تازه خبرونه

نړۍ په افغانستان کې د حالاتو د ښه کېدو لپاره له تعامل پرته بله لار نلري

Published

on

(Last Updated On: )

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي ادارې استازي عبدالله الدرداری له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې د بشري او اقتصادي وضعیت د ښه کېدو لپاره باید له دې هېواد سره تعامل ولرو.

د نوموړي پر باور د نړۍ هېوادونه د افغانستان د بشري او اقتصادي وضعیت د ښه کېدو لپاره پرته له دې، چې له واکمنو چارواکو سره خبرې وکړي؛ بله لار نلري.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیایي ادارې استازی عبدالله الدرداری وایي: د افغانستان د سیاسي وضعیت او نړۍ د دریځ په اړه خبرې کول ستونزمن کار دی؛ خو آیا مونږ بله چاره لرو؟ دا هغه پوښتنه ده، چې زه یې کوم. هو! دا ډېره ستونزمنه ده؛ خو مونږ بل انتخاب نلرو. موږ باید داسې لارې چارې ولټوو، چې د افغانستان له خلکو سره مرسته وکړو.

د هغه په وینا د بهرنیو مرستو کمېدو پر دغه هېواد ناوړه اقتصادي اغېزې پرېښې دي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د پراختیايي ادارې استازی وايي، چې په دې اړه یې د افغانستان له چارواکو سره کتلي او خبرې یې ور سره کړې دي.

عبدالله الدرداري وايي، چې د افغانستان لپاره یې تر  ۲۰۲۳ کال پورې د مرستو د اتو میلیاردو دالرو غوښتنې ته ډېر لږ ځواب ویل شوی او ان دوه اعشاریه دوه میلیارد دالر یې راغونډ کړي دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي ادارې استازي عبدالله الدارداری وايي، دا مهال په افغانستان کې ۲۲ میلیون وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري او په افغانستان کې د بې وزلۍ کچه تر ۹۰ سلنې لوړه شوې؛ بېکاري دوه برابره شوې او یوازې په تېرو شپږ میاشتو کې افغانستان د خپل ناخالص کورني تولید ۲۰ سلنه له لاسه ورکړې.  

نوموړی له نړیوالې ټولنې غواړي، چې له افغانستان سره د ۸ میلیارد دالرو مرستې ژمنه پوره کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې اروپايي ټولنې له افغانستان سره د ۷۵ میلیون یورو مرسته اعلان کړې ده.

Trending

Exit mobile version