تازه خبرونه
نیوزیلینډ افغانستان مات او نیمه پایلوبې ته یې لار پیدا کړه
نیوزیلینډ د یکشنبې پر ورځ د سوپر ۱۲ په یوه مهمه لوبه کې د افغانستان کرکټ لوبډلې ته پر ۸ ویکټو ماتې ورکړه او د شل آوریز نړیوال جام نیمه پای لوبې ته یې لار پیدا کړه.
افغانستان د ابوظبي په زاید کرکټ لوبغالي کې ۱۲۴ منډې جوړې کړې.
نیوزیلینډ ټاکل شوی هدف پوره کړ او له انګلستان، آسټرالیا او پاکستان سره څلورم ملګری شو.
افغانستان په دې سياليو کې تر دې مهاله ټولې ۵ لوبې کړي، چې دوې لوبې يې له سکاټلنډ او نامیبيا څخه په لوی توپير ګټلې؛ خو د نیوزیلینډ، پاکستان او هند پر وړاندې يې خپلې سيالۍ بايللې دي.
نیوزیلینډ به د دوشنبې پر ورځ خپله وروستۍ لوبه له نامیبیا سره کوي.