تازه خبرونه
نیوزیلینډ په افغانستان کې خپل پوځي ماموریت پای ته ورسوي
نیوزیلینډ په ډاګه کړې، چې هېواد یې د ۲۰۲۱ کال تر می میاشتې په افغانستان کې خپل پوځي ماموریت پای ته ورسوي.
د نیو زیلینډ لومړي وزیرې جاسینډا آرډرن، بهرنیو چارو وزیرې نانایا ماهوټا او د دفاع وزیر پیني هنار نن چارشنبه سهار مهال څرګنده کړې، چې هېواد به یې په افغانستان کې د ۲۰۲۱ کال تر می پورې د خپل دفاعي ځواک ماموریت پای ته ورسوي.
نوموړې زیاته کړې؛ په افغانستان کې له ۲۰ کلن حضور وروسته اوس هغه وخت راغلی، چې نوره پاتې کېدنه پای ته ورسوو.
هغې ویلي؛ افغانستان ته د ۳۵۰۰ ځواکونو لېږل مو په تاریخ کې ترټولو اوږد مهاله پړاو و او هغو ۱۰ سرتېرو، چې د سولې لپاره یې په جنګ کې ژوند له لاسه ورکړي او هغه ادارې کارمندان، چې دندې تهژمن دي؛ یاد به یې تل له ما سره خوندي وي.
دغه راز د نیوزیلینډ د بهرنیو چارو وزیرې نانایا ماهوټا ویلي، چې که څه هم چاپیریال پېچلی پاتې دی؛ خو د افغانستان د سولې بهیر له ځان سره خلکو ته د تلپاتې سیاسي حل زیری وړاندې کوي.
میرمن ماهوټا زیاته کړې: په ۲۰۲۱ کال کې افغانستان ته د ځواکونو د نه استولو پرېکړه مو خپلو هغو نړیوالو ملګرو ته، چې په تېرو شل کلونو کې مو نږدې همکاري کړې؛ وړاندې کړې ده.
نانایا زیاته کړې: نیوزیلینډ به په راتلونکیو کلونو کې د افغانستان د حکومت او خلکو ملاتړ وکړي. پداسې حال کې، چې دوی د لسیزو اوږدو شخړیو د حل لپاره د افغانستان د سولې له بهیر سره خپله همکاري روانه ساتي.
همدارنګه د دې هېواد د دفاع وزیر پیني هنري ویلي، چې دمګړۍ په افغانستان کې ۶ پوځیان لري؛ درې یې په پوځي اکاډمۍ کې ګمارل شوي او درې نوریې د ناټو د پرېکنده ملاتړ ماموریت له مرکز سره دنده سرته رسوي.
هنار زیاته کړې؛ له خپلو ملګرو سره یې په ګډه د افغانستان د سولې اوسني بهیر ته د شرایطو په رامنځته کولو کې مرسته وکړه. موږ د سیمه ییز امنیت ملاتړ کړی او د افغانستان د خلکو د ژوند په تېره بیا په بامیان ولایت کې مرسته کړې ده.
دوی زیاتوي: له افغانستان سره د نیوزیلنډ د ملاتړ بل مهم عنصر د افغانستان په اردو کې د نوي نسل افسرانو په روزنه او لارښوونه کې زمونږ مرسته ده. د ښوونې روزنې د برنامو بریا مو، چې د افغانستان د ملي اردو په پوځي اکاډمۍ کې ترسره کیږې؛ پدې معنی ده، چې اوس نیوزیلینډ ډاډه شوی، چې مرستې خپلې مرستې په دې اده پای ته ورسوي.
تازه خبرونه
ایران او پاکستان د افغانستان په اړه ګډه اعلامیه خپره کړه
ایران او پاکستان په یوه ګډه اعلامیه کې د یو سولهییز، متحد، خپلواک او له ترهګرۍ او نشهیي توکو قاچاق څخه د پاک افغانستان په اړه پخپلو ژمنو ټینګار څرګند کړی دی.
دواړو لوریو د ترهګریزو ډلو شتوالي ته په افغانستان کې نغوته کړې، چې سیمې او نړۍ ته امنیتي ګواښ دی؛ نو پر وړاندې یې پر مبارزه، همکارۍ او متحدې جبهې جوړولو ټینګار کړی دی.
دوی دغه راز د سیمې د امنیت او ثبات د ډاډمنولو لپاره د سیمهییزې او نړیوالې همغږۍ د اړتیاوو پر اهمیت خبرې کړې دي.
دواړه لوري د افغانستان حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته د احترام کولو تر څنګ څرګندوي؛ د دې هېواد ټولې خواوې باید په بنسټیزو پرېکړو کې ونډه ولري، چې په هېواد کې د سولې او ثبات لامل شي.
تازه خبرونه
له ۱۰۰۰ ډېر افغان مهاجرین له پاکستان څخه جبري وایستل شول
د مهاجرینو چارو وزارت ویلي، چې د غویي پر څلورمه د سپین بولدک له فرضي کرښې څخه ۱۰۰۱ افغان مهاجرین پر جبري بڼه خپل هېواد ته راستانه شول.
د کندهار سپین بولدک سرحدي آمریت د راپور له مخې؛ ۱۹۱ کورنۍ، چې ۹۹۸ کسان دي او درې کسان نور، چې له بنده ازاد شوي؛ په جبري توګه له پاکستان څخه هېواد ته راستانه شول.
د مهاجرینو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ د مهاجرینو چارو له ریاست سره له نوم لیکنې وروسته د نورو مرستو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ، د مهاجرت او د خوړو نړیوالې ټولنې دفترونو ته ور وپېژندل شول.
دغه راز له ۱۸ کلونو کم عمره دوه کسان، چې بندیان ول د مرستې لپاره OMPO موسسې ته ور پېژندل شوي.
ویل کیږي، چې له هرې کورنۍ سره د حکومت له لوري لس – لس زره افغانۍ نغدي مرسته هم شوې ده.
تازه خبرونه
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت چارسمبالي د ازبکستان په شپږ اړخیزه غونډه کې ګډون وکړ
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت چارسمبالي حميدالله اخوندزاده پرون (سې شنبه د غویی څلورمه) د يوه پلاوي پر مشرۍ ازبکستان ته سفر کړی او د دې هېواد پر کوبتوب یې د افغانستان، روسيې، بېلاروس، پاکستان، قزاقستان او ازبکستان هېوادونو ترمنځ په شپږ اړخيزه غونډه کې ګډون وکړ.
د افغانستان پلاوي په دې کتنه کې د نورو هېوادونو له استازیو سره د افغانستان، روسيې، بېلاروس، پاکستان، قزاقستان او ازبکستان هېوادونو ترمنځ د شپږ اړخيز دهليز له لارې د راکړې ورکړې د پراختيا په اړه خبرې وکړې.
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت ويلي، چې د دې غونډې په څنډه کې د دغه وزارت چارسمبالي د روسیې او بلاروس د ټرانسپورټ له مرستیالانو سره هم وکتل.
دغه راز د ټرانسپورت او هوايي چلند وزارت چارسمبالي د روسيې او بېلاروس د ټرانسپورټ وزارتونو له مرستيالانو سره د افغانستان او روسيې، افغانستان او بېلاروس ترمنځ د ټرانزيټي لارو د پراختيا او د ټرانسپورټي اسانتياوو د برابرولو په اړه خبرې وکړې.
ویل کیږي، چې د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت چارسمبالي د افغانستان په چارو کې د ازبکستان د ولسمشر ځانګړي استازي او د ټرانسپورټ له وزیر سره دوه اړخیزې ناستې کړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د ټرانزیټ پر پراختیا بحث او خبرې کړې دي.
-
تازه خبرونه2 days ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
نړۍ4 days ago
د جاپان دوه پوځي چورلکې بحر ته وغورځېدې
-
نړۍ2 days ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول
-
تازه خبرونه4 days ago
د پاکستان سرحدونو وزیر د افغان کډوالو پر باعزته ستنېدا ټینګار وکړ
-
لوبی3 days ago
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
-
لوبی2 days ago
د موج ساحل لوبغاړي د جوانان واحدي لوبډلې پر وړاندې زړهراکښونکی ګول ترسره کړ
-
سیمه ییز خبرونه3 days ago
د ایران ولسمشر پر درې ورځني سفر پاکستان ته ولاړ
-
تازه خبرونه2 days ago
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو