سیمه ییز خبرونه
نړۍ د ترکیې او سوریې له زلزله خپلیو هېوادونو سره مرستې ته رادانګي

دې زلزلې له ۵۰ څخه د زیاتو زلزلو لړۍ وڅارله، چې ټولو یې ۴.۰ شدت وې.
د دوشنبې پر ورځ په یوه بیان کې راغلي، چې د امریکا ولسمشر جو بایدن ویلي؛ امریکا د مرستو ډلې چمتو کړي او د ترکیې د لټون او ژغورنې له هڅو یې ملاتړ پیل کړی، چې د زلزلې له کبله د زخمیانو او بې ځایه شویو اړتیاوو ته لاسرسی ومومي.
سپینې ماڼۍ څرګنده کړې؛ بایډن د دوشنبې پر ورځ د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره د خواخوږۍ په خاطر خبرې وکړې او ویې ویل، چې امریکا به د بیارغونې په برخه کې د اړتیا وړ هر ډول مرستې واستوي.
د امریکا د ملي امنیت مشاور جیک سولیوان ویلي، چې ولسمشر جوبایدن دUSAID او د فدرال شریکانو ته لارښوونه کړې، چې له زلزلې ځپلیو سره د مرستې لپاره راودانګي.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویاند ند پرایس څرګنده کړې؛ د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن خپل ترکي سیال مولود چاووش اوغلو ته ویلي، چې تیلیفون پورته کړئ او مونږ ته خبر راکړئ، چې امریکا د مرستې لپاره څه کولی شي.
د اروپايي ټولنې د کمېسیون مشر ویلي، چې ترکیې ته به د ژغورنې ډلې واستوي، چې مرسته وکړي.
اروپايي اتحادیې ویلي، چې د بلغاریا، کرویشیا، چک جمهوریت، فرانسې، یونان، هنګري، مالتا، هالند، پولند او رومانیا په ګډون د هېوادونو له عملې سره د ژغورنې ډلې یې سیمې ته استولي دي. د VOA د راپور له مخې لږ تر لږه ۱۳ غړیو هېوادونو د مرستې وړاندیز کړی.
د اروپایی اتحادیې د بهرنۍ پالیسۍ مشر جوزپ بوریل او د بحران مدیریت کمیشنر جینز لیناریک په ګډه اعلامیه کې څرګنده کړې: زمونږ فکر له ټولو هغو کسانو سره دی، چې خپل عزیزان یې له لاسه ورکړي دي.
د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون، د جرمني لومړۍ وزیرې اولاف شولز او د بریتانیې لومړي وزیر ریشي سناک ویلي؛ د دوی حکومتونه چمتو دي، چې له زلزله ځپلیو سره مرسته وکړي.
بریتانیې ویلي، چې دوی د ۷۶ کسانو د لټون او ژغورنې متخصصینو، تجهیزاتو او ژغورونکیو سپیانو یوه ډله لیږي.
د یونان لومړي وزیر کیریاکوس میتسوتاکیس تویت کړی: هېواد یې خپلې سرچینې پر کار اچوي او سمدستي به مرسته وکړي.
د اسرائيلو لومړي وزير بنيامين نتنياهو ويلي، د ترکيې د حکومت د غوښتنې په ځواب کې به د لټون او ژغورنې ډلې او طبي مرستې ترکيې ته ولاړې شي.
روسیې هم ویلي؛ د ژغورنې ډلې یې چمتو کړي، چې د ترکیې او سوریې له زلزله ځپلیو سره مرستې وکړي.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د سوریې له ولسمشر بشارالاسد او د ترکیې له ولسمشر اردوغان سره په تیلیفوني خبرو کې د زلزلې له کبله د رامنځته شوې مرګ و ژوبلې په اړه خپله خواخوږي څرګنده کړه.
د هند بهرنیو چارو وزارت ویلي؛ د ترکیې له زلزله ځپلیو سره یې د مرستې لپاره C17 لومړۍ الوتکه له ۵۰ څخه د ډېرو ژغورونکېو، ځانګړيو روزل شويو سپيو، تجهیزاتو، د برمه کولو ماشینونو، امدادي توکو، درملو او نورو اړینو وسایلو او تجهیزاتو سره چمتو کړې ده.
سربیره پردې عراق ویلي، چې دوی به د ملکي دفاع ډلې ترکیې او سوریې ته د خوراکي توکو او سونګ توکو په شمول د مرستې رسولو سره واستوي.
د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي د دغې پېښې په اړه د خواشینۍ د ښودلو تر څنګ تویت کړی، چې هېواد یې په دغو سختو شرایطو کې له زلزلې ځپلیو سره هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.
جاپان، یو بل هېواد دی، چې زلزلې په کې رامنځته کړيږي او وایي، چې دوی د شاوخوا ۷۵ ژغورنې کارکوونکیو یوه ډله ترکیې ته استوي.
د ناتو سرمنشي ینس ستولتنبرګ د ناتو له غړي ترکیې سره بشپړ پیوستون څرګند کړ او وایي، چې د ناتو متحدین یې ملاتړ کوي.
ترکیه په نړۍ کې یو د هغو هېوادونو څخه ده، چې ډېرې زلزلې په کې کیږي. یوې زلزلې په ۱۹۹۹ کال کې، چې شدت یې ۷.۴ درجې ښودل شوی و د دې هېواد په شمال لویدیځ کې لږ تر لږه ۱۷۰۰۰ کسان مړه کړل.
د ۲۰۲۲ ږ. کال د اکتوبر په میاشت کې هم یوه زلزله وشوه، چې شدت یې ۷.۰ درجې و، دې زلزلې د اجین بحیره ولړزوله، چې ۱۱۶ کسان په کې مړه او څه باندې ۱۰۰۰ نور ژوبل شوي و.
د یادونې ده، چې تر دې دمه په دواړو هېوادونو کې د ۴۳۳۵ کسانو مړینه تائید شوې؛ خو اوس هم ډېر کسان د ورانو شویو ودانیو لاندې بند پاتې او ژغورنکي د مړو او ژوبلو شویو کسانو پسې ګرځي.
سیمه ییز خبرونه
پر کشمیر د هند د اوبو بندولو په پاکستان کې وېره خپره کړه
هند اعلان کړی، چې دا ځنډ به تر هغې پورې روان وي، چې “پاکستان په باوري او نه بدلیدونکي ډول له ترهګرۍ خپل ملاتړ ونهدروي.”

د پاکستان بزګرانو خپلو ۸۰ سلنه کروندو ته د اوبو د راتلونکي په اړه له هغې وروسته اندېښنه څرګنده کړې، چې هند د چارشنبې پر ورځ د نړیوال بانک پر منځګړیتوب د ۱۹۶۰ کال د سیند د اوبو اړوند تړون وځنډاوه.
هند اعلان کړی، چې دا ځنډ به تر هغې پورې روان وي، چې “پاکستان په باوري او نه بدلیدونکي ډول له ترهګرۍ خپل ملاتړ ونهدروي.”
هند دا هڅه په کشمیر کې د تېرې اوونۍ له برید وروسته کړی ده. هند په دې پېښه کې پر پاکستان د لاس لرلو تور لګولی او ویلي یې دي، چې د هغو درې وسلوالو څخه دوه یې، چې پر سیلانیانو یې برید کړی او ۲۶ کسان یې ووژل؛ پاکستانیان ول.
اسلام آباد په پېښه کې خپل لاس لرل رد کړي او وایي، چې ” د پاکستان د اوبو د بندولو یا اړولو هر ډول هڅه به د جګړې یو عمل وګڼل شي.”
دا تړون سند او د هغې څانګې د اټومي وسلو لرونکو سیالان وېشي.
د هند د اوبو سرچینو وزیر چندرا کانت راګوناتھ پتیل په ایکس پاڼه کې لیکلي: “مونږ به ډاډ ترلاسه کړو، چې د سند سیند د اوبو یو څاڅکی هم پاکستان ته ونه رسیږي.”
هغه په پاکستان کې د اندېښنو په اړه پوښتنو ته ځواب ورنکړ.
د هند دوه حکومتي چارواکو، چې د نوم نه ښودلو پر شرط یې خبرې کولې ویلي، چې هېواد یې کولی شي د کانالونو پر کارولو په څو میاشتو کې خپلو کروندو ته اوبه واړوي. په داسې حال کې، چې د اوبو برښنا بندونو لپاره هم پلانونه جوړوي، چې بشپړېدل به یې ممکن له څلورو څخه تر اووه کلونو پورې وخت ونیسي.
اقتصاد پوهانو ويلي، چې دا یوازې کرنه نده د اوبو کمښت د برښنا تولید ته هم زیان رسوي، چې په بالقوه توګه اقتصاد فلج کوي.
وقار احمد نومی، چې یو اقتصاد پوه او د بریټانوي مشورتي شرکت اکسفورډ پالیسي په مدیریت کې د ډلې مشر دی ویلي، چې پاکستان د هند لخوا له تړون څخه د وتلو ګواښ کم اټکل کړی دی.
هغه ويلي: “هند د اوبو د بهېدو د مخنیوي لپاره سمدستي بېخبنا(زیربنا) نلري. په ځانګړي توګه د سیلابونو په وخت کې؛ نو دا دوره د پاکستان لپاره د اوبو په سکټور کې د بې کفایتۍ د حل لپاره یوه مهمه کړکۍ برابروي.”
رویټرز راپور ورکړی، چې په وروستیو کلونو کې د هند لومړي وزیر نریندرا مودي حکومت هڅه کړې، چې پدې تړون بیا خبرې اترې وکړي او دواړو هېوادونو د کیشن ګنګا او راټیل د اوبو برښنا فابریکو د اوبو ذخیره کولو ساحې د اندازې په اړه په هاګ کې د منځګړي په توګه ځینې شخړې حل کړي.
ووهرا ویلي: “مونږ اوس کولی شو خپلې پروژې آزادې تعقیب کړو.”
هند د پنجشنبې پر ورځ پاکستان ته په یوه لیک کې څرګنده کړې، چې د تړون له لاسلیک راپدېخوا شرایط بدل شوي، چې مخ پر زیاتېدونکی نفوس او د اوبو برښنا ته اړتیا ښیي.
سیمه ییز خبرونه
د ایران په بندر عباس کې د چاودنې له کبله ۱۸ کسان وژل شوي او سلګونه نور ټپیان دي
رویټرز راپور ورکړی، چې چاودنه د دې بندر د شهید راجایي په اړوند برخه کې رامنځته شوې ده.

د ایران دولتي رسنیو راپور ورکړی، چې د شنبې پر ورځ( د غویی شپږمه) د ایران په ترټولو لوی بندر؛ بندر عباس کې د کیمیاوي موادو د چاودنې له کبله لږ تر لږه ۱۸ کسان وژل شوي او له ۷۰۰ ډېر ټپیان دي.
رویټرز راپور ورکړی، چې چاودنه د دې بندر د شهید راجایي په اړوند برخه کې رامنځته شوې ده.
د ایران د کړکیچ د مدیریت بنسټ ویاند حسین ظفري ویلي؛ چاودنه د شهید راجایي په کانټینرونو کې د کیمیاوي موادو د ناسمې زیرمې له کبله وه.
هغه د ایران ایلنا ILNA خبري سرچینې ته ویلي: “د چاودنې لامل په کانټینرونو کې کیمیاوي مواد ول.”
حسین ظفري ویلي: ” له دې مخکې د کړکیچ د مدیریت عمومي رییس د خپلو لیدنو پرمهال دې بندر ته خبرداری ورکړی و او د خطر احتمال یې پر ګوته کړی و.”
د ایران د حکومت ویاند ویلي، چې که څه هم د چاودنې احتمال کیمیاوي توکي ول؛ خو اوس هم دقیق لامل معلومول ممکن ندي.
ولسمشر مسعود پزشکیان د پښې د پلټنې امر وکړ او د کورنیو چارو وزیر یې سیمې ته واستاوه، چې ویلي یې دي د اور د وژلو او نورو سیمو ته د خپرېدو د مخنیوي لپاره هڅې روانې دي.
د ایران رسمي خبري چینلونو له چاودنې وروسته له بندر څخه هوا ته د پورته شوي تور او نارنجي لوګي انځورونه خپاره کړل او یوه اداري ودانۍ ښیي، چې دروازې ماتې دي او کاغذونه او پاتې شوني یې لیذل کیږي.
د ایراني رسنیو د څرګندونو له مخې؛ چاودنې څو کیلومټره لرې ترې د کړکیو ښیښې ماتې او غ. یې په قشم ټاپو کې اوریدل شوی، چې ل بندر څخه ۲۶ کیلومټره لرې جنوب لوري ته اورېدل شوی دی.
د تسنیم نیمه رسمي خبري سرچینې د ټپي شویو کسانو انځورونه خپاره کړي، چې په سړک کې پراته دي او د درملنې هڅې کیږي.
چارواکو ویلي، چې له چاودنې وروسته په بندر کې فعالیتونه درول شوي دي.
په وروستیو کلونو کې د وژونکو پېښو لړۍ د ایران انرژۍ او صنعتي بېخبناوو( زیربنا ) ته زیان رسولی، چې ډېری یې د شنبې د ورځې چاودنې ته ورته پر غفلت او بې پروایۍ تورنې شوې دي.
ایران د ځینو نورو پیښو پړه پخپل اصلي دښمن اسرائیل اچولې، چې په وروستیو کلونو کې یې د ایران اټومي پروګرام پر نښه کولو بریدونه ترسره کړي او تېر کال یې د هېواد څارګرۍ الوتمې بمبارډ کړي دي.
د اسرائیلو د پوځ یا د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو له دفتر څخه پدې اړه د تبصرې غوښتنه شوې، چې آیا اسرائیل د شنبې پر ورځ په چاودنه کې ښکېل ول؛ سمدستي تبصره نده کړې.
ایراني چارواکو ویلي، چې د شنبې پر ورځ د چاودنې له کبله د تېلو تاسیسات یې اغېزمن شوي ندي.
ویل کیږي، چې دا چاودنه په داسې حال کې رامنځته شوې، چې ایران د عمان پرکوربتوب له امریکا سره د اټومي خبرو اترو درېیم پړاو پیل کړی؛ خو د دواړو پېښو ترمنځ د اړیکو کومه نښه نه لیدل کیږي.
سیمه ییز خبرونه
لاوروف پر سیمهییزو امنیتي او بېلابېلو مسلو د خبرو لپاره ازبکستان ته ځی
تاس خبري سرچینې راپور ورکړی، چې د روسیې بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا ویلي؛ تمه ده، چې لاوروف به د ازبکستان له ولسمشر شوکت میرضیایوف او د دې هېواد بهرنیو چارو وزیر بختیار سعیدوف سره بحث او خبرې وکړي.

د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف به روانه اوونۍ د ازبکستان له حکومتي چارواکو سره د دوه اړخیزو اړیکو، یوریشیا ادغام او د نازي جرمني پر وړاندې د بریا د اتیایمې کلیزې لپاره پر چمتووالي خبرې وکړي.
تاس خبري سرچینې راپور ورکړی، چې د روسیې بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا ویلي؛ تمه ده، چې لاوروف به د ازبکستان له ولسمشر شوکت میرضیایوف او د دې هېواد بهرنیو چارو وزیر بختیار سعیدوف سره بحث او خبرې وکړي.
زاخارووا وایي، چې “دواړه خواوې به د متقابلو ګټو، اوسنیو نړیوالو مسلو، سیمهییزو امنیتي مسلو، د خپلواکو ګډو ګټو هېوادونو، شانګهای همکاریو ټولنې، مرکزي آسیا- روسیې، د مسکو او تاشکند د چلندونو ترمنځ پر نږدېوالی او همکاریو بحث وشي.”
د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین په تېر ډسمبر کې له (CIS) مشرانو سره د خپلو غونډو په بهیر کې دوی ته بلنه ورکړه، چې په مسکو کې د بریا د ورځې په مراسمو کې ګډون وکړي، چې ټاکل شوې د می پر نهمه ترسره شي.
همدارنګه، د ۱۹ ملګرو هېوادونو نظامي واحدونو ته بلنه ورکړ شوې، چې د سره چوک په پوځي ننداره کې برخه واخلي. د دې هېوادونو نوملړ تر دې دمه ندی خپور شوی؛ خو ازبک سرتېرو پېنځه کاله دمخه په هېوادنۍ جګړې کې د بریا د پېنځه اویایمې کلیزې پر مهال په سره چوک کې لاریون وکړ.
ازبکستان په دودیزه توګه د بریا د ورځې ډېری جشنونه او کمپاینونه ترسره کوي.
دغه راز د روسیې بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړی؛ مسکو او تاشکند “جوړونکې، درناوي وړ او متقابلې ګټورې اړیکې لري، چې د دوستۍ، حاکمیت، مساوات او د یو بل ګټو ته د درناوي پر بنسټ ولاړې دي.”
دواړه خواوې په فعاله توګه په سوداګرۍ، انرژۍ، ساینس او بشري چارو کې همکاري کوي.
دوی به کاري مهاجرانو ته ځانګړې پاملرنه وکړي؛ ځکه، چې شاوخوا ۱.۱میلیون ازبک وګړي د روسیې په بېلابېلو سکټورونو کې کار کوي.
د تاس د راپور له مخې، په خبرو اترو کې به د افغانستان موضوع هم وي؛ ځکه، چې د دواړو هېوادونو لپاره یوه اړینه موضوع ده.
تمه ده، چې په سمرقند کې لاوروف له ازبک چارواکو سره د لیدنو په لړ کې پر نورو سیمهییزو او نړیوالو مسلو هم خبرې وشي.
-
لوبی4 days ago
د افغانستان الف کرکټ لوبډلې د سریلانکا پر وړاندې ماتې وخوړه
-
سیمه ییز خبرونه5 days ago
په هندي کشمیر کې وسلوالو له ۲۰ ډېر سیلانیان ووژل
-
سوداگري3 days ago
د پاکستان او ازبکستان استازو پر افغان – ټرانس پروژې خبرې وکړې
-
سوداگري1 day ago
د کرنې مرستیال وزیر په یوه نندارتون کې د ګډون لپاره ایران ته روان شو
-
د هوا حالاتو بدلونونه4 days ago
یوې ۶.۲ درجې زلزلې استانبول ولړزاوه
-
تازه خبرونه3 days ago
افغان بېسیم د ننګرهار په کوزکوڼر ولسوالۍ کې یو نوی سایټ فعال کړ
-
تازه خبرونه3 days ago
طارق علي بخیت د افغانستان په اړه له جاپاني چارواکو سره وکتل
-
ساینس او ټیکنالوژي4 days ago
چین او روسیه ممکن په سپوږمۍ کې د اټومي انرژۍ بټۍ جوړه کړي