تازه خبرونه

نیوزیلیند لوبډلې انګلستان پر ۵ ویکټو مات او پایلوبې ته یې لار وموندله

Published

on

(Last Updated On: )

د نیوزیلاند کرکټ لوبډلې د شل آوریز نړیوال جام په وروستیو شېبو کې زړه راکښونکې توپوهنه تر سره او انګلستان ته یې پر ماتې ورکولو پایلوبې ته لار وموندله.

انګلستان، چې توپ وهنه پیل کړې وه؛ د انګلستان لوبډلې ته یې د ۱۶۷ منډو هدف وټاکه او د لوبې تر نیمایي یې خپله برلاسي وساتله؛ خو د نیوزیلینډې لوبغاړي جیمي نیشم او ډريل میچل زړه راکښونکې توپ وهنې خپله برلاسي رامنځته کړه او بریا یې پر برخه او ډريل میچل د نیمه پایلوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

نیوزیلینډ په تېر نړیوال جام کې انګلستان مات کړی و.

د شل آوریز نړیوال جام دوه یمه نیمه پایلوبه د پنجشنبې پر ورځ د پاکستان او آسترالیا ترمنځ د دوبۍ په نړیوال لوبغالي کې ترسره کیږي او بیا به ګټونکی له نیوزیلیند سره د نومبر پر ۱۴د یکشنبې پر ورځ لوبه کوي.

د یادونې ده، چې پاکستان په سږنیو سیالیو کې ډېر ښه ځلېدلی او خپلې ټولې لوبې یې ګټلې دي؛ خو آسترالیا هم تکړه لوبډله ده.‌

Trending

Exit mobile version