنو له لارې واک پریښودل کیږي.  

له اشرف غني پوښتل شوي، چې په افغانستان کې د څه مودې لپاره څومره نړیوالو سرتېرو ته د پاتې کیدو اړتیا ده؟ ده په ځواب کې ویلي، چې دا موضوع په افغانستان کې د جګړې له شدت سره تړلې ده.

د امریکا د کانکرس غړیو هم ویلي، چې په افغانستان کې د نړیوالو سرتېرو حضور د جګړې او سولې یوه اړتیاده.

د امریکا په کانګرس کې د تګراس استازي مک کاول ویلي: ما له بایډن او د امریکا د ملي امنیت له سلاکاره په افغانستان کې د یو شمېر پوځيانو د پاتې کېدو غوښتنه کړې، چې طالبان د افغانستان نیولو ته پرینږدي. دا نه یوازې د افغانانو په ګته ده، بلکې د امریکا په ګټه هم ده.

دا په داسې حال کې ده، چې په دوحه کې د افغانانو خپلمنځي خبرې له پیلیدو وروسته پر ټپه ولاړې دي او جګړه ډېره شوې؛ خو ولسمشر اشرف غني روان حالت په واک کې پر پاتې کېدو راڅرخوي او نن یې  د ملګرو ملتونو سازمان د بشري حقونو شورا شپږ څلوېښتمې عادي غونډې ته په انلاین وینا کې ویلي، چې موخه ییزې وژنې د تېرو ۲۰ کلونو راپدیخوا د افغان ټولنې د ژور بدلون د استازیو نرینه او ښځینه وو پر وړاندې له ګام  پورته کولو بل څه ندي.

تازه خبرونه

د داعش خراسانی مشر د پاکستان په بلوچستان کې دی – رویټرز

Published

on

(Last Updated On: وری ۹, ۱۴۰۳)

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې د داعش د خراسان څانګې مشر د پاکستان په بلوچستان ایالت کې ژوند کوي.

د دغه خبري آژانس د راپور له مخې: ۲۹ کلن ثناالله غفاري، چې شهاب المهاجر هم یاد شوی؛ دا ډله یې د داعش پر تر ټولو وېرونکې څانګې بدله کړې ده.

رویټرز دا هم څرګنده کړې، چې ثناالله غفاري په ۲۰۲۰ ز. کال کې د داعش خراسان څانګې مشري پر غاړه واخیسته او د ده د مشرۍ پر مهال دغې ډلې سخت بریدونه وکړل او یو شمېر کسان یې ځان ته جلب هم کړل.

رویټرز زیاته کړې، چې د غفاري په اړه د ۲۰۲۱ کال د کابل پر هوايي ډګر د داعش له وژونکي برید مخکې، چې ۱۷۰ افغان ملکي وګړي او ۱۳ امریکايي پوځیان ووژل شول؛ ډېر لږ معلومات خپاره شوي وه.

د داعش د خراسان څانګې بحث وروسته له هغې ګرم شو، چې د تېرې جمعې ورځ مسکو ته نږدې د کنسرت په یوه تالار کې خونړۍ ډزې وشوې او لږ تر لږه ۱۳۹ کسان په کې ووژل شول.

له دې مخکې پاکستانيو چارواکو اعلان کړی و، چې غفاري د تېر کال په جون میاشت کې د افغانستان په کونړ ولایت کې وژل شوی؛ خو اوس رویټرز خبر ورکوي، چې نوموړی پاکستان ته تښتېدلی او د بلوچستان په ایالت کې اوسېږي.

د افغانستان کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع وايي، داعش له څه باندې دوه کلونو راپدیخوا په افغانستان کې ځپل شوی او خپلې عملیاتي وړتیاوې یې له لاسه ورکړي او ګواښ پېښولی نشي.

ویل کیږي، چې داعش په افغانستان کې وروستی برید د کندهار ولایت د کابل بانک پر دفتر وکړ، چې ۳ کسان یې ووژل او ۱۲ نور ټپیان دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د رښتر پر کچه ۵ اعشاریه ۲ درجې زلزلې افغانستان ولړزاوه

Published

on

(Last Updated On: وری ۹, ۱۴۰۳)

د هند د زلزلې ملي مرکز څرګنده کړې، چې نن (پنجشنبه د وري نهمه) له غرمې وروسته د رښتر پر کچه ۵.۲ درجې زلزلې افغانستان ولړزاوه.

دا زلزله د ځمکې په ۷۰ کیلومټره ژوروالي کې رامنځته شوې او مرکز یې د بدخشان ولایت د اشکاشم ولسوالۍ شمال ختیځه غرنۍ سیمه ده.

دغه زلزله پر افغانستان سربېره په تاجکستان، ازبکستان او قرغزستان کې هم احساس شوې ده.

تر اوسه د دې پېښې د ځاني او مالي زیان په اړه څه ندي ویل شوي.

تېر اکټوبر په هرات ولايت کې د رښتر پر کچه شپږ اعشاريه څلور درجې زلزلې له دوه زره زيات کسان مړه او ډېر کلي ویجاړ کړل.

Continue Reading

تازه خبرونه

د بیات بنیاد د روژې مرسته د بلخ ولایت اړمنو ته ورسېده

Published

on

(Last Updated On: وری ۹, ۱۴۰۳)

بیات بنیاد د روژې د مرستو په لړ کې د بلخ ولایت لسګونه اړمنو کورنیو ته خوراکي توکي ووېشل.

د بیات بنیاد د روژې د مرستو په لړ کې دا ځل د بلخ ولایت لسګونه اړمنې کورنۍ تر پوښښ لاندې راغلې. په بلخ ولایت کې د بیات بنیاد استازی یافث ثاقب وایي؛ په دې مرسته کې اوړه، غوړي او وريجې شته، چې پر اړمنو کسانو وېشل شوې دي.

نوموړي زیاته کړې؛ د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د بیات بنیاد د روژې د مرستو لړۍ روانه ده.

هغو کورنیو، چې دغه مرستې ترلاسه کړې د دې بنسټ له مرستو خوښ دي او له نورو مرستندویه بنسټونو هم غواړي، چې له اړو کسانو سره مرستې وکړي.

بیات بنیاد یو له هغو خیریه بنسټونو څخه دی، چې په تېرو ۲۰ کلونو کې یې پر اړمنو کورنیو د مرستو د وېش ترڅنګ یې د هېواد په بېلابېلو برخو کې رغنیزې پروژې هم پلې کړې دي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!